د پېښور په حسنخېلو کې په ډرون بريد کې يوه ښځه وژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان شوي

په خيبرپښتونخوا کې امنیتي سرچیني وایي، چې د پېښور په حسن خېلو سيمه کې پر يوه کور د ډرون بريد له امله يوه ښځه وژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

په خيبرپښتونخوا کې امنیتي سرچیني وایي، چې د پېښور په حسن خېلو سيمه کې پر يوه کور د ډرون بريد له امله يوه ښځه وژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
د برید په اړه امنیتي سرچينو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تاييد کړه، چې دا بريد سه شنبې په شپه د حسن خېلو پولیس مرکز د ګارشامت خېل په سیمه کې په يوه کور شوی دی.
حسن خېل د خيبر ولسوالۍ سره په پوله پرته د پېښور ولسوالۍ سيمه ده.
سرچينې وویل، په پېښه کې پنځه تنه ژوبل او يوه ښځه وژل شوې ده.
په پېښه کې ژوبل کسان د پېښور لېډي ريډنګ روغتون ته لېږدل شوي دي.
د لېډي ريډنګ روغتون وياند افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، روغتون ته درې تنه نارينه، يوه ښځه او يوه بله ۱۶ نجلۍ راوړل شوي دي.
امنيتي سرچينې وويل، د ډرون بريد په اړه نور جزیات نه لري.
طالبانو ادعا کړې، د خيبرپښتونخوا په قمبرخيلو ساحه کې یې د داعشيانو په يو مرکز هوايي بريد کړی دی. قمبرخېل سيمه په خيبر ولسوالۍ کې موقعيت لري.

