بقايي: په راتلونکو ورځو کې له امریکايي لوري سره د لیدنې پلان نه لرو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، تهران په راتلونکو ورځو کې له امریکايي لوري سره په هېڅ کچه د لیدنې پلان نه لري. بقايي د سېشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، چې په لبنان کې د جګړې پای ته رسول د امریکا ژمنه ده او واشنګټن باید اسراییل هم دې کار ته اړ کړي.
