• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د خلکو عالي شورا له پاکستان نه غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ ودروي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۲۱ GMT+۱

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خلکو عالي شورا پوځي کمېټې د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ ودروي. یادې شورا ویلي، په دغه کډوالو کې پخواني پوځيان، خبریالان او مدني فعالان شامل دي چې افغانستان ته په ستنېدو سره د مرګ او شکنجې له ګواښ سره مخ کېږي.

دوی له ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې هم غوښتي، چې د دغه کسانو دوسیو ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي او خوندي هېوادونو ته یې ولېږدوي. د افغانستان د خلکو عالي شورا د بې‌اسناده افغانانو د اېستلو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پر وروستۍ پرېکړې اندېښنه څرګنده کړې.
یادې شورا د پاکستان له حکومته او نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د نړۍوالو حقونو د اصولو او انساني معیارونو په پام کې نیولو سره د کډوالو وضعیت وڅېړي. د دغه کډوالو لویه برخه د ۲۰۲۱کال په اګسټ میاشت کې د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته د خپل ځان او امنیت پر وړاندې د ګواښ له امله د هېواد پرېښودو ته اړه شوې.
د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه کسانو کې پخواني پوځيان، د تېر حکومت کارکوونکي، خبریالان، د مدني ټولنې فعالان، ښځې او نجونې شاملې دي چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو په صورت کې به د نیول کېدو، شکنجې، لادرکه کېدو او ان د وژنې له جدي ګواښ سره مخ شي.
خبرپاڼه کاږي، چې بهر ته د لېږد لپاره د قانوني بهیر تر بشپړېدو وړاندې د دغه افغانانو جبري اېستل د کډوالو د ملاتړ له اصولو او د جبري ستنولو له اصل سره په ټکر کې دي. یادې شورا دارنګه له ملګرو ملتونو، مرستندویه هېوادونو، د بشري حقونو له بنسټونو او نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د دغه خوندیتوب لپاره بېړنی اقدام وکړي.

ترویج لرونکی

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی
۱

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی

۲

پاکستان وايي په کونړ، پکتیا او پکتیکا کې یې «هدفي هوایي بریدونه» ترسره کړي دي

۳

د پاکستان د جیو نیوز ټلویزیون خپرونې د ۱۵ ورځو لپاره وځنډول شوې

۴

ملګري ملتونه: وروستي ورښتونه د افغانستان د اوبو ژور بحران د جبران لپاره بسنه نه‌کوي

۵

له کابل نه تر ستنېدو وروسته قزاقستانی ډاکټر: د افغانستان وضعیت «جګړه‌ییز» دی

•
•
•

نور کیسې

کوټه کې د ماهرنګ بلوڅ په ملاتړ اعتراض؛ یوشمېر معترضان د پولیسو له‌خوا نیول شوي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۳۲ GMT+۱
کوټه کې د ماهرنګ بلوڅ په ملاتړ اعتراض؛ یوشمېر معترضان د پولیسو له‌خوا نیول شوي
100%

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د بلوڅ یووالي کمېټې د مشرې ماهرنګ بلوڅ او صبغت‌الله شاه بلوڅ ته د عمري بند سزا پر ضد د اعتراضونو پر دوام پولیسو د احتجاج پرمهال یوشمېر نور معترضان هم نیولي دي.

د معترضانو د کورنیو په وینا؛ ټاکل شوې وه چې د برما هوټل په سیمه سریاب کې سوله‌ییز احتجاج ترسره شي، خو د اعتراض له پیلېدو مخکې پولیس او امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي وو.
د دوی په خبره؛ د احتجاج له پیل سره سم امنیتي ځواکونو د معترضانو د خورولو هڅه وکړه او له دې سره سم یوشمېر د بلوڅ یووالي کمیټې غړي يې ونيول. تر نیولو وروسته معترضانو د بشیر څلور لاره وتړله او خپل احتجاجي پرلت يې پیل کړ.

