یو افغان متقاعد جنرال: پنځه کاله کېږي چې تنخوا مې نهده اخیستې

د کورنیو چارو وزارت یو متقاعد جنرال افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې پنځه کاله کېږي نه یې تنخوا اخیستې او نه یې تقاعد. د هغه په خبره، متقاعدین څو ځلې د طالبانو یاد وزارت ته ورغلي؛ خو هیڅ پایله یې نهده ترلاسه کړې.
نوموړی زیاتوي، دغه پيغام یې د کورنیو چارو وزارت د شاوخوا ۴۰۰ متقاعدینو په استازیتوب لېږلی او هیله یې څرګنده کړې چې غږ یې د طالبانو تر اړوندو مسوولینو ورسېږي. د هغه په خبره؛ د جمهوري نظام تر ړنګېدو وروسته یې د تقاعد ټول اسناد بشپړ کړي؛ خو پنځه کاله کېږي، چې طالبان نه تنخوا ورکوي او نه هم تقاعد.
نوموړي دا هم ویلي، چې د یادې ستونزې د حل په موخه د طالبانو کورنیو چارو وزارت ته هم ورغلي؛ خو هیڅ ځواب یې نهدی تر لاسه کړی. تر دې وړاندې هم د تېر حکومت متقاعدینو په وار، وار لاریون کړی و او له طالبانو یې د خپلو حقونو د ورکړې غوښتنه کړې وه.
د طالبانو مالیې وزارت وړاندې اعلان کړی و، چې د ځینو ادارو د متقاعدینو تنخواوې به بېرته پیل کړي؛ خو د ډېرو متقاعدینو په وینا، هغوی لاهم نهدي توانېدلي چې خپلې تنخواوې ترلاسه کړي او له اقتصادي پلوه له جدي ستونزو سره مخ دي.
