• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سرغړونې له امله؛ د طالبانو عدلیې وزارت ۱۹ د معلوماتو لارښوونې دفترونه تړلي دي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۰۱ GMT+۱

د طالبانو عدلیې وزارت خبر ورکړی، د دغه وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او عریضه لیکونکو چارو ریاست په غبرګولي میاشت کې د معاملاتو لارښوونې ۶۳ دفترونه څارلي چې په ترڅ کې یې ۱۹ دفترونه د ناقانونه فعالیتونو او یوشمېر سرغړونو له امله تړل شوي دي.

یاد وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه ریاست د همدې مودې په اوږدو کې ۱۳۷ غوښتونکو ته د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي جوازونه وېشلي او د فعالیت ۷۱ نور جوازونه یې هم تمدید کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د یاد ریاست نظارتي پلاوي د معاملاتو لارښوونې نورو متصدیانو ته توصیه کړې، چې خپلې کاري نیمګړتیاوې اصلاح او له هر ډول ناقانونه فعالیتونو ډډه وکړي.
د طالبانو عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۴کال په اوږدو کې یې د کابل په بېلابېلو ناحیو او ولسوالیو کې د معاملاتو لارښوونې ۲زره او ۲۴۴ دفترونه څارلي او له دې ډلې ۲۶۳ دفترونه تړل شوي دي.
د یاد وزارت په وینا؛ دغه دفترونه د سرغړونو، د فعالیت جواز نه‌لرلو یا نه‌ تمدیدولو او نورو ناقانونه فعالیتونو له امله تړل شوي دي.

ترویج لرونکی

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی
۱

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی

۲

پاکستان وايي په کونړ، پکتیا او پکتیکا کې یې «هدفي هوایي بریدونه» ترسره کړي دي

۳

د پاکستان د جیو نیوز ټلویزیون خپرونې د ۱۵ ورځو لپاره وځنډول شوې

۴

ملګري ملتونه: وروستي ورښتونه د افغانستان د اوبو ژور بحران د جبران لپاره بسنه نه‌کوي

۵

له کابل نه تر ستنېدو وروسته قزاقستانی ډاکټر: د افغانستان وضعیت «جګړه‌ییز» دی

•
•
•

نور کیسې

کندهار کې د خوارځواکۍ زیاتوالی؛ روان کال یوازې میرویس روغتون ته ۴زره ماشومان وړل شوي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۱۰ GMT+۱
کندهار کې د خوارځواکۍ زیاتوالی؛ روان کال یوازې میرویس روغتون ته ۴زره ماشومان وړل شوي
100%

په ۲۰۲۶کال کې په کندهار کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر د اندېښنې وړ لوړ شوی. د کندهار د میرویس حوزوي روغتون یوه سرچینه وایي، چې د روان کال په تېرو درېیو میاشتو کې تر ۴زره ډېر په خوارځواکۍ اخته ماشومان ور وړل شوي چې له دې ډلې تر ۳۰ ډېر ماشومان مړه شوي دي.

روغتیايي‌ سرچینې وایي، تېرکال مېروېس روغتون ته ۱۴زره ماشومان ور وړل شوي چې زیات یې په خوارځواکۍ اخته وو. روغتیايي مرستندونه ادارې په دې برخه کې پر بېړنیو خدمتونو ټينګار کوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) او د خوړو نړۍوال پروګرام د وروستیو راپورونو له مخې؛ په افغانستان کې د خوارځواکۍ ناورین لاهم جدي دی او کندهار د سویلي ولایتونو له هغو سیمو څخه دی، چې تر ټولو زیات اغېزمن شوی ګڼل کېږي.

کندهار کې د روغتیايي سرچینو په وینا؛ د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونو ته د ماشومانو مراجعه د تېرو کلونو پرتله زیاته شوې او په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې وضعیت نازک بلل کېږي.

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون یوه سرچینه وایي، په تېر لمریز کال کې دغه روغتون ته تر ۱۴زره پورې ماشومان ور وړل شوي چې اکثره یې په خوارځواکۍ اخته وو. د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ په دغه کال کې یوازې له هغه ماشومانو څخه چې روغتون ته راوړل شوي وو تر ۱۵۰ تنه ډېر مړه شوي وو خو هغه چې روغتون ته نه‌دي وروړل شوي شمېر یې روښانه نه‌دی.

یو بل روغتیايي کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، کندهار کې په دولتي روغتونونو او په ځانګړې توګه میرویس روغتون کې امکانات پر نشت حساب دي؛ نو له همدې امله د ډېرو ماشومانو درملنه نه کېږي.

