• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالب چارواکی: افغان ډاکټران دې ناروغانو ته پاکستاني درمل نه لیکي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت د صحي قوماندانۍ مسوول ډاکټر محمد طاهر احرار وایي، د ټیټ کیفیت له امله یې له پاکستان څخه د درملو واردات منع کړي دي. نوموړي ویلي، پاکستان د افغان ناروغانو اړتیاوې د فشار د وسیلې په توګه کاروي او ادعا یې کړې چې پاکستاني درمل لازم کیفیت نه لري.

احرار له ډاکټرانو غوښتي چې ناروغانو ته پاکستاني درمل ونه لیکي او زیاته کړې یې ده چې د ده په وینا، د پاکستاني درملو سپارښتنه «ستر خیانت» ګڼل کېږي.

هغه د خپلو څرګندونو پر مهال د دې پرېکړې د عملي کېدو څرنګوالي او د پاکستاني درملو د وارداتو د بندیز په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

ترویج لرونکی

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي
۱

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي

۲

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی

۳

پاکستان وايي په کونړ، پکتیا او پکتیکا کې یې «هدفي هوایي بریدونه» ترسره کړي دي

۴

له کابل نه تر ستنېدو وروسته قزاقستانی ډاکټر: د افغانستان وضعیت «جګړه‌ییز» دی

۵

طالبان وايي په کابل کې نننۍ اورلګېدنه د موټر د تېلو ټانکۍ د چاودېدو له امله وه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په بدخشان کې د «ځانګړي اوپراتیفي ماموریت» لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۵۳ GMT+۱
طالبانو په بدخشان کې د «ځانګړي اوپراتیفي ماموریت» لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې
100%

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلي مکتوب له مخې، د طالبانو رییس‌الوزرا په بدخشان کې د امنیت د ټینګښت لپاره د دفاع وزارت او استخباراتو ګډه عملیاتي طرحه تایید کړې، چې د پلي کېدو لپاره پکې د ۵۰ میلیونه افغانیو بودجه غوښتل شوې ده.

سرچینې وایي، دا بودجه به له پاکستان سره پر پوله د بدخشان ولایت د کران او منجان ولسوالۍ په سیمه کې د یوې سرحدي لوا د جوړولو لپاره ولګول شي.

100%

د طالبانو د دفاع وزیر، مولوي یعقوب مجاهد، د روان ۱۴۰۵ کال د غبرګولي په میاشت کې دا مکتوب د دې ډلې رییس‌الوزرا ته استولی و.

د طالبانو رییس‌الوزرا، ملا حسن اخند، مکتوب منظور کړی او د مالیې وزارت ته یې سپارښتنه کړې چې لازم اقدامات ترسره کړي.

په مکتوب کې راغلي چې د طالبانو د دفاع وزارت او استخباراتو د «بدخشان د امنیت د تامین او د هر ډول ګواښونو د مخنیوي» لپاره یوه عملیاتي طرحه چمتو کړې ده، خو د هغې د جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

باوري سرچینې وایي، د دغې طرحې لپاره ځانګړې شوې ۵۰ میلیونه افغانۍ به د بدخشان ولایت د کران او منجان ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې، له پاکستان سره پر پوله، د یوې نوې سرحدي لوا د جوړولو لپاره ولګول شي.

د سرچینو په وینا، د دې لوا د جوړولو عملي چارې تر اوسه نه دي پیل شوې.

په مکتوب کې لیدل کېږي چې د طالبانو د دفاع وزیر له رئیس‌الوزرا غوښتي، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره دې د دفاع وزارت له بودجې څخه د ۵۰ میلیونه افغانیو د ځانګړي کولو او تادیې منظوري ورکړي.

د طالبانو چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د بدخشان د امنیت د تامین او د دغې عملیاتي طرحې د پلي کولو لپاره د دغې بودجې د ځانګړي کولو په اړه څه نه دي ویلي.

د منتقدینو په باور په بدخشان کې د یوه عملیاتي ماموریت لپاره د دغې لویې بودجې ځانګړي کول د هېواد په شمال‌ختیځ کې د خپلې مرکزي واکمنۍ د پیاوړتیا لپاره د طالبانو د رهبرۍ هڅې ښيي.

داسې ښکاري چې دا اقدام په ورته وخت کې د سیمه ییزو قوماندانانو د زیاتېدونکو ناخوښیو د کابو کولو او له پاکستان سره پر پوله د طالبانو ضد تحرکاتو د مخنیوي لپاره ترسره شوی وي.

طالبان وايي د سالنګ لویه لار به د ټېلري موټرو پر مخ تر بلې خبرتیا پورې تړلې وي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۴۰ GMT+۱
طالبان وايي د سالنګ لویه لار به د ټېلري موټرو پر مخ تر بلې خبرتیا پورې تړلې وي
100%

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویلي، د سالنګونو پر لویه لار د اساسي بیارغونې چارې روانې دي او د دغو چارو د چټکتیا او ښه ترسره کېدو لپاره به د چڼګاښ له ۱۹مې نېټې د سالنګونو لویه لار د درنو بار وړونکو (ټېلري) موټرو پر مخ تر بلې خبرتیا پورې وتړل شي.

دغه وزارت د سې‌شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پرېکړه د سالنګونو د بیارغونې د چارو د اسانه او خوندي ترسره کېدو لپاره شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د تړل کېدو موده به تر بلې خبرتیا پورې دوام ولري او یوازې درانه بار وړونکي موټر به د دغې لارې له کارولو منع وي.

