• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان سفیر له اسټرالیا غوښتي چې افغان ښځو او نجونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۱

په اسټرالیا کې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي د خپل ماموریت په وروستیو ورځو کې د دغه هېواد له لوی والي سام موسټین سره کتلي او په افغانستان کې یې د میلیونونو افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت او هیلو په اړه ورسره خبرې کړي.

دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په اسټرالیا کې د افغانستان د سفارت د تړل کېدو چارې روانې دي.

ښاغلي ویسي په دې کتنه کې مېرمن موسټین ته د هرات د ښځو لخوا یو لاسي ګنډل شوی دسمال په ډالۍ کې ورکړ او د افغان ښځو د وړتیا، عزت او همت ستاینه یې وکړه. هغه وویل چې دغه ډالۍ د هغو مېرمنو د هنر ښکارندويي کوي چې له سختو شرایطو سره سره یې خپله هیله ژوندۍ ساتلې ده.

د افغانستان سفیر د اسټرالیا له حکومت او خلکو مننه وکړه چې په سختو وختونو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ وو او د افغانستان د ملاتړ په لاره کې یې قربانۍ ورکړې دي. هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دا ملګرتیا او د استرالیا د خلکو سرښندنې به تل د افغانانو په یاد کې پاتې شي.

وحیدالله ویسي ټینګار وکړ که څه هم په استرالیا کې د افغانستان سفارت تړل کېږي، خو هیله لري چې دا هېواد به د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه وویل چې حکومتونه راځي او ځي، خو د افغانستان خلک پاتې کېږي او هغوی د سولې، ازادۍ، وقار او د خپل راتلونکي د ټاکلو مستحق دي.

ترویج لرونکی

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي
۱

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي

۲

طالبان وايي په کابل کې نننۍ اورلګېدنه د موټر د تېلو ټانکۍ د چاودېدو له امله وه

۳

له کابل نه تر ستنېدو وروسته قزاقستانی ډاکټر: د افغانستان وضعیت «جګړه‌ییز» دی

۴

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۵

اشرف غني: پر افغانستان د پاکستان برید یوازې امنیتي پېښه نه، بلکې ملي خبرداری دی

•
•
•

نور کیسې

چینايي کارګرو د تاجکستان او افغانستان پولې ته څېرمه د لویې لارې جوړولو چارې بېرته پیل کړې

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۴۶ GMT+۱
چینايي کارګرو د تاجکستان او افغانستان پولې ته څېرمه د لویې لارې جوړولو چارې بېرته پیل کړې
100%

چینايي کارګرو د تاجکستان او افغانستان پولې ته نږدې د یوې لویې لارې د جوړولو چارې له څو میاشتني ځنډ وروسته بېرته پیل کړې دي. دغه ځنډ د هغو خونړیو پېښو له امله و چې تاجک چارواکو یې پړه په افغانستان کې پر میشتو وسله‌والو ډلو اچوله.

د تاجکستان ترانسپورټ وزارت ویلي چې د دوشنبې – کولما لویې لارې د ۱۰۹ کیلومتره برخې د جوړولو کار، چې د افغانستان پولې ته نږدې موقعیت لري، بېرته پیل شوی دی.

د راپور له مخې، تاجکستان چین ته ډاډ ورکړی چې د چینايي کارګرو د امنیت لپاره به ځانګړي تدابیر نیول کېږي.

د دې لویې لارې کار د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې ودرول شو، ځکه چین د امنیتي اندېښنو له امله خپلو وګړو ته سپارښتنه وکړه چې له سرحدي سیمو ووځي.

دا پرېکړه د ۲۰۲۵ کال د نومبر په وروستیو کې پر یوه چینايي ټیم له برید وروسته وشوه. په دغه برید کې دوه چینايي کارګر ووژل شول او په یوه بله پېښې کې درې نور چینايي وګړي هم ووژل شول.

تاجک چارواکو په لومړیو کې د دواړو بریدونو پړه په افغانستان کې پر میشتو وسله‌والو ډلو واچوله، خو تر اوسه د دې ادعاوو لپاره خپلواک شواهد نه دي وړاندې شوي.

د روان کال په پیل کې هم د تاجک امنیتي ځواکونو او د نشه‌یي توکو د شکمنو قاچاقبرو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې وې.

د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې د راپور له مخې، اوس د چینايي کارګرو امنیت د تاجکستان ځانګړي ځواکونه تامینوي.

همدارنګه، د تاجکستان د دفاع وزارت اعلان کړی چې ټاکل شوې د روان کال په سپټمبر میاشت کې چینايي سرحدي ځواکونه او تاجک امنیتي ځواکونه په ګډه پوځي تمرینونه و کړي.