کندهار کې د بې‌پولې ډاکټرانو روغتون هم وایي، په ۲۰۲۶کال کې نږدې ۸زره ماشومان چې ډېری یې په خوارځواکۍ اخته وو په دغه روغتون کې کتل شوي او نږدې ۶۰۰ ماشومانو ته د بستر خدمتونه ترسره شوي دي.

د دغه روغتون د مسوولینو په وینا؛ دغه شمېرې تر پخوا زیاتوالی ښيي چې لاملونه یې اقتصادي ستونزې، د بېرته راستنو شویو زیاتوالی او نور دي. د بې‌پولو ډاکټرانو ادارې ویلي، چې په کندهار او هلمند کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د بستر کېدو شمېر د تېرو درېیو کلونو د همدې مودې پرتله له ۳۰ سلنې زیات دی.

د کندهار اوسېدونکي وایي، د ماشومانو د خوارځواکۍ تر ټولو لوی لامل اقتصادي ستونزې دي؛ ځکه ډېری کورنۍ نه‌شي کولی مور او ماشوم ته کافي او منظم خواړه برابر کړي. د کندهار یو اوسېدونکی سید احمد وایي، په لرو پرتو سیمو کې ډېری خلک روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه‌لري چې له همدې امله ماشومان له جدي ګواښونو سره مخ وي.
هغه زیاته کړه: «په ولسوالیو یا کلیو کې وضعیت ډېر سخت دی هلته کلینیکونو ته لاسرسی کم دی درمل یا د ماشومانو لپاره نور خوراکي توکي نه‌شته؛ نو خلک به څنګه د ماشومانو سمه پالنه وکړي».

روغتیايي متخصصین او بشري‌ مرستندویه ادارې هم وایي، په کندهار کې د خوارځواکۍ د زیاتوالي مهم لاملونه اقتصادي ستونزې، د خوړو ناامني، روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی، د څښاک اوبو نشتوالی او بې‌ځایه کېدل دي.

اسټرالیا یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې افغانستان ته په هر دلیل سفر کول خطرناک دي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۱۰ GMT+۱
اسټرالیا یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې افغانستان ته په هر دلیل سفر کول خطرناک دي
100%

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا خبرداری ورکړی، افغانستان ته سفر «ډېر خطرناک» دی او له خپلو وګړو او په اسټرالیا کې یې له مېشتو افغانانو غوښتي چې د هر دلیل له مخې د ودونو په مراسمو کې د ګډون یا د کورنۍ د لیدو لپاره هم افغانستان ته سفر ونه کړي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت د سفرونو د لارښوونې څانګې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) د افغانستان په اړه د سفر خبرداری خپور کړ او ویې ویل، چې یوشمېر اسټرالیايي وګړي په افغانستان کې وژل شوي، ټپیان شوي یا په خپل‌سرې توګه نیول شوي دي.

په دغه خبرداري کې ویل شوي، په افغانستان کې شته ګواښونه «رښتیني او جدي» دي او هغه کسان چې دغه هېواد ته سفر کوي ښايي بېرته اسټرالیا ته د ستنېدو توان ونه لري. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت همداراز ټینګار کړی، چې دغه ګواښونه د ښځو لپاره لا زیات دي.

د اسټرالیا حکومت خبرداری ورکړی، که په افغانستان کې د دوی وګړي له ستونزو سره مخ شي؛ نو د کونسلګرۍ خدمتونو او مرستو وړاندې کولو وړتیا یې محدوده ده. اسټرالیا افغانستان د سفر خبرداري په څلورمه او لوړه کچه کې شامل کړی دی.
دغه کچه هغو هېوادونو ته ځانګړې شوې، چې د وسله‌والو بریدونو، وسله‌والو نښتو، تاوتریخجنو ګډوډیو، خپل‌سرو نیونو او پراخو جرمونو له لوړ ګواښ سره مخ وي. سره له دې چې طالبان په ټول هېواد کې د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، ډېری هېوادونه لاهم خپل وګړي افغانستان ته له سفر کولو منع کوي او په وروستیو کلونو کې یې ورته څو ځلې خبرداری خپور کړی دی.

ګوټرېش د پاکستان او طالبانو ترمنځ د نښتو بندېدو او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۱
ګوټرېش د پاکستان او طالبانو ترمنځ د نښتو بندېدو او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه وکړه
100%

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټرېش د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو لورو یې غوښتي چې ژر تر ژره تاوتریخوالی ودروي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفان دوجاریک د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې ګوټرېش له افغانستان او پاکستان څخه غوښتنه کړې، څو خپل اختلافات له ډیپلوماټیکو لارو حل کړي. هغه ټینګار کړی، چې ټولې خواوې باید د نړیوال بشري قانون اصولو ته ژمن پاتې شي او ملکي وګړي او ملکي تاسیسات باید په هر حالت کې خوندي وساتل شي.