هغوی ویلي، تر هغه چې ټول نیول شوي کسان خوشې نه‌شي پرلت به دوام ولري. معترضانو د کوټې له اوسېدونکو، د بشري حقونو له بنسټونو، وکیلانو، سیاسي فعالانو او مدني ټولنې غوښتي، چې له دوی سره یوځای شي او د عدالت، اساسي حقونو او د قانون حاکمیت ملاتړ وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ نادیه بلوڅ او یوشمېر نورو سیاسي فعالانو د کوټې پرېس کلب مخې ته د ورکو کسانو په احتجاجي کمپ کې یوه مطبوعاتي غونډه وکړه.
د غونډې پرمهال ناديه بلوڅ د ماهرنګ بلوڅ او صبغت‌الله شاه بلوڅ د عمري بند سزا د عدالت له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې وبلله او ادعا یې وکړه، چې بلوچستان کې د سیاسي فعالانو، د بشري حقونو د مدافعینو او نیوکه کوونکو غږونو د ځپلو لپاره منظمه تګلاره روانه ده.
د همدې خبري غونډې له پای ته رسېدو وروسته پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی زبیر شاه اغا هم ونيوه او نامعلوم ځای ته یې ولېږداوه.

اسټرالیا یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې افغانستان ته په هر دلیل سفر کول خطرناک دي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۱۰ GMT+۱
اسټرالیا یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې افغانستان ته په هر دلیل سفر کول خطرناک دي
100%

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا خبرداری ورکړی، افغانستان ته سفر «ډېر خطرناک» دی او له خپلو وګړو او په اسټرالیا کې یې له مېشتو افغانانو غوښتي چې د هر دلیل له مخې د ودونو په مراسمو کې د ګډون یا د کورنۍ د لیدو لپاره هم افغانستان ته سفر ونه کړي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت د سفرونو د لارښوونې څانګې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) د افغانستان په اړه د سفر خبرداری خپور کړ او ویې ویل، چې یوشمېر اسټرالیايي وګړي په افغانستان کې وژل شوي، ټپیان شوي یا په خپل‌سرې توګه نیول شوي دي.

په دغه خبرداري کې ویل شوي، په افغانستان کې شته ګواښونه «رښتیني او جدي» دي او هغه کسان چې دغه هېواد ته سفر کوي ښايي بېرته اسټرالیا ته د ستنېدو توان ونه لري. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت همداراز ټینګار کړی، چې دغه ګواښونه د ښځو لپاره لا زیات دي.

د اسټرالیا حکومت خبرداری ورکړی، که په افغانستان کې د دوی وګړي له ستونزو سره مخ شي؛ نو د کونسلګرۍ خدمتونو او مرستو وړاندې کولو وړتیا یې محدوده ده. اسټرالیا افغانستان د سفر خبرداري په څلورمه او لوړه کچه کې شامل کړی دی.
دغه کچه هغو هېوادونو ته ځانګړې شوې، چې د وسله‌والو بریدونو، وسله‌والو نښتو، تاوتریخجنو ګډوډیو، خپل‌سرو نیونو او پراخو جرمونو له لوړ ګواښ سره مخ وي. سره له دې چې طالبان په ټول هېواد کې د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، ډېری هېوادونه لاهم خپل وګړي افغانستان ته له سفر کولو منع کوي او په وروستیو کلونو کې یې ورته څو ځلې خبرداری خپور کړی دی.

ګوټرېش د پاکستان او طالبانو ترمنځ د نښتو بندېدو او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۱
ګوټرېش د پاکستان او طالبانو ترمنځ د نښتو بندېدو او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه وکړه
100%

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټرېش د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو لورو یې غوښتي چې ژر تر ژره تاوتریخوالی ودروي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفان دوجاریک د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې ګوټرېش له افغانستان او پاکستان څخه غوښتنه کړې، څو خپل اختلافات له ډیپلوماټیکو لارو حل کړي. هغه ټینګار کړی، چې ټولې خواوې باید د نړیوال بشري قانون اصولو ته ژمن پاتې شي او ملکي وګړي او ملکي تاسیسات باید په هر حالت کې خوندي وساتل شي.

دوجاریک د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندوی ماموریت (یوناما) د راپور په حواله ویلي، چې د پاکستان هوایي بریدونه په پکتیا، پکتیکا او کونړ کې د ګڼو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه بریدونه د سیمو د اوسېدونکو د بې‌ځایه کېدو سبب هم شوي او د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د هغوی د اړتیاوو د ارزونې او د عاجلو مرستو د برابرولو لپاره چمتووالی نیسي.

