• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو دفاع وزارت: پښتونخوا او بلوچستان کې مو د داعـ . ـش پر مرکزونو ډرون بریدونو کړي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۷ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزارت وایي چې د دوی هوايي ځواکونو په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې د داعـ . ـش پر ګډو مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي. د خبرپاڼې له مخې، دا بریدونه نن شپه د پشین ولسوالۍ په سرانان او د خیبرپښتونخوا په قمبرخېلو او چترال سیمو کې شوي دي.

طالبانو ادعا کړې چې له دغو مرکزونو څخه په افغانستان کې د تخریبي کړنو او بریدونو د پلانولو لپاره کار اخیستل کېده او د هغو بمبارونو د همغږۍ د مرکز په توګه کارېدل چې په افغانستان کې یې ملکي وګړي په نښه کول. د خبرپاڼې پر بنسټ، په دغو بریدونو کې د داعش او د دوی د ملاتړو ګډو مرکزونو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي، خو ملکي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.

د طالبانو د دفاع وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه بریدونه په نښه شویو ځایونو په خورا دقت سره شوي دي. دغه وزارت ویلي چې د دوی هوايي او دفاعي ځواکونه به هر هغه ځای په نښه کړي چې د افغانستان د امنیت د خرابولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

تر اوسه د پاکستان حکومت یا د دغه هېواد پوځ په خپل قلمرو کې د طالبانو د دغو ادعا شویو هوايي بریدونو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي. دا ادعا شوي بریدونه د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ په اړیکو کې د ترینګلتیا په داسې وخت کې کېږي چې وړاندې تر دې دواړو لورو یو بل د وسله‌والو په پناه ورکولو تورن کړي وو.

وړمه شپه بیا پاکستاني ځواکونو د پکتیا او پکتیکا‌ ځینې سیمې بمبار کړې او ادعا کوله چې لسګونه ترهګر یې پکې وژلې دي. خو ملګرو ملتونو، ځايي اوسېدونکو او طالبانو بیا ویلي چې د پاکستان دغو بمباریو کې ۳۵ ملکي وګړي وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي. په ټپیانو کې یو شمېر ماشومان او ښځې هم شاملې دي. طالبان او پاکستان له تېر نږدې یوه کال راهیسې سره په سخت سیاسي او‌ پوځي کړکېچ کې سره اخته دي.

دواړه لوري پر یو بل ډرون بریدونه کوي،‌ وخت ناوخت پر ډیورنډ کرښه هم سره مخامخ جګړو کې ښکېل کېږي او یو بل سره یې هر ډول سوداګري هم بنده کړې ده.

که څه هم څو څو ځله په ترکیې، چین، سعودي او قطر کې د طالبانو او پاکستاني پلاويو ترمنځ مذاکرات وشول، خو بیا یې هم کړکېچ پای ته ونه رساوه. اسلام اباد ادعا لري چې طالبانو په خپله خاوره کې ټي‌ټي‌پي ته پناه ځایونه ورکړي او او پر کابل واکمن ادعا لري چې پاکستان په خپل هېواد کې د داعش ډلې ته مرکزونه ورکړي او له هماغه ځایه په افغانستان کې بریدونه پلانوي.

ډېر لیدل شوