• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نړیوال بانک: افغانستان د غذايي امنیت او کارموندنې په برخو کې له جدي ننګونو سره مخ دی

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۲۳ GMT+۱

نړیوال بانک وايي، افغانستان د اقتصادي ناورین او جوړښتي محدودیتونو له امله د خوړو امنیت او کارموندنې په برخو کې له جدي ننګونو سره مخ دی. بانک اټکل کړی، چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د خوراکي توکو نړیواله تقاضا ۶۷ سلنه لوړه شي او دا به د افغانستان په څېر هېوادونه لا ترفشار لاندې راولي.

نړیوال بانک په خپل نوي راپور« د غذايي امنیت پیاوړتیا او د کارموندنې فرصتونو ټوکول» کې ویلي چې افغانستان، شمالي افریقا او پاکستان د خوړو د خوندیتوب او کارموندنې له جدي ستونزو سره مخ دي.

په راپور کې راغلي چې دا مهال د دې سیمې شاوخوا ۱۸ سلنه وګړي له یوډول خوراکي ناامنۍ سره مخ دي او ۴۲ سلنه نور د داسې مغذي خوړو د برابرولو توان نه لري چې د روغ ژوند اړتیاوې پوره کړي.

د نړیوال بانک د ارزونې له مخې، په افغانستان غوندې هېوادونو کې چې له اقتصادي بحرانونو او جوړښتي محدودیتونو سره مخ دي، دا وضعیت لا ډېر سخت دی.

راپور زیاتوي چې افغانستان د کورني تولید له محدود ظرفیت، د کرنیزو بنسټیزو اسانتیاوو له کمښت او پر وارداتو د لوړې اتکا له ستونزو سره مخ دی.

سره له دې، د نړیوال بانک د ارزونې له مخې، افغانستان د دغه وضعیت د ښه کولو لپاره پام وړ وړتیاوې هم لري.

د راپور له مخې، د کرنې په برخه کې پانګونه، په ځانګړي ډول د اوبو لګونې د اغیزناکو سیستمونو او کرنیزو نوښتونو پراختیا د خوراکي توکو تولید پام وړ زیاتولی او د کارموندنې فرصتونه برابرولی شي.

نړیوال بانک ټینګار کوي چې په سیمه‌ییزه کچه دا ډول اقدامات تر ۲۰۵۰ کال پورې د شاوخوا پنځه میلیونه نویو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي، چې افغانستان هم ترې ګټه اخیستلای شي.

په راپور کې ویل شوي چې د کرنې او خوراکي توکو سکټور په سیمه کې د کارموندنې مهمه سرچینه ده او د خوړو د پروسس، لېږد رالېږد او خوراکي چوپړچارو په برخو کې کاري فرصتونه په ډېرېدو دي.

نړیوال بانک باور لري چې افغانستان د دغه ارزښتي ځنځیر په پیاوړتیا سره د خوړو د خوندیتوب له ښه کېدو سره هممهاله، د ځوانانو لپاره نوي کاري فرصتونه هم رامنځته کولای شي.

دغه نړیوال بنسټ د پالیسیو د اصلاح، د سوداګرۍ چاپېریال ښه کولو او پر بنسټیزو زېربناوو د لا ډېرې پانګونې یادونه کړې ده.

راپور زیاتوي چې له دغو اقداماتو پرته به افغانستان او ورته نور هېوادونه د خوړو او اقتصادي ناورینونو پر وړاندې همدغسې زیان‌من پاتې شي.

نړیوال بانک ټینګار کوي چې د خوراکي ناامنۍ د مخنیوي او د خلکو د ګټې وټې لپاره افغانستان یوې هراړخیزې تګلارې ته اړتیا لري چې د کورني تولید پراختیا، د اوبي سرچینو اغیزناک مدیریت، د خوراکي توکو د ضایعاتو کمول او د سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا پکې شامل وي.

ترویج لرونکی

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي
۱

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي

۲

طالبان وايي په کابل کې نننۍ اورلګېدنه د موټر د تېلو ټانکۍ د چاودېدو له امله وه

۳

له کابل نه تر ستنېدو وروسته قزاقستانی ډاکټر: د افغانستان وضعیت «جګړه‌ییز» دی

۴

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۵

اشرف غني: پر افغانستان د پاکستان برید یوازې امنیتي پېښه نه، بلکې ملي خبرداری دی

•
•
•

نور کیسې

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۲۵ GMT+۱
سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی
100%

درېیو ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل سیمه‌ییز قوماندان، جمعه، نیولی دی. د سرچینو په وینا، جمعه د سیمې له اغېزناکو سیمه‌ییزو قوماندانانو څخه ګڼل کېږي. د هغه د نیولو لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی.

