• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا یوې محکمې د ۱۵ وسله والو د نیولو لپاره نغدي انعامونه اعلان کړل

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۱۱ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا د کورنیو چارو محکمې د دیر ولسوالۍ د ۱۵ مطلوبو وسله والو نوی نوملړ خپور کړی او د هغوی د نیولو یا د نیولو په برخه کې د معلوماتو ورکولو په بدل کې یې د میلیونونو کلدارو نغدي انعامونه اعلان کړي دي.

د یادې محکمې د اعلامیې له مخې، د نوملړ له کسانو څخه د خورشید او همدارنګه د شیر امین، چې په «کاکا» مشهور دی، د نیولو یا د هغوی په اړه د کره معلوماتو ورکولو په بدل کې د هر یوه لپاره یو، یو کروړ پاکستانۍ کلدارې انعام ټاکل شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د قاري احسان او شیر عالم د نیولو لپاره ۶۰، ۶۰ لکه پاکستانۍ کلدارې انعام اعلان شوی دی.

همدارنګه د سپین شاه، اعجاز او یو شمېر نورو مطلوبو کسانو پر سر ۵۰، ۵۰ لکه پاکستانۍ کلدارې او د کفایت، حضرت حسین، شریف الله او یو شمېر نورو کسانو د نیولو لپاره ۴۰، ۴۰ لکه پاکستانۍ کلدارې انعام ټاکل شوی دی.

د خېبر پښتونخوا د کورنیو چارو محکمې او د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) له خلکو غوښتي چې که د دغو مطلوبو کسانو په اړه کره او د باور وړ معلومات لري، له امنیتي ادارو سره یې شریک کړي.

سي ټي ډي ویلي، د معلوماتو ورکوونکو هویت به په بشپړ ډول خوندي وساتل شي او د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ به قانوني اقدامات ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې په خېبر پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو کې امنیتي پېښې او د وسلوالو بریدونه زیات شوي او پاکستاني امنیتي ادارو د وسلوالو پر ضد خپل عملیات هم پراخ کړي دي.

ترویج لرونکی

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي
۱

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي

۲

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۳

طالبانو په بدخشان کې د «ځانګړي اوپراتیفي ماموریت» لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې

۴

د خیبر پښتونخوا یوې محکمې د ۱۵ وسله والو د نیولو لپاره نغدي انعامونه اعلان کړل

۵

اشرف غني: پر افغانستان د پاکستان برید یوازې امنیتي پېښه نه، بلکې ملي خبرداری دی

•
•
•

نور کیسې

پي‌ټي‌اېم: د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې مخکښ غړي لادرکه او ځينې یې په کلونو بنديان دي

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۲۱ GMT+۱
پي‌ټي‌اېم: د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې مخکښ غړي لادرکه او ځينې یې په کلونو بنديان دي
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) د خپلو څو هغو مخکښو غړو لپاره کمپاين پيل کړی، چې ځينې یې د غورځنګ په وينا، له يوې مودې راهيسې لادرکه او ځينې یې له کلونو راهيسې د پاکستان په زندانونو کې دي.

ياد کمپاين ته «د استعمار پر وړاندې په کلکه ولاړ، د وخت تر ټولو پیاوړي او ستر مبارزين» نوم ورکړل شوی دی.

د خيال محمد نورزي په نوم يو تن چې ځان د پي‌ټي‌اېم غړی معرفي کوي، د غورځنګ د زنداني او لادرکه مبارزينو په اړه خپرو کړو جزيیاتو کې وويل: «علي وزير له ۶۹۶ ورځو، حاجي صمد له ۵۴۸ ورځو او عثمان زيارمل له ۲۵ راهيسې په زندانونو کې دي. نورالله ترين او حنیف پشتين له ۲۳۰، ۲۳۰ ورځو، فريد اپريدی له ۴۱ ورځو او زبېر شاه اغا له دوو ورځو راهيسې لادرکه دي».

د کمپاين په اعلاميه کې زياته کړل شوې: «دا هغه شخصیتونه دي، چې د اشغال، ظلم او بهرني تسلط پر وړاندې په پوره زړورتیا او ثبات ولاړ دي. دوی د خپل ملت د ازادۍ، ځواکمنۍ او عزت لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او له سختو فشارونو، ګواښونو او ستونزو سره سره له خپلې لارې نه اوړي».

په اعلامیه کې راغلی، چې د دوی دریځ، مبارزه او مقاومت د میلیونونو خلکو لپاره د الهام سرچینه ګرځېدلې او دا ثابتوي چې د ازادۍ غوښتنه په زور او جبر نه شي چوپ کېدای او زیاتوي، همدا د حق، مقاومت او نه ماتېدونکي هوډ ژوندي سمبولونه دي.

پي‌ټي‌اېم د جبري لادرکه کېدنو سمدستي پای ته رسولو، د ټولو لادرکه شویو کسانو د سمدستي خوشې کولو، د جعلي نښتو د مخنیوي، د بشري سرغړونو او د پښتنو په سيمه کې د امنیت او عدالت يقيني کولو غوښتنې وړاندې کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې د پي‌ټي‌اېم د مبارزينو پر ضد اکثر د پاکستان پر وړاندې د خاينتوب، د پاکستاني ادارو پر ضد د خلکو راپارولو او دې ته ورته نورو تورونو قضيې ثبت شوي، خو پي‌ټي‌اېم د خپلو مبارزينو پر ضد جوړې قضيې جعلي بولي.