نړیوال بانک: افغانستان د غذايي امنیت او کارموندنې په برخو کې له جدي ننګونو سره مخ دی

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۲۳ GMT+۱
نړیوال بانک: افغانستان د غذايي امنیت او کارموندنې په برخو کې له جدي ننګونو سره مخ دی
100%

نړیوال بانک وايي، افغانستان د اقتصادي ناورین او جوړښتي محدودیتونو له امله د خوړو امنیت او کارموندنې په برخو کې له جدي ننګونو سره مخ دی. بانک اټکل کړی، چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د خوراکي توکو نړیواله تقاضا ۶۷ سلنه لوړه شي او دا به د افغانستان په څېر هېوادونه لا ترفشار لاندې راولي.

نړیوال بانک په خپل نوي راپور« د غذايي امنیت پیاوړتیا او د کارموندنې فرصتونو ټوکول» کې ویلي چې افغانستان، شمالي افریقا او پاکستان د خوړو د خوندیتوب او کارموندنې له جدي ستونزو سره مخ دي.

په راپور کې راغلي چې دا مهال د دې سیمې شاوخوا ۱۸ سلنه وګړي له یوډول خوراکي ناامنۍ سره مخ دي او ۴۲ سلنه نور د داسې مغذي خوړو د برابرولو توان نه لري چې د روغ ژوند اړتیاوې پوره کړي.

د نړیوال بانک د ارزونې له مخې، په افغانستان غوندې هېوادونو کې چې له اقتصادي بحرانونو او جوړښتي محدودیتونو سره مخ دي، دا وضعیت لا ډېر سخت دی.

راپور زیاتوي چې افغانستان د کورني تولید له محدود ظرفیت، د کرنیزو بنسټیزو اسانتیاوو له کمښت او پر وارداتو د لوړې اتکا له ستونزو سره مخ دی.

سره له دې، د نړیوال بانک د ارزونې له مخې، افغانستان د دغه وضعیت د ښه کولو لپاره پام وړ وړتیاوې هم لري.

د راپور له مخې، د کرنې په برخه کې پانګونه، په ځانګړي ډول د اوبو لګونې د اغیزناکو سیستمونو او کرنیزو نوښتونو پراختیا د خوراکي توکو تولید پام وړ زیاتولی او د کارموندنې فرصتونه برابرولی شي.

نړیوال بانک ټینګار کوي چې په سیمه‌ییزه کچه دا ډول اقدامات تر ۲۰۵۰ کال پورې د شاوخوا پنځه میلیونه نویو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي، چې افغانستان هم ترې ګټه اخیستلای شي.

په راپور کې ویل شوي چې د کرنې او خوراکي توکو سکټور په سیمه کې د کارموندنې مهمه سرچینه ده او د خوړو د پروسس، لېږد رالېږد او خوراکي چوپړچارو په برخو کې کاري فرصتونه په ډېرېدو دي.

نړیوال بانک باور لري چې افغانستان د دغه ارزښتي ځنځیر په پیاوړتیا سره د خوړو د خوندیتوب له ښه کېدو سره هممهاله، د ځوانانو لپاره نوي کاري فرصتونه هم رامنځته کولای شي.

دغه نړیوال بنسټ د پالیسیو د اصلاح، د سوداګرۍ چاپېریال ښه کولو او پر بنسټیزو زېربناوو د لا ډېرې پانګونې یادونه کړې ده.

راپور زیاتوي چې له دغو اقداماتو پرته به افغانستان او ورته نور هېوادونه د خوړو او اقتصادي ناورینونو پر وړاندې همدغسې زیان‌من پاتې شي.

نړیوال بانک ټینګار کوي چې د خوراکي ناامنۍ د مخنیوي او د خلکو د ګټې وټې لپاره افغانستان یوې هراړخیزې تګلارې ته اړتیا لري چې د کورني تولید پراختیا، د اوبي سرچینو اغیزناک مدیریت، د خوراکي توکو د ضایعاتو کمول او د سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا پکې شامل وي.

د امریکا سترې محکمې د زیږون پر بنسټ تابعیت تایید او د ټرمپ اجراییوي فرمان یې رد کړ

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۴۰ GMT+۱
د امریکا سترې محکمې د زیږون پر بنسټ تابعیت تایید او د ټرمپ اجراییوي فرمان یې رد کړ
100%

د امریکا سترې محکمې پرېکړه کړې چې هغه ماشومان چې په متحده ایالاتو کې د هغو والدینو څخه زېږېدلي وي چې په غیرقانوني یا موقتي ډول په دغه هېواد کې مېشت دي، د اساسي قانون له مخې د امریکا تابعیت ترلاسه کوي.