د پاکستان تر ولکې لاندې په کشمير کې د ولسي ګډې کاري کمېټې مشر شوکت نواز میر د پولیسو له لوري نیول شوی دی. کشميري چارواکو او ولسي ګډې کاري کمېټې هم د هغه نيول تاييد کړي دي.
ولسي ګډې کاري کمېټې وويل، «شوکت نواز مير ونيول شو خو غورځنګ نه دی درېدلی». یادې کمېټې زياته کړې، «له بده مرغه داسې ښکاري چې پرلت ته د رسېدو د هڅې پر مهال د جاسوسۍ یا د پولیسو او نورو ادارو د چاڼیزو عملیاتو له امله هغه نیول شوی دی».
کمېټې په اېکس وويل، «ولسي تحریکونه د کوم یو کس په تکیه نه چلیږي، دا نه یوازې د شوکت نواز میر تحریک دی او نه هم یوازې د مرکزي کمېټې د غړو، دا د ټول ولس تحریک دی او د کوم یو کس په نیول کېدو نه باید هیلې مړاوې شي او نه باید ګامونه ودرېږي.
په کشمیر کې وضعیت لا هم کړکېچن دی او دغه ډله خپل پرلت ته دوام ورکوي او ژمنه یې کړې چې تر هغه به خپل احتجاج جاري وساتي ترڅو چې د دوی «قانوني غوښتنې» پوره شوې نه وي.
د پاکستان د لاهور ښار د کاهنه سیمې د زده کړو په یوه خصوصي مرکز کې د چت د ناڅاپي پرېوتو له امله لږ تر لږه ۱۴ ماشومان مړه شوي دي. د روغتون مسوولینو تایید کړې چې د پېښې له ځایه ۱۹ ماشومان روغتون ته لېږدول شوي، چې له دې ډلې ۱۴ تنه مړه شوي او پاتې پنځه ماشومان ټپیان دي.
د ژغورنې ټیمونو د معلوماتو له مخې، دغه چت پر ۴ بجو او ۴۵ دقیقو هغه مهال راونړېد چې د زده کړو په دې مرکز کې له ۳۰ څخه زیات ماشومان په زدهکړو بوخت وو.
د ژغورنې ټیم ویاند، محمد فاروق، ویلي چې ژغورونکو تر ۲۰ زیات کسان ژوندي راایستلي، خو د ډېرو ماشومانو روغتیایي وضعیت نازک دی. د هغه په وینا، د راایستل شویو ماشومانو له درېیمې برخې څخه په زیاتو کې د ژوند نښې نه دي پاتې.
د پاکستان د لاهور پولیسو د معلوماتو له مخې، له دې پېښې وروسته د ودانۍ د مالک په ګډون ۱۲ کسان نیول شوي دي.
چارواکو ویلي، د ژغورنې عملیات نږدې بشپړ شوي او د پېښې د اصلي لامل د معلومولو لپاره هراړخیزې پلټنې پیل شوې دي.
د خېبر پښتونخوا د کورنیو چارو محکمې د دیر ولسوالۍ د ۱۵ مطلوبو وسله والو نوی نوملړ خپور کړی او د هغوی د نیولو یا د نیولو په برخه کې د معلوماتو ورکولو په بدل کې یې د میلیونونو کلدارو نغدي انعامونه اعلان کړي دي.
د یادې محکمې د اعلامیې له مخې، د نوملړ له کسانو څخه د خورشید او همدارنګه د شیر امین، چې په «کاکا» مشهور دی، د نیولو یا د هغوی په اړه د کره معلوماتو ورکولو په بدل کې د هر یوه لپاره یو، یو کروړ پاکستانۍ کلدارې انعام ټاکل شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې د قاري احسان او شیر عالم د نیولو لپاره ۶۰، ۶۰ لکه پاکستانۍ کلدارې انعام اعلان شوی دی.
همدارنګه د سپین شاه، اعجاز او یو شمېر نورو مطلوبو کسانو پر سر ۵۰، ۵۰ لکه پاکستانۍ کلدارې او د کفایت، حضرت حسین، شریف الله او یو شمېر نورو کسانو د نیولو لپاره ۴۰، ۴۰ لکه پاکستانۍ کلدارې انعام ټاکل شوی دی.
د خېبر پښتونخوا د کورنیو چارو محکمې او د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) له خلکو غوښتي چې که د دغو مطلوبو کسانو په اړه کره او د باور وړ معلومات لري، له امنیتي ادارو سره یې شریک کړي.
سي ټي ډي ویلي، د معلوماتو ورکوونکو هویت به په بشپړ ډول خوندي وساتل شي او د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ به قانوني اقدامات ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې په خېبر پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو کې امنیتي پېښې او د وسلوالو بریدونه زیات شوي او پاکستاني امنیتي ادارو د وسلوالو پر ضد خپل عملیات هم پراخ کړي دي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د بلوڅ یووالي کمېټې د مشرې ماهرنګ بلوڅ او صبغتالله شاه بلوڅ ته د عمري بند سزا پر ضد د اعتراضونو پر دوام پولیسو د احتجاج پرمهال یوشمېر نور معترضان هم نیولي دي.
د معترضانو د کورنیو په وینا؛ ټاکل شوې وه چې د برما هوټل په سیمه سریاب کې سولهییز احتجاج ترسره شي، خو د اعتراض له پیلېدو مخکې پولیس او امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي وو.
د دوی په خبره؛ د احتجاج له پیل سره سم امنیتي ځواکونو د معترضانو د خورولو هڅه وکړه او له دې سره سم یوشمېر د بلوڅ یووالي کمیټې غړي يې ونيول. تر نیولو وروسته معترضانو د بشیر څلور لاره وتړله او خپل احتجاجي پرلت يې پیل کړ.
هغوی ویلي، تر هغه چې ټول نیول شوي کسان خوشې نهشي پرلت به دوام ولري. معترضانو د کوټې له اوسېدونکو، د بشري حقونو له بنسټونو، وکیلانو، سیاسي فعالانو او مدني ټولنې غوښتي، چې له دوی سره یوځای شي او د عدالت، اساسي حقونو او د قانون حاکمیت ملاتړ وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ نادیه بلوڅ او یوشمېر نورو سیاسي فعالانو د کوټې پرېس کلب مخې ته د ورکو کسانو په احتجاجي کمپ کې یوه مطبوعاتي غونډه وکړه.
د غونډې پرمهال ناديه بلوڅ د ماهرنګ بلوڅ او صبغتالله شاه بلوڅ د عمري بند سزا د عدالت له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې وبلله او ادعا یې وکړه، چې بلوچستان کې د سیاسي فعالانو، د بشري حقونو د مدافعینو او نیوکه کوونکو غږونو د ځپلو لپاره منظمه تګلاره روانه ده.
د همدې خبري غونډې له پای ته رسېدو وروسته پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی زبیر شاه اغا هم ونيوه او نامعلوم ځای ته یې ولېږداوه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پيټياېم) د خپلو څو هغو مخکښو غړو لپاره کمپاين پيل کړی، چې ځينې یې د غورځنګ په وينا، له يوې مودې راهيسې لادرکه او ځينې یې له کلونو راهيسې د پاکستان په زندانونو کې دي.
ياد کمپاين ته «د استعمار پر وړاندې په کلکه ولاړ، د وخت تر ټولو پیاوړي او ستر مبارزين» نوم ورکړل شوی دی.
د خيال محمد نورزي په نوم يو تن چې ځان د پيټياېم غړی معرفي کوي، د غورځنګ د زنداني او لادرکه مبارزينو په اړه خپرو کړو جزيیاتو کې وويل: «علي وزير له ۶۹۶ ورځو، حاجي صمد له ۵۴۸ ورځو او عثمان زيارمل له ۲۵ راهيسې په زندانونو کې دي. نورالله ترين او حنیف پشتين له ۲۳۰، ۲۳۰ ورځو، فريد اپريدی له ۴۱ ورځو او زبېر شاه اغا له دوو ورځو راهيسې لادرکه دي».
د کمپاين په اعلاميه کې زياته کړل شوې: «دا هغه شخصیتونه دي، چې د اشغال، ظلم او بهرني تسلط پر وړاندې په پوره زړورتیا او ثبات ولاړ دي. دوی د خپل ملت د ازادۍ، ځواکمنۍ او عزت لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او له سختو فشارونو، ګواښونو او ستونزو سره سره له خپلې لارې نه اوړي».
په اعلامیه کې راغلی، چې د دوی دریځ، مبارزه او مقاومت د میلیونونو خلکو لپاره د الهام سرچینه ګرځېدلې او دا ثابتوي چې د ازادۍ غوښتنه په زور او جبر نه شي چوپ کېدای او زیاتوي، همدا د حق، مقاومت او نه ماتېدونکي هوډ ژوندي سمبولونه دي.
پيټياېم د جبري لادرکه کېدنو سمدستي پای ته رسولو، د ټولو لادرکه شویو کسانو د سمدستي خوشې کولو، د جعلي نښتو د مخنیوي، د بشري سرغړونو او د پښتنو په سيمه کې د امنیت او عدالت يقيني کولو غوښتنې وړاندې کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې د پيټياېم د مبارزينو پر ضد اکثر د پاکستان پر وړاندې د خاينتوب، د پاکستاني ادارو پر ضد د خلکو راپارولو او دې ته ورته نورو تورونو قضيې ثبت شوي، خو پيټياېم د خپلو مبارزينو پر ضد جوړې قضيې جعلي بولي.
د پاکستان حکومت د کال ۲۰۲۴م د اکتوبر میاشتې له شپږمې راهیسې پښتون ژغورنې غورځنګ ناقانونه ډله ګرځولې ده.