سالنګ لویه لار، چې د افغانستان شمال او سویل سره نښلوي، د هېواد له مهمو ترانزیټي او سوداګریزو لارو څخه ګڼل کېږي او د دې لارې هر ډول محدودیت د سوداګریزو توکو پر لېږد او تګ راتګ اغېز کولی شي.

عبدالسلام حنفي: جګړو او د متخصصو کادرونو کمښت د افغانستان روغتیايي خدمتونه اغېزمن کړي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۱
عبدالسلام حنفي: جګړو او د متخصصو کادرونو کمښت د افغانستان روغتیايي خدمتونه اغېزمن کړي
100%

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي، ویلي چې په افغانستان کې جګړو، د طبي تجهیزاتو کمښت او د مسلکي بشري ځواک نشتوالي د هېواد پر روغتیايي خدمتونو او د طبابت پر کیفیت منفي اغېز کړی دی.

حنفي دغه څرګندونې د کابل د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون د ډاکټرانو لپاره د «طبابت خدمتونو د کیفیت لوړولو» په سیمینار کې کړې دي.

هغه ویلي، د اوږدو جګړو له امله د هېواد روغتیايي سکټور له ګڼو ستونزو سره مخ شوی او د طبي تجهیزاتو کمښت او د متخصصو کادرونو نشتوالي د روغتیايي خدمتونو کیفیت اغېزمن کړی دی.

د طالبانو د اداري مرستیال په وینا، د طبابت د اخلاقو رعایت د ډاکټر او ناروغ ترمنځ د باور د پیاوړتیا لپاره مهم دی او روغتیايي کارکوونکي باید د خپلو مسلکي او اخلاقي مسوولیتونو په ترسره کولو کې جدي پاملرنه وکړي.

حنفي زیاته کړې، چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د روغتیايي سکټور اړتیاوو ته رسېدنه وکړي او د هېواد روغتیايي خدمات په تدریجي ډول ښه کړي.

نوموړي همداراز ډاډ ورکړ، چې د روغتیايي سکټور د اړتیاوو د پوره کولو لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.

د افغانستان روغتیايي سکټور په داسې حال کې د تجهیزاتو او متخصصو کادرونو له کمښت سره مخ دی چې نړیوالو بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړی، د بودجې کمښت او د نړیوالو مرستو راکمېدو د هېواد پر روغتیايي خدمتونو فشار لا زیات کړی او د میلیونونو افغانانو روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی له ګواښ سره مخ کړی دی.

طالبانو له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو په پراختیا کې د قطر رول ستایلی

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۵۷ GMT+۱
طالبانو له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو په پراختیا کې د قطر رول ستایلی
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې د قطر سفیر مردف القاشوطي او امیرخان متقي د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د ګډو ګټو پر یوشمېر سیمه‌ییزو موضوعاتو خبرې کړې دي. طالبانو له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو په پراختیا کې د قطر د رول او هڅو ستاینه کړې.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۹مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې امیرخان متقي‌ په دغه لیدنه کې د طالبانو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې د قطر د رول او هڅو ستاینه کړې. په دغه ناسته کې دواړه خواوو خپل منځنۍ اړیکې مثبتې او پیاوړې ګڼلې دي.

د قطر سفیر القاشوطي ویلي: «قطر د منځګړیتوب بهرني سیاست په چوکاټ کې د طالبانو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل او اړیکو پراختیا ملاتړ ته ژمن دی». قطر له طالبانو سره نږدې اړيکې لري او له یادې ډلې سره یې په بېلابېلو بشري برخو کې مرستې هم کړې دي.

خو دغه هېواد لاتراوسه طالبان په رسميت نه‌دي پېژندلي.

امرالله صالح: که په پکتیا کې ټاکنې وشي، ۹۰ سلنه خلک به جمهوري نظام ته رایه ورکړي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۵۰ GMT+۱
امرالله صالح: که په پکتیا کې ټاکنې وشي، ۹۰ سلنه خلک به جمهوري نظام ته رایه ورکړي
100%

د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح، ادعا کړې چې که په راتلونکې اوونۍ کې په پکتیا ولایت کې ټاکنې ترسره شي، له ۹۰ سلنې ډېر خلک به جمهوري نظام، د افغانستان اساسي قانون او ملي بیرغ ته رایه ورکړي.

صالح د سې‌شنبې په ورځ پر اېکس‌پاڼه لیکلي، طالبان د پکتیا د خلکو استازیتوب نه کوي او دغه ولایت، د افغانستان د ډېرو نورو سیمو په څېر، د طالبانو تر واک لاندې دی.

هغه طالبان یوه توندلاره او افراطي لږکۍ ډله بللې او ادعا یې کړې چې دغه ډله په پاکستان کې رامنځته شوې او د «ناپاکو جیوپولیټیکي لاسونو» له ملاتړ څخه برخمنه ده.

د نوموړي په وینا، پکتیا د ترهګرو ځاله نه ده او عادي خلک ان طالبانو ته هم اسانه لاسرسی نه لري، ځکه نه شي کولای د هغوی پر سیاستونو او هغو تګلارو اغېز وکړي چې صالح یې «د هېواد له ګټو سره په ټکر کې او تبعیضي تګلارې» بولي.

صالح همداراز ویلي، طالبان له هرې هغې وسیلې او لارې سره مخالفت لري چې خلک پیاوړي کوي. هغه د ځیرکو ټیلیفونونو پر کارولو د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې ویلي، د دغې ډلې وېره هم له همدې امله ده.