د خامنهيي د جنازې مراسم؛ ایران د افغان ګډونوالو لپاره دوه زره او ۵۰۰ وړیا ویزې اعلان کړې

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې سلګونه افغانان د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د مشهد ښار ته د سفر تیاری نیسي. د ایراني چارواکو په وینا، د افغانستان وګړو ته د دغو مراسمو لپاره دوه زره او ۵۰۰ وړیا ویزې صادرې شوې دي.
