طالبانو په پنجشېر کې د نږدې ۲۰۰ زره ډالرو په ارزښت زمرد پلورلي

د طالبانو د پنجشېر ولایت ویاند، سیفالدین لټون، ویلي چې د دغه ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۳۲۹۷ قیراطه زمرد د ۱۹۸ زره او ۳۷۰ امریکایي ډالرو په ارزښت پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي دي.

د طالبانو د پنجشېر ولایت ویاند، سیفالدین لټون، ویلي چې د دغه ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۳۲۹۷ قیراطه زمرد د ۱۹۸ زره او ۳۷۰ امریکایي ډالرو په ارزښت پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي دي.
لټون ویلي، د زمردو د پلور دغه بهیر د کانونو د قانون له مخې ترسره شوی او په داوطلبانه ډول کورنیو سوداګرو ته د خرڅلاو زمینه برابره شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې د قطر سفیر مردف القاشوطي او امیرخان متقي د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د ګډو ګټو پر یوشمېر سیمهییزو موضوعاتو خبرې کړې دي. طالبانو له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو په پراختیا کې د قطر د رول او هڅو ستاینه کړې.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د سېشنبې په ورځ (د چنګاښ ۹مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې امیرخان متقي په دغه لیدنه کې د طالبانو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې د قطر د رول او هڅو ستاینه کړې. په دغه ناسته کې دواړه خواوو خپل منځنۍ اړیکې مثبتې او پیاوړې ګڼلې دي.
د قطر سفیر القاشوطي ویلي: «قطر د منځګړیتوب بهرني سیاست په چوکاټ کې د طالبانو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل او اړیکو پراختیا ملاتړ ته ژمن دی». قطر له طالبانو سره نږدې اړيکې لري او له یادې ډلې سره یې په بېلابېلو بشري برخو کې مرستې هم کړې دي.
خو دغه هېواد لاتراوسه طالبان په رسميت نهدي پېژندلي.
د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح، ادعا کړې چې که په راتلونکې اوونۍ کې په پکتیا ولایت کې ټاکنې ترسره شي، له ۹۰ سلنې ډېر خلک به جمهوري نظام، د افغانستان اساسي قانون او ملي بیرغ ته رایه ورکړي.
صالح د سېشنبې په ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي، طالبان د پکتیا د خلکو استازیتوب نه کوي او دغه ولایت، د افغانستان د ډېرو نورو سیمو په څېر، د طالبانو تر واک لاندې دی.
هغه طالبان یوه توندلاره او افراطي لږکۍ ډله بللې او ادعا یې کړې چې دغه ډله په پاکستان کې رامنځته شوې او د «ناپاکو جیوپولیټیکي لاسونو» له ملاتړ څخه برخمنه ده.
د نوموړي په وینا، پکتیا د ترهګرو ځاله نه ده او عادي خلک ان طالبانو ته هم اسانه لاسرسی نه لري، ځکه نه شي کولای د هغوی پر سیاستونو او هغو تګلارو اغېز وکړي چې صالح یې «د هېواد له ګټو سره په ټکر کې او تبعیضي تګلارې» بولي.
صالح همداراز ویلي، طالبان له هرې هغې وسیلې او لارې سره مخالفت لري چې خلک پیاوړي کوي. هغه د ځیرکو ټیلیفونونو پر کارولو د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې ویلي، د دغې ډلې وېره هم له همدې امله ده.
د هلمند ولایت د موسیکلا ولسوالۍ ځینو قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبان د کوکنارو د کښت د اړولو پر مهال د خلکو کورونو ته ننوځي. د دوی په وینا، طالبان په داسې وخت کې هم کورونو ته ننوځي چې په کورونو کې نارینه حضور نه لري او دا کړنه د خلکو له نیوکو سره مخ شوې ده.
له سیمې څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دوه ورځې وړاندې د چنګاښ پر ۷مه د هلمند ولایت د موسیکلا ولسوالۍ اړوند د بابا سیمې اوسېدونکي راټول شوي وو.
هغه ویډیو چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، پکې څرګندېږي چې د سیمې زیات شمېر قومي مشران په جرګه شوي دي او ویلي یې دي چې خپل شکایت به د طالبانو مشر ملا هبتالله ته ورسوي.