پاکستان د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د خپلې خاورې دننه د «ترهګریزو بریدونو» په غبرګون کې یې په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو پټنځایونه په نښه کړي، خو طالبانو بیا ویلي، چې په دغو بریدونو کې لسګونه ملکي وګړو ته مر‌ګ‌ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کلونو کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو او د ډیورند کرښې په اوږدو کې د نښتو له امله ترینګلې شوې دي. اسلام‌اباد طالبان تورنوي چې وسله‌والو ډلو ته له خپلې خاورې د فعالیت اجازه ورکوي، خو طالبان دغه تورونه ردوي.

افغانستان او قرغیزستان د سوداګرۍ او پانګونو د پراختیا پر فرصتونو خبرې کړي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۱ GMT+۱
افغانستان او قرغیزستان د سوداګرۍ او پانګونو د پراختیا پر فرصتونو خبرې کړي
100%

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي د قرغیزستان د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت له مرستیال میدیربیک تومانوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د لوړولو لپاره د نویو فرصتونو، د خصوصي سکټور د اړیکو د پراختیا او د ګډو اقتصادي همکاریو د ظرفیت لرونکو برخو د پېژندنې په اړه د نظرونو تبادله کړې ده.

په خبرو کې همداراز د سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کول، د توکو د لېږد او ټرانزیټ ستونزې، د سوداګریزو ویزو اسانتیا او د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې د شته خنډونو د لرې کولو موضوعات هم تر بحث لاندې نیول شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان د خپل جغرافیایي او سټراټیژیک موقعیت له امله کولای شي د منځنۍ او سویلي اسیا د بازارونو په نښلولو کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د سوداګرۍ، پانګونې، کرنې، صنعت او ګډو اقتصادي پروژو په برخو کې د همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

د قرغیزستان د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت مرستیال میدیربیک تومانوف له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د سوداګرو او پانګوالو لپاره به د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او اړینو اسانتیاوو د برابرولو په برخو کې همکاري وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د لیدنې په پای کې دواړو لورو د خبرو د دوام، د اقتصادي بنسټونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره د عملي ګامونو پر پورته کولو ټینګار کړی دی.

د ناروې سره صلیب د افغاني سرې میاشتې ټولنې د روغتیايي پروګرامونو د ملاتړ ژمنه وکړه

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱
د ناروې سره صلیب د افغاني سرې میاشتې ټولنې د روغتیايي پروګرامونو د ملاتړ ژمنه وکړه
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، د ناروې سره صلیب د دغې ټولنې د روغتیايي پروګرامونو د ملاتړ او پراختیا ژمنه کړې ده. افغاني سره میاشت ټولنه زیاتوي، دمګړۍ د دغې ټولنې اړوند د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې په مرکزونو کې نږدې ۱۵۰۰ ناروغان تر درملنې لاندې دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دې ادارې رییس شهاب‌الدین دلاور او مرستیال یې حافظ عزیزالرحمن په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې سره صلیب له مشر افتخار علي سره د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او ګډو بشرپاله همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.

دلاور په دې لیدنه کې د ناروې سره صلیب روغتیايي مرستې اغېزناکې بللي او ویلي یې دي، چې افغاني سره میاشت، د رواني ناروغانو د درملنې ترڅنګ، یو شمېر نورو ناروغانو ته په کورونو کې هم روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

هغه زیاته کړې، چې افغاني سره میاشت هڅه کوي د زړه روغتون له لارې هر کال تر دوو زرو پورې د سوري زړه ناروغانو ته د درملنې اسانتیاوې برابرې کړي او همداراز یې د رواني ناروغیو، د سوري زړه ناروغانو او نورو روغتیايي او بشرپاله پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره یې د ناروې سره صلیب د دوامداره ملاتړ غوښتنه کړې ده.

بل لوري ته، د افغانستان لپاره د ناروې سره صلیب مشر افتخار علي د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي فعالیتونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د دوی اداره به د دغو پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د ناروې سره صلیب ژمنه کړې، چې د افغاني سرې میاشتې روغتیايي مرکزونو ته به اړین درمل برابر کړي، د زړه روغتون د روغتیايي کارکوونکو لپاره به تخصصي روزنیز پروګرامونه پلي کړي او د روغتیايي خدمتونو د لا پیاوړتیا په برخه کې به خپلې همکارۍ نورې هم پراخې کړي.