روغتیايي سرچینې وایي، تېرکال مېروېس روغتون ته ۱۴زره ماشومان ور وړل شوي چې زیات یې په خوارځواکۍ اخته وو. روغتیايي مرستندونه ادارې په دې برخه کې پر بېړنیو خدمتونو ټينګار کوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) او د خوړو نړۍوال پروګرام د وروستیو راپورونو له مخې؛ په افغانستان کې د خوارځواکۍ ناورین لاهم جدي دی او کندهار د سویلي ولایتونو له هغو سیمو څخه دی، چې تر ټولو زیات اغېزمن شوی ګڼل کېږي.
کندهار کې د روغتیايي سرچینو په وینا؛ د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونو ته د ماشومانو مراجعه د تېرو کلونو پرتله زیاته شوې او په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې وضعیت نازک بلل کېږي.
د کندهار د میرویس حوزوي روغتون یوه سرچینه وایي، په تېر لمریز کال کې دغه روغتون ته تر ۱۴زره پورې ماشومان ور وړل شوي چې اکثره یې په خوارځواکۍ اخته وو. د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ په دغه کال کې یوازې له هغه ماشومانو څخه چې روغتون ته راوړل شوي وو تر ۱۵۰ تنه ډېر مړه شوي وو خو هغه چې روغتون ته نهدي وروړل شوي شمېر یې روښانه نهدی.
یو بل روغتیايي کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، کندهار کې په دولتي روغتونونو او په ځانګړې توګه میرویس روغتون کې امکانات پر نشت حساب دي؛ نو له همدې امله د ډېرو ماشومانو درملنه نه کېږي.
کندهار کې د بېپولې ډاکټرانو روغتون هم وایي، په ۲۰۲۶کال کې نږدې ۸زره ماشومان چې ډېری یې په خوارځواکۍ اخته وو په دغه روغتون کې کتل شوي او نږدې ۶۰۰ ماشومانو ته د بستر خدمتونه ترسره شوي دي.
د دغه روغتون د مسوولینو په وینا؛ دغه شمېرې تر پخوا زیاتوالی ښيي چې لاملونه یې اقتصادي ستونزې، د بېرته راستنو شویو زیاتوالی او نور دي. د بېپولو ډاکټرانو ادارې ویلي، چې په کندهار او هلمند کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د بستر کېدو شمېر د تېرو درېیو کلونو د همدې مودې پرتله له ۳۰ سلنې زیات دی.
د کندهار اوسېدونکي وایي، د ماشومانو د خوارځواکۍ تر ټولو لوی لامل اقتصادي ستونزې دي؛ ځکه ډېری کورنۍ نهشي کولی مور او ماشوم ته کافي او منظم خواړه برابر کړي. د کندهار یو اوسېدونکی سید احمد وایي، په لرو پرتو سیمو کې ډېری خلک روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نهلري چې له همدې امله ماشومان له جدي ګواښونو سره مخ وي.
هغه زیاته کړه: «په ولسوالیو یا کلیو کې وضعیت ډېر سخت دی هلته کلینیکونو ته لاسرسی کم دی درمل یا د ماشومانو لپاره نور خوراکي توکي نهشته؛ نو خلک به څنګه د ماشومانو سمه پالنه وکړي».
روغتیايي متخصصین او بشري مرستندویه ادارې هم وایي، په کندهار کې د خوارځواکۍ د زیاتوالي مهم لاملونه اقتصادي ستونزې، د خوړو ناامني، روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی، د څښاک اوبو نشتوالی او بېځایه کېدل دي.