محکمې د سې شنبې په ورځ پرېکړه کړې چې د اساسي قانون د څوارلسم تعدیل د تابعیت ماده پر دغو ماشومانو هم پلي کېږي او هغوی د زېږېدو له ورځې د امریکا اتباع ګڼل کېږي.

دا قضیه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه د صادر شوي اجراییوي فرمان په تړاو وه. په دغه فرمان کې ویل شوي و چې هغه ماشومان چې په امریکا کې د غیرقانوني یا موقتي مېشتو والدینو څخه زېږېدلي وي، د امریکا د تابعیت مستحق نه دي.

یو شمېر والدینو د دغه فرمان پر ضد دعوه کړې وه او استدلال یې کاوه چې دا اقدام د اساسي قانون له څوارلسم تعدیل او د تابعیت او کډوالۍ له قانون سره په ټکر کې دی. یوې فدرالي محکمې د فرمان د عملي کېدو مخه نیولې وه او وروسته سترې محکمې د قضیې اورېدنه ومنله.

سترې محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي چې د څوارلسم تعدیل تاریخي شالید او حقوقي تفسیر څرګندوي، هغه ماشومان چې په امریکا کې زېږېدلي او د امریکا د قضایي صلاحیت تابع وي، د زېږېدو له ورځې د امریکا تابعیت لري. محکمې په دې توګه د ټرمپ هغه اجراییوي فرمان له اساسي قانون سره په ټکر کې وباله چې د دغو ماشومانو د تابعیت د محدودولو هڅه یې کوله.

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۲۵ GMT+۱
سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی
100%

درېیو ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل سیمه‌ییز قوماندان، جمعه، نیولی دی. د سرچینو په وینا، جمعه د سیمې له اغېزناکو سیمه‌ییزو قوماندانانو څخه ګڼل کېږي. د هغه د نیولو لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی.

ځايي سرچینو د سې شنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۹مه وویل، چې دغه سیمه‌ییز قوماندان مخکې د طالبانو د وسله والو ځواکونو په لیکو کې فعالیت کاوه، خو څو میاشتې وړاندې له خپلې دندې ګوښه شوی و.

د سرچینو په وینا، هغه د شنبې په ورځ، د چنګاښ په شپږمه نیول شوی دی.

تر اوسه د هغه د برخلیک او وضعیت په اړه نور جزییات نشته.

په وروستیو میاشتو کې د یو شمېر ځايي طالبانو او د دې ډلې د مشرتابه ترمنځ د چارواکو د ګومارلو، د کانونو د کنټرول او د امنیتي محدودیتونو پر سر شخړې او اختلافات زیات شوي دي.

د هغه نیول په داسې وخت کې شوي چې د طالبانو مشرتابه په بدخشان کې د نارضایتۍ د کابو کولو او د یوې ځانګړې کمېټې له لارې د کورنیو اختلافاتو د څېړنې هڅې روانې کړې دي.

تر دې وړاندې هم په بدخشان کې د ګومارنو، کانونو او د دې ډلې د مشرتابه د تګلارو پر سر د اختلافاتو له امله د طالبانو د یو شمېر سیمه‌ییزو قوماندانانو او چارواکو د ګوښه کولو، نیولو او لرې کولو راپورونه خپاره شوي و.

طالبانو په ننګرهار کې راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې د ۴۵۶ نومرو د وېشلو خبر ورکړی

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۴ GMT+۱
طالبانو په ننګرهار کې راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې د ۴۵۶ نومرو د وېشلو خبر ورکړی
100%

د طالبانو د ننګرهار د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، د روداتو ولسوالۍ په تور راغه ښارګوټي کې یې راستنو شویو کورنیو ته ۴۵۶ د استوګنې نومرې وېشلې دي.

د یاد ریاست رییس احمدالله زاهد ویلي، راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې د نومرو د وېش بهیر هره ورځ له ځنډ پرته دوام لري او هڅه کېږي مستحقې کورنۍ ژر خپلو نومرو ته لاسرسی ومومي.

د نوموړي په وینا، د ښارګوټو د پراختیا ترڅنګ به د اوبو رسولو او نورو بنسټیزو اسانتیاوو د برابرولو لپاره هم بېلابېلې پروژې پلې شي، څو راستنې شوې کورنۍ له لومړنیو خدماتو برخمنې شي.

په یو شمېر ولایتونو کې عامو خلکو د طالبانو د ځمکو د وېش پر دغه بهیر نیوکې او اعتراضونه کړي او وايي، په ځینو مواردو کې یې د خلکو ځمکې وېشلې دي.