طالبانو د عمان له کونسلي چارواکو سره د ویزو په اړه خبرې کړي

په عمان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت وایي، د دغه سفارت سرپرست حافظ عمر د عمان د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو له رییس محمد بن ناصر المبسلي سره د افغانانو لپاره د عمان د ویزو د ورکړې د بیا پیل په اړه خبرې کړې دي.
د سفارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې حافظ عمر له عماني لوري وغوښتل چې افغانانو ته د ویزو د صادرولو بهیر بېرته پیل کړي.
