طالبانو په ننګرهار کې راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې د ۴۵۶ نومرو د وېشلو خبر ورکړی

د طالبانو د ننګرهار د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، د روداتو ولسوالۍ په تور راغه ښارګوټي کې یې راستنو شویو کورنیو ته ۴۵۶ د استوګنې نومرې وېشلې دي.

د طالبانو د ننګرهار د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، د روداتو ولسوالۍ په تور راغه ښارګوټي کې یې راستنو شویو کورنیو ته ۴۵۶ د استوګنې نومرې وېشلې دي.
د یاد ریاست رییس احمدالله زاهد ویلي، راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې د نومرو د وېش بهیر هره ورځ له ځنډ پرته دوام لري او هڅه کېږي مستحقې کورنۍ ژر خپلو نومرو ته لاسرسی ومومي.
د نوموړي په وینا، د ښارګوټو د پراختیا ترڅنګ به د اوبو رسولو او نورو بنسټیزو اسانتیاوو د برابرولو لپاره هم بېلابېلې پروژې پلې شي، څو راستنې شوې کورنۍ له لومړنیو خدماتو برخمنې شي.
په یو شمېر ولایتونو کې عامو خلکو د طالبانو د ځمکو د وېش پر دغه بهیر نیوکې او اعتراضونه کړي او وايي، په ځینو مواردو کې یې د خلکو ځمکې وېشلې دي.

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلي مکتوب له مخې، د طالبانو رییسالوزرا په بدخشان کې د امنیت د ټینګښت لپاره د دفاع وزارت او استخباراتو ګډه عملیاتي طرحه تایید کړې، چې د پلي کېدو لپاره پکې د ۵۰ میلیونه افغانیو بودجه غوښتل شوې ده.
سرچینې وایي، دا بودجه به له پاکستان سره پر پوله د بدخشان ولایت د کران او منجان ولسوالۍ په سیمه کې د یوې سرحدي لوا د جوړولو لپاره ولګول شي.
د طالبانو د دفاع وزیر، مولوي یعقوب مجاهد، د روان ۱۴۰۵ کال د غبرګولي په میاشت کې دا مکتوب د دې ډلې رییسالوزرا ته استولی و.
د طالبانو رییسالوزرا، ملا حسن اخند، مکتوب منظور کړی او د مالیې وزارت ته یې سپارښتنه کړې چې لازم اقدامات ترسره کړي.
په مکتوب کې راغلي چې د طالبانو د دفاع وزارت او استخباراتو د «بدخشان د امنیت د تامین او د هر ډول ګواښونو د مخنیوي» لپاره یوه عملیاتي طرحه چمتو کړې ده، خو د هغې د جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
باوري سرچینې وایي، د دغې طرحې لپاره ځانګړې شوې ۵۰ میلیونه افغانۍ به د بدخشان ولایت د کران او منجان ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې، له پاکستان سره پر پوله، د یوې نوې سرحدي لوا د جوړولو لپاره ولګول شي.
د سرچینو په وینا، د دې لوا د جوړولو عملي چارې تر اوسه نه دي پیل شوې.
په مکتوب کې لیدل کېږي چې د طالبانو د دفاع وزیر له رئیسالوزرا غوښتي، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره دې د دفاع وزارت له بودجې څخه د ۵۰ میلیونه افغانیو د ځانګړي کولو او تادیې منظوري ورکړي.
د طالبانو چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د بدخشان د امنیت د تامین او د دغې عملیاتي طرحې د پلي کولو لپاره د دغې بودجې د ځانګړي کولو په اړه څه نه دي ویلي.
د منتقدینو په باور په بدخشان کې د یوه عملیاتي ماموریت لپاره د دغې لویې بودجې ځانګړي کول د هېواد په شمالختیځ کې د خپلې مرکزي واکمنۍ د پیاوړتیا لپاره د طالبانو د رهبرۍ هڅې ښيي.
داسې ښکاري چې دا اقدام په ورته وخت کې د سیمه ییزو قوماندانانو د زیاتېدونکو ناخوښیو د کابو کولو او له پاکستان سره پر پوله د طالبانو ضد تحرکاتو د مخنیوي لپاره ترسره شوی وي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت ویلي، د سالنګونو پر لویه لار د اساسي بیارغونې چارې روانې دي او د دغو چارو د چټکتیا او ښه ترسره کېدو لپاره به د چڼګاښ له ۱۹مې نېټې د سالنګونو لویه لار د درنو بار وړونکو (ټېلري) موټرو پر مخ تر بلې خبرتیا پورې وتړل شي.
دغه وزارت د سېشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پرېکړه د سالنګونو د بیارغونې د چارو د اسانه او خوندي ترسره کېدو لپاره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د تړل کېدو موده به تر بلې خبرتیا پورې دوام ولري او یوازې درانه بار وړونکي موټر به د دغې لارې له کارولو منع وي.
سالنګ لویه لار، چې د افغانستان شمال او سویل سره نښلوي، د هېواد له مهمو ترانزیټي او سوداګریزو لارو څخه ګڼل کېږي او د دې لارې هر ډول محدودیت د سوداګریزو توکو پر لېږد او تګ راتګ اغېز کولی شي.
د طالبانو د ریاستالوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي، ویلي چې په افغانستان کې جګړو، د طبي تجهیزاتو کمښت او د مسلکي بشري ځواک نشتوالي د هېواد پر روغتیايي خدمتونو او د طبابت پر کیفیت منفي اغېز کړی دی.
حنفي دغه څرګندونې د کابل د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون د ډاکټرانو لپاره د «طبابت خدمتونو د کیفیت لوړولو» په سیمینار کې کړې دي.
هغه ویلي، د اوږدو جګړو له امله د هېواد روغتیايي سکټور له ګڼو ستونزو سره مخ شوی او د طبي تجهیزاتو کمښت او د متخصصو کادرونو نشتوالي د روغتیايي خدمتونو کیفیت اغېزمن کړی دی.
د طالبانو د اداري مرستیال په وینا، د طبابت د اخلاقو رعایت د ډاکټر او ناروغ ترمنځ د باور د پیاوړتیا لپاره مهم دی او روغتیايي کارکوونکي باید د خپلو مسلکي او اخلاقي مسوولیتونو په ترسره کولو کې جدي پاملرنه وکړي.
حنفي زیاته کړې، چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د روغتیايي سکټور اړتیاوو ته رسېدنه وکړي او د هېواد روغتیايي خدمات په تدریجي ډول ښه کړي.
نوموړي همداراز ډاډ ورکړ، چې د روغتیايي سکټور د اړتیاوو د پوره کولو لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.
د افغانستان روغتیايي سکټور په داسې حال کې د تجهیزاتو او متخصصو کادرونو له کمښت سره مخ دی چې نړیوالو بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړی، د بودجې کمښت او د نړیوالو مرستو راکمېدو د هېواد پر روغتیايي خدمتونو فشار لا زیات کړی او د میلیونونو افغانانو روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی له ګواښ سره مخ کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې د قطر سفیر مردف القاشوطي او امیرخان متقي د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د ګډو ګټو پر یوشمېر سیمهییزو موضوعاتو خبرې کړې دي. طالبانو له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو په پراختیا کې د قطر د رول او هڅو ستاینه کړې.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د سېشنبې په ورځ (د چنګاښ ۹مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې امیرخان متقي په دغه لیدنه کې د طالبانو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې د قطر د رول او هڅو ستاینه کړې. په دغه ناسته کې دواړه خواوو خپل منځنۍ اړیکې مثبتې او پیاوړې ګڼلې دي.
د قطر سفیر القاشوطي ویلي: «قطر د منځګړیتوب بهرني سیاست په چوکاټ کې د طالبانو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل او اړیکو پراختیا ملاتړ ته ژمن دی». قطر له طالبانو سره نږدې اړيکې لري او له یادې ډلې سره یې په بېلابېلو بشري برخو کې مرستې هم کړې دي.
خو دغه هېواد لاتراوسه طالبان په رسميت نهدي پېژندلي.
د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح، ادعا کړې چې که په راتلونکې اوونۍ کې په پکتیا ولایت کې ټاکنې ترسره شي، له ۹۰ سلنې ډېر خلک به جمهوري نظام، د افغانستان اساسي قانون او ملي بیرغ ته رایه ورکړي.
صالح د سېشنبې په ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي، طالبان د پکتیا د خلکو استازیتوب نه کوي او دغه ولایت، د افغانستان د ډېرو نورو سیمو په څېر، د طالبانو تر واک لاندې دی.
هغه طالبان یوه توندلاره او افراطي لږکۍ ډله بللې او ادعا یې کړې چې دغه ډله په پاکستان کې رامنځته شوې او د «ناپاکو جیوپولیټیکي لاسونو» له ملاتړ څخه برخمنه ده.
د نوموړي په وینا، پکتیا د ترهګرو ځاله نه ده او عادي خلک ان طالبانو ته هم اسانه لاسرسی نه لري، ځکه نه شي کولای د هغوی پر سیاستونو او هغو تګلارو اغېز وکړي چې صالح یې «د هېواد له ګټو سره په ټکر کې او تبعیضي تګلارې» بولي.
صالح همداراز ویلي، طالبان له هرې هغې وسیلې او لارې سره مخالفت لري چې خلک پیاوړي کوي. هغه د ځیرکو ټیلیفونونو پر کارولو د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې ویلي، د دغې ډلې وېره هم له همدې امله ده.