ځايي سرچینو د سې شنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۹مه وویل، چې دغه سیمه‌ییز قوماندان مخکې د طالبانو د وسله والو ځواکونو په لیکو کې فعالیت کاوه، خو څو میاشتې وړاندې له خپلې دندې ګوښه شوی و.

د سرچینو په وینا، هغه د شنبې په ورځ، د چنګاښ په شپږمه نیول شوی دی.

تر اوسه د هغه د برخلیک او وضعیت په اړه نور جزییات نشته.

په وروستیو میاشتو کې د یو شمېر ځايي طالبانو او د دې ډلې د مشرتابه ترمنځ د چارواکو د ګومارلو، د کانونو د کنټرول او د امنیتي محدودیتونو پر سر شخړې او اختلافات زیات شوي دي.

د هغه نیول په داسې وخت کې شوي چې د طالبانو مشرتابه په بدخشان کې د نارضایتۍ د کابو کولو او د یوې ځانګړې کمېټې له لارې د کورنیو اختلافاتو د څېړنې هڅې روانې کړې دي.

تر دې وړاندې هم په بدخشان کې د ګومارنو، کانونو او د دې ډلې د مشرتابه د تګلارو پر سر د اختلافاتو له امله د طالبانو د یو شمېر سیمه‌ییزو قوماندانانو او چارواکو د ګوښه کولو، نیولو او لرې کولو راپورونه خپاره شوي و.

طالبانو په ننګرهار کې راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې د ۴۵۶ نومرو د وېشلو خبر ورکړی

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۴ GMT+۱
طالبانو په ننګرهار کې راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې د ۴۵۶ نومرو د وېشلو خبر ورکړی
100%

د طالبانو د ننګرهار د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، د روداتو ولسوالۍ په تور راغه ښارګوټي کې یې راستنو شویو کورنیو ته ۴۵۶ د استوګنې نومرې وېشلې دي.

د یاد ریاست رییس احمدالله زاهد ویلي، راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې د نومرو د وېش بهیر هره ورځ له ځنډ پرته دوام لري او هڅه کېږي مستحقې کورنۍ ژر خپلو نومرو ته لاسرسی ومومي.

د نوموړي په وینا، د ښارګوټو د پراختیا ترڅنګ به د اوبو رسولو او نورو بنسټیزو اسانتیاوو د برابرولو لپاره هم بېلابېلې پروژې پلې شي، څو راستنې شوې کورنۍ له لومړنیو خدماتو برخمنې شي.

په یو شمېر ولایتونو کې عامو خلکو د طالبانو د ځمکو د وېش پر دغه بهیر نیوکې او اعتراضونه کړي او وايي، په ځینو مواردو کې یې د خلکو ځمکې وېشلې دي.

طالبانو په بدخشان کې د «ځانګړي اوپراتیفي ماموریت» لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۵۳ GMT+۱
طالبانو په بدخشان کې د «ځانګړي اوپراتیفي ماموریت» لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې
100%

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلي مکتوب له مخې، د طالبانو رییس‌الوزرا په بدخشان کې د امنیت د ټینګښت لپاره د دفاع وزارت او استخباراتو ګډه عملیاتي طرحه تایید کړې، چې د پلي کېدو لپاره پکې د ۵۰ میلیونه افغانیو بودجه غوښتل شوې ده.

سرچینې وایي، دا بودجه به له پاکستان سره پر پوله د بدخشان ولایت د کران او منجان ولسوالۍ په سیمه کې د یوې سرحدي لوا د جوړولو لپاره ولګول شي.

100%

د طالبانو د دفاع وزیر، مولوي یعقوب مجاهد، د روان ۱۴۰۵ کال د غبرګولي په میاشت کې دا مکتوب د دې ډلې رییس‌الوزرا ته استولی و.

د طالبانو رییس‌الوزرا، ملا حسن اخند، مکتوب منظور کړی او د مالیې وزارت ته یې سپارښتنه کړې چې لازم اقدامات ترسره کړي.

په مکتوب کې راغلي چې د طالبانو د دفاع وزارت او استخباراتو د «بدخشان د امنیت د تامین او د هر ډول ګواښونو د مخنیوي» لپاره یوه عملیاتي طرحه چمتو کړې ده، خو د هغې د جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

باوري سرچینې وایي، د دغې طرحې لپاره ځانګړې شوې ۵۰ میلیونه افغانۍ به د بدخشان ولایت د کران او منجان ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې، له پاکستان سره پر پوله، د یوې نوې سرحدي لوا د جوړولو لپاره ولګول شي.

د سرچینو په وینا، د دې لوا د جوړولو عملي چارې تر اوسه نه دي پیل شوې.