د پاکستان حکومت د کال ۲۰۲۴م د اکتوبر میاشتې له شپږمې راهیسې پښتون ژغورنې غورځنګ ناقانونه ډله ګرځولې ده.

په خیبر پښتونخوا کې د ښځو کمېسیون: د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوي

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۸ GMT+۱
په خیبر پښتونخوا کې د ښځو کمېسیون: د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوي
100%

په خیبر پښتونخوا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر زیاتېدونکو پېښو د ښځو د وقار لپاره د خیبر پښتونخوا د ښځو د وضعیت د ارزونې کمېسیون سخته اندېښنه ښودلې او د دغو پېښو غندنه یې کړې ده.

دغه کمېسيون د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) په یوې خبرپاڼه کې وويل، کورني تاوتریخوالی، جنسي تېری، د جنسي تېري هڅه، له ماشومانو سره جنسي زور زیاتی، تښتونه، ځورونه، غیرقانوني توقیف، د ناموس په نوم جرمونه او د ښځو د اساسي بشري حقونو هر ډول سرغړونه د منلو وړ نه‌ده او په داسې جرمونو کې د ښکېلو کسانو پر وړاندې له قانون سره سم سخت ګامونه پورته کول اړین دي.

دغه کمېسیون څرګنده کړې، چې په تېرو څلورو اونیو کې یې په پېښور، نوښار، مردان، کوز دیر، ټانک, خیبر، ایبټ اباد او سوات ولسواليو کې په ټولیزه توګه پر ۱۶ قضیو کار کړی او په پېښو کې یې د کورني تاوتریخوالی، جنسي تېري، د جنسي تېري هڅه، له ماشومانو سره جنسي زیاتی، تښتونه، ځورونه، غیرقانوني بند، کورنۍ شخړې او د شکمن قتل په څېر جدي مسایل په ګوته کړي دي.

د کمیسیون مشرې ډاکټر سمیرا شمس وویل، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي هره پېښه د ټولې ټولنې لپاره د اندېښنې وړ ده.

هغې پر خپل هوډ ټینګار وکړ، چې کمیسیون به یې د داسې ټولو قضیو پرله پسې څارنې ته دوام ورکړي او همداراز به د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي لا پیاوړې کړي او د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي، چې قربانیانو ته پر وخت خوندیتوب، قانوني مرسته او عدالت چمتو شي او قانون ماتوونکو ته له قانون سره سم سخته سزا ورکړل شي.

کمیسیون له خلکو هم غوښتنه کړې، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي یا ناوړه ګټه اخیستنې د هرې پېښې خبر اړوندو ادارو یا د ښځو د وقار کمېټې ته ورکړي، څو سمدستي قانوني او حفاظتي ګامونه واخیستل شي.

پاکستاني طالبانو د باجوړ او مهمندو ترمنځ د خپل یوه جګپوړي قوماندان د وژل کېدو خبر ور کړی

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۵۱ GMT+۱
پاکستاني طالبانو د باجوړ او مهمندو ترمنځ د خپل یوه جګپوړي قوماندان د وژل کېدو خبر ور کړی
100%

د پاکستاني طالبانوغورځنګ ویلي چې د دوی یو جګپوړی قوماندان د پاکستاني ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی. یاده ډله وايي، قوماندان خان فروش په افغانستان کې نه بلکې، د باجوړ او مومندو ترمنځ په «کوه مور» سیمه کې د چاپې پرمهال وژل شوی.

د ډلې د ادعا له مخې، د باجوړ او مومندو ترمنځ په غرنۍ سیمه «کوه مور» کې د پاکستاني ځواکونو د چاپې پر مهال د باجوړ اوسېدونکی قوماندان خان فروش، چې په زابل مشهور و، له درېو نورو ملګرو سره وژل شوی دی.

پاکستاني طالبانو ویلي، چې یاده سیمه له ډیورنډ کرښې لسګونه کیلومتره لرې د مهمند او باجوړ ترمنځ پرته غرنۍ سیمه ده او د پاکستان د پوځ هغه ادعا ردوي چې ګواکې یاد کسان په کونړ کې د تېرې شپې په هوايي بمبارۍ کې وژل شوي دي.

خان فروش، چې په زابل مشهور و، د باجوړ ولسوالۍ د خار تحصیل اوسېدونکی او د جماعت الاحرار ډلې سیمه‌ییز قوماندان و. د راپورونو له مخې، د نوموړي پر سر دوه میلیونه پاکستانۍ روپۍ جایزه ټاکل شوې وه.

په ورته وخت کې، پاکستاني طالبانو ویلي، چې پاکستاني جنګي الوتکو یو ځل بیا د افغانستان په خاوره بمباري کړې، چې له امله یې ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو، ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یو شمېر رسنیو له دې وړاندې د پاکستاني سرچینو له قوله ویلي وو، چې د پاکستان ځواکونو د هوايي بریدونو ترڅنګ په افغانستان کې ځمکني عملیات هم کړي، خو افغان طالبانو او نه هم د سیمې خلکو دا خبر تایید کړی دی.

نثار باز: پاکستان له ۷۰ کلونو راهيسې قبایلي ولسوالۍ د خپلو ګټو او پردیو جګړو لپاره کارولي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۰۷ GMT+۱
نثار باز: پاکستان له ۷۰ کلونو راهيسې قبایلي ولسوالۍ د خپلو ګټو او پردیو جګړو لپاره کارولي
100%

د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي نثار باز خان ويلي، له ۷۰ کلونو راهېسي پاکستان، قبايلي ولسوالۍ د خپلو ګټو او پرديو جګړو لپاره کارولي دي. د هغه په وینا، اسلام‌اباد له خیبر پښتونخوا سره هېڅکله کړې ژمنې نه‌دي عملي کړي.

د خيبر پښتونخوا د اسمبلۍ او عوامي نشنل ګوند غړي د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) د اسمبلۍ غونډې ته په خپله وينا کې وويل: «موږ دا په دلایلو ثابتولی شو چې پنجاب پاکستان دی او پاکستان پنجاب او دا هېواد یوازې پنجاب خوړلی دی».

نوموړي په پنجاب ايالت کې د یوې نوې لویې لارې پروژې ته په اشارې سره وويل، «پر نوې اېم-۱۳ کهاریان-راولپنډۍ موټروې او د پنجاب پر بنسټیزو پروژو میلیارډونه روپۍ لګول کېږي، په داسې حال کې چې خیبر پښتونخوا او بلوچستان نن هم له بنسټیزو اړیکو، خرابو سړکونو او اقتصادي ستونزو سره مخ دي».

نثار باز په قبايلي ولسوالیو کې ستونزو ته په نغوتې سره زياته کړه، کله قبايلي سيمې په ايالت کې ورګډول کېدل، نو له دغه سيمې سره هر کال د ۱۰۰ میلیارده روپیو ورکولو ژمنه شوې وه، چې تر اوسه نه ده پوره شوې او په باجوړ کې په ۲۰۰۸م کال کې د ترهګرۍ پر ضد جګړې پر مهال ويجاړ شوي سړکونه لا هم په خپل پخواني حالت کې دي.

هغه په قبايلي سيمو کې د امنیت په اړه پوښتنې راپورته کړې: «۳۰۰۰ میلیارده روپۍ پر دفاع لګول کېږي، خو له دې سره سره موږ نن هم ناامنه یو. په باجوړ کې نن هم ډرون بریدونه کېږي. زموږ سړکونه نن هم ویجاړ دي او د پردیو جګړو له امله بند دي، چې کله پوښتنه وشي نو د وسله والۍ پلمه جوړیږي. ۲۵ کاله تېر شول، دومره عملیات وشول، خو پایله یې څه شوه»؟

نثار باز په قبايلي ولسوالیو او ملاکنډ ډويژن کې د مالياتو د نفاذ مخالفت څرګند کړ او ویې ويل، ګوند به یې پر دې ظلم چوپ پاتې نه‌شي او «موږ به د دې پر ضد پیاوړی غږ پورته کړو».

پاکستاني امنیتي ځواکونه د بنو په عملیاتو کې د اووه وسله‌والو د وژلو ادعا کوي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۹ GMT+۱
پاکستاني امنیتي ځواکونه د بنو په عملیاتو کې د اووه وسله‌والو د وژلو ادعا کوي
100%

پاکستاني امنیتي ځواکونو ادعا کړې، چې د پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پر مهال لږ تر لږه ۷ وسله وال وژلي دي. دا ادعا داسې مهال کېږي چې نن د بنو په خوجړي سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د یوې سیمه‌ییزې خیریه موسسې پر امبولانس ډزې کړي، چې له امله یې څلور کسان وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنۍ «ډان» د خبر له مخې، امنيتي سرچينو ادعا کړې، چې ځواکونو یې د باکا خېل علاقدارۍ په غوړه باکا خېل سیمه کې عملیات ترسره کړي او یو شکمن موټر یې په نښه کړی چې ویل کېږي له وسلو او چاودېدونکو توکو ډک و.

د سرچینو په وینا، ځواکونو ته د وسله والو د شکمن حرکت په اړه د باور وړ معلومات ترلاسه شوي وو دوی د استخباراتي معلوماتو له مخې په چټکۍ سره اقدام وکړ او یاد شکمن موټر یې چې یوه دولتي ښوونځي ته نږدې ولاړ و، د کواډکوپټر په وسیله په نښه کړ.

امنیتي سرچینو زیاته کړې چې چاودنې موټر په بشپړ ډول ویجاړ کړ او لومړني راپورونه ښيي چې په موټر کې سپاره ټول له «اوو څخه تر اتو» پورې وسله وال ځای پر ځای وژل شوي دي، سيمه کلابنده کړل شوې او د لټون عمليات هم پيل کړل شوي دي.