د دوی نیوکه دا ده چې د طالبانو ځواکونه د نارینهوو له شتون پرته د خلکو کورونو ته ننوتلي او د کوکنارو کښتونه یې اړولي دي.
د طالبانو دې کړنې د سیمې د خلکو غوسه راپارولې ده. دوی ویلي چې د تېر جمهوري نظام پر مهال یې د دولت پر ضد د طالبانو ملاتړ کړی، هغوی ته یې په خپلو کورونو کې ډوډۍ ورکړې، خو اوس همدغو طالبانو ورسره ناوړه چلند پیل کړی دی.
یو قومي مشر په خپلو خبرو کې ویلي، که د طالبانو مشر ملا هبتالله د طالبانو له لوري له ولسي خلکو سره د روان ناوړه چلند څخه خبر شي، نو پر دې به سخت خواشینی شي.
له سیمې څخه په رسېدلو انځورونو کې ښکاري چې کوکنار د کورونو په انګړونو کې کرل شوي دي، خو لا تر اوسه دغه بوټي تازه راشنه شوي دي.
ځايي سرچینو د غويي پر ۱۳مه افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې د افغانستان د سویل لوېدیځو ولایتونو، هلمند، فراه، ارزګان او کندهار، په یو شمېر سیمو کې تریاک دننه په کورونو او کلاوو کې کرل شوي دي.
د سرچینو په وینا، له دې وړاندې د طالبانو د تریاکو د مخنیوي ډلې کسانو د خلکو کورونو، مېلمستونونو او باغونو ته په زور ننوتل او په یو شمېر سیمو کې یې له خلکو سره شخړې هم کړې وې.
ځايي اوسېدونکو ویلي چې د طالبانو د مشر ملا هبتالله له حکم وروسته، په کورونو او باغونو کې د کوکنارو د اړولو لړۍ درېدلې ده.
د روان کال په وري میاشت کې د طالبانو د کندهار د امر بالمعروف ریاست یو مکتوب افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی و، چې پکې له محتسبانو غوښتل شوي وو، د ملا هبتالله د یوه فرمان پر بنسټ، د کندهار د غورک ولسوالۍ په کورونو او باغچو کې د کوکنارو د اړولو په موخه له ننوتلو ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د ملا هبتالله اخوندزاده په امر، په ټول هېواد کې د نشهیي توکو کښت منع اعلان کړی دی.
نړۍوال بانک په یوه راپور کې ویلي، چې افغانستان په وروستیو میاشتو کې د وارداتو او ترانزیټ په برخه کې په زیاتېدونکي ډول پر ایران تکیه کړې. د یاد بانک په وینا؛ دغه وضعیت افغانستان د سیمهییزو سیاسي کړکېچونو، د پولو تړل کېدو او د لوجستیکي ستونزو پر وړاندې له پراخو ګواښونو سره مخ کوي.
د یاد بانک د راپور له مخې؛ یوازې په مئ میاشت کې د افغانستان ۵۶ سلنه واردات یا په مستقیمه توګه له ایران نه راغلي او یا د دغه هېواد له لارې تېر شوي، په داسې حال کې چې ۴۱ سلنه نور واردات د منځنۍ اسیا له لارو دغه هېواد ته رسېدلي دي.
راپور زیاتوي، چې ایران د روان مالي کال په لړ کې د افغانستان ۳۱.۶ سلنه، متحده عربي اماراتو ۱۲.۱ سلنه، چین ۱۱.۹ سلنه او ازبکستان ۸.۶ سلنه واردات تامین کړي.
نړۍوال بانک خبرداری ورکړی، چې د ایران پر ترانزیټي لارو زیاتېدونکې تکیه د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ جوړښت زیانمنوي. نړۍوال بانک همداراز په خپل راپور کې ویلي، که په افغانستان، پاکستان، منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د کرنې او خوړو په برخه کې اغېزمنې پانګونې او پالیسۍ عملي شي؛ نو تر ۲۰۵۰ کال پورې شاوخوا پنځه مېلیونه نوې دندې رامنځته کېدای شي.
د راپور له مخې؛ دا مهال د سیمې ۱۸ سلنه وګړي د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي او ۴۲ سلنه خلک د مغذي خوړو د پېرلو وس نهلري. نړۍوال بانک وایي، چې جګړه، د خوړو لوړې بیې او ناسمه تغذیه د سیمې له مهمو ستونزو څخه ده.