په مکتوب کې لیدل کېږي چې د طالبانو د دفاع وزیر له رئیس‌الوزرا غوښتي، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره دې د دفاع وزارت له بودجې څخه د ۵۰ میلیونه افغانیو د ځانګړي کولو او تادیې منظوري ورکړي.

د طالبانو چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د بدخشان د امنیت د تامین او د دغې عملیاتي طرحې د پلي کولو لپاره د دغې بودجې د ځانګړي کولو په اړه څه نه دي ویلي.

د منتقدینو په باور په بدخشان کې د یوه عملیاتي ماموریت لپاره د دغې لویې بودجې ځانګړي کول د هېواد په شمال‌ختیځ کې د خپلې مرکزي واکمنۍ د پیاوړتیا لپاره د طالبانو د رهبرۍ هڅې ښيي.

داسې ښکاري چې دا اقدام په ورته وخت کې د سیمه ییزو قوماندانانو د زیاتېدونکو ناخوښیو د کابو کولو او له پاکستان سره پر پوله د طالبانو ضد تحرکاتو د مخنیوي لپاره ترسره شوی وي.

طالبان وايي د سالنګ لویه لار به د ټېلري موټرو پر مخ تر بلې خبرتیا پورې تړلې وي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۴۰ GMT+۱
طالبان وايي د سالنګ لویه لار به د ټېلري موټرو پر مخ تر بلې خبرتیا پورې تړلې وي
100%

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویلي، د سالنګونو پر لویه لار د اساسي بیارغونې چارې روانې دي او د دغو چارو د چټکتیا او ښه ترسره کېدو لپاره به د چڼګاښ له ۱۹مې نېټې د سالنګونو لویه لار د درنو بار وړونکو (ټېلري) موټرو پر مخ تر بلې خبرتیا پورې وتړل شي.

دغه وزارت د سې‌شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پرېکړه د سالنګونو د بیارغونې د چارو د اسانه او خوندي ترسره کېدو لپاره شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د تړل کېدو موده به تر بلې خبرتیا پورې دوام ولري او یوازې درانه بار وړونکي موټر به د دغې لارې له کارولو منع وي.

سالنګ لویه لار، چې د افغانستان شمال او سویل سره نښلوي، د هېواد له مهمو ترانزیټي او سوداګریزو لارو څخه ګڼل کېږي او د دې لارې هر ډول محدودیت د سوداګریزو توکو پر لېږد او تګ راتګ اغېز کولی شي.

عبدالسلام حنفي: جګړو او د متخصصو کادرونو کمښت د افغانستان روغتیايي خدمتونه اغېزمن کړي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۱
عبدالسلام حنفي: جګړو او د متخصصو کادرونو کمښت د افغانستان روغتیايي خدمتونه اغېزمن کړي
100%

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي، ویلي چې په افغانستان کې جګړو، د طبي تجهیزاتو کمښت او د مسلکي بشري ځواک نشتوالي د هېواد پر روغتیايي خدمتونو او د طبابت پر کیفیت منفي اغېز کړی دی.

حنفي دغه څرګندونې د کابل د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون د ډاکټرانو لپاره د «طبابت خدمتونو د کیفیت لوړولو» په سیمینار کې کړې دي.

هغه ویلي، د اوږدو جګړو له امله د هېواد روغتیايي سکټور له ګڼو ستونزو سره مخ شوی او د طبي تجهیزاتو کمښت او د متخصصو کادرونو نشتوالي د روغتیايي خدمتونو کیفیت اغېزمن کړی دی.

د طالبانو د اداري مرستیال په وینا، د طبابت د اخلاقو رعایت د ډاکټر او ناروغ ترمنځ د باور د پیاوړتیا لپاره مهم دی او روغتیايي کارکوونکي باید د خپلو مسلکي او اخلاقي مسوولیتونو په ترسره کولو کې جدي پاملرنه وکړي.

حنفي زیاته کړې، چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د روغتیايي سکټور اړتیاوو ته رسېدنه وکړي او د هېواد روغتیايي خدمات په تدریجي ډول ښه کړي.

نوموړي همداراز ډاډ ورکړ، چې د روغتیايي سکټور د اړتیاوو د پوره کولو لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.

د افغانستان روغتیايي سکټور په داسې حال کې د تجهیزاتو او متخصصو کادرونو له کمښت سره مخ دی چې نړیوالو بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړی، د بودجې کمښت او د نړیوالو مرستو راکمېدو د هېواد پر روغتیايي خدمتونو فشار لا زیات کړی او د میلیونونو افغانانو روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی له ګواښ سره مخ کړی دی.