دوجاریک د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندوی ماموریت (یوناما) د راپور په حواله ویلي، چې د پاکستان هوایي بریدونه په پکتیا، پکتیکا او کونړ کې د ګڼو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه بریدونه د سیمو د اوسېدونکو د بې‌ځایه کېدو سبب هم شوي او د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د هغوی د اړتیاوو د ارزونې او د عاجلو مرستو د برابرولو لپاره چمتووالی نیسي.

پاکستان د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د خپلې خاورې دننه د «ترهګریزو بریدونو» په غبرګون کې یې په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو پټنځایونه په نښه کړي، خو طالبانو بیا ویلي، چې په دغو بریدونو کې لسګونه ملکي وګړو ته مر‌ګ‌ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کلونو کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو او د ډیورند کرښې په اوږدو کې د نښتو له امله ترینګلې شوې دي. اسلام‌اباد طالبان تورنوي چې وسله‌والو ډلو ته له خپلې خاورې د فعالیت اجازه ورکوي، خو طالبان دغه تورونه ردوي.

افغانستان او قرغیزستان د سوداګرۍ او پانګونو د پراختیا پر فرصتونو خبرې کړي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۱ GMT+۱
افغانستان او قرغیزستان د سوداګرۍ او پانګونو د پراختیا پر فرصتونو خبرې کړي
100%

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي د قرغیزستان د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت له مرستیال میدیربیک تومانوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د لوړولو لپاره د نویو فرصتونو، د خصوصي سکټور د اړیکو د پراختیا او د ګډو اقتصادي همکاریو د ظرفیت لرونکو برخو د پېژندنې په اړه د نظرونو تبادله کړې ده.

په خبرو کې همداراز د سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کول، د توکو د لېږد او ټرانزیټ ستونزې، د سوداګریزو ویزو اسانتیا او د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې د شته خنډونو د لرې کولو موضوعات هم تر بحث لاندې نیول شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان د خپل جغرافیایي او سټراټیژیک موقعیت له امله کولای شي د منځنۍ او سویلي اسیا د بازارونو په نښلولو کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د سوداګرۍ، پانګونې، کرنې، صنعت او ګډو اقتصادي پروژو په برخو کې د همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

د قرغیزستان د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت مرستیال میدیربیک تومانوف له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د سوداګرو او پانګوالو لپاره به د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او اړینو اسانتیاوو د برابرولو په برخو کې همکاري وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د لیدنې په پای کې دواړو لورو د خبرو د دوام، د اقتصادي بنسټونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره د عملي ګامونو پر پورته کولو ټینګار کړی دی.

د ناروې سره صلیب د افغاني سرې میاشتې ټولنې د روغتیايي پروګرامونو د ملاتړ ژمنه وکړه

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱
د ناروې سره صلیب د افغاني سرې میاشتې ټولنې د روغتیايي پروګرامونو د ملاتړ ژمنه وکړه
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، د ناروې سره صلیب د دغې ټولنې د روغتیايي پروګرامونو د ملاتړ او پراختیا ژمنه کړې ده. افغاني سره میاشت ټولنه زیاتوي، دمګړۍ د دغې ټولنې اړوند د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې په مرکزونو کې نږدې ۱۵۰۰ ناروغان تر درملنې لاندې دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دې ادارې رییس شهاب‌الدین دلاور او مرستیال یې حافظ عزیزالرحمن په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې سره صلیب له مشر افتخار علي سره د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او ګډو بشرپاله همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.

دلاور په دې لیدنه کې د ناروې سره صلیب روغتیايي مرستې اغېزناکې بللي او ویلي یې دي، چې افغاني سره میاشت، د رواني ناروغانو د درملنې ترڅنګ، یو شمېر نورو ناروغانو ته په کورونو کې هم روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

هغه زیاته کړې، چې افغاني سره میاشت هڅه کوي د زړه روغتون له لارې هر کال تر دوو زرو پورې د سوري زړه ناروغانو ته د درملنې اسانتیاوې برابرې کړي او همداراز یې د رواني ناروغیو، د سوري زړه ناروغانو او نورو روغتیايي او بشرپاله پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره یې د ناروې سره صلیب د دوامداره ملاتړ غوښتنه کړې ده.

بل لوري ته، د افغانستان لپاره د ناروې سره صلیب مشر افتخار علي د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي فعالیتونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د دوی اداره به د دغو پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د ناروې سره صلیب ژمنه کړې، چې د افغاني سرې میاشتې روغتیايي مرکزونو ته به اړین درمل برابر کړي، د زړه روغتون د روغتیايي کارکوونکو لپاره به تخصصي روزنیز پروګرامونه پلي کړي او د روغتیايي خدمتونو د لا پیاوړتیا په برخه کې به خپلې همکارۍ نورې هم پراخې کړي.