همداراز اټکل شوی، چې تر ۲۰۵۰کال پورې به د خوړو غوښتنه ۶۷ سلنه زیاته شي؛ نو له همدې امله د کرنې، اوبو لګولو او د خوړو تولید په برخه کې پراخې پانګونې او اصلاحات اړین بلل شوي دي.
د جون ۳۰مه د خواله رسنیو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. افغانستان یو له هغه هېوادونو دی، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د خواله رسنیو کاروونکي او فعالان پهکې له بېلابېلو محدودیتونو او ننګونو سره خپل فعالیتونه پر مخ وړي.
که څه هم خواله رسنۍ په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د معلوماتو د خپرولو، اړیکو ټینګولو او د خلکو د غږ رسولو مهمه وسیله ګرځېدلې ده؛ خو د طالبانو لهخوا لګېدلو محدودیتونو او څار یې پر ازاد فعالیت اغېز کړی دی.
د رسنیو فعالان او د خواله رسنیو کاروونکي وایي، د سیاسي، ټولنیزو او امنیتي موضوعاتو اړوند مطالب په ډېر احتیاط خپروي؛ ځکه د حسابونو تړل کېدو او احتمالي فشارونو وېره ورسره ده. د دوی په باور؛ دغه وضعیت د بیان ازادي محدوده کړې او خلک یې د خپلو نظرونو په څرګندولو کې احتیاط کولو ته اړ اېستي دي.
د خدیجې په نوم د کابل ښار یوې اوسېدونکې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې خواله رسنۍ اوس د پخوا په څېر نهشي کارولی. د هغې په وینا؛ په ځینو خواله رسنیو بندیز لګېدلی او یوازې د «ويپياېن» له لارې ورته لاسرسی شونی دی.
خدیجې زیاته کړه، هغه کسان چې د مخابراتي شبکو انټرنېټ کاروي له «ويپياېن» پرته ډېرو خواله رسنیو ته لاسرسی نهلري. د هغې په خبره؛ ان کله ناکله د «ويپياېن» په کارولو سره هم ځینې خواله رسنۍ لکه فېسبوک په سمه توګه کار نهکوي.
بل لور ته یوشمېر کاروونکي وایي، چې له محدودیتونو سره، سره خواله رسنۍ لاهم د معلوماتو شریکولو او د خلکو ستونزو بیانولو تر ټولو مهمه وسیله ده؛ په ځانګړي ډول هغه مهال چې رسمي رسنیو ته لاسرسی محدود وي.
د غزني یوه اوسېدونکې نرګس وایي، خواله رسنۍ اوس هم د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو د غږ رسولو مهمه وسیله ده. د هغې په وینا؛ ښځې د همدې لارې خپلې ستونزې، محدودیتونه او د ژوند سخت شرایط له نړۍ سره شریکوي.
خو ځینې نور کاروونکي بیا خواله رسنۍ د اندېښنې او ګواښ لامل بولي. ناصر (مستعار نوم) وایي، د ده یو خپلوان وروسته له هغې د طالبانو لهخوا ونیول شول چې په خواله رسنیو کې یې د طالبانو د کړنو په اړه نیوکه کړې وه.
د هغه په وینا؛ اوس خلک د طالبانو له وېرې نهشي کولی په ازاده توګه خپل نظر څرګند کړي، ځکه ښایي یوه عادي تبصره هم د نیول کېدو لامل شي. په ټولیز ډول که څه هم خواله رسنۍ په افغانستان کې د اړیکو، معلوماتو خپرولو او د خلکو د غږ رسولو مهم رول لري؛ خو د محدودیتونو، څار او د بیان ازادۍ پر وړاندې د شته خنډونو له امله یې فعالیتونه تر پخوا ډېر اغېزمن شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته پر خواله رسنیو او ډیجیټلي فضا بېلابېل محدودیتونه لګولي دي. د راپورونو له مخې؛ یادې ډلې د ټېکټاک، انسټاګرام او سنپ چټ په څېر رسنۍ بندې کړي، په ځینو مواردو کې یې د انټرنېټ پر کارونې لنډمهاله محدودیتونه هم لګولي وو او اوس یې په دولتي ادارو، پوهنتونونو او ځینو کاري ځایونو کې د ځیرکو موبایلونو کارول هم منع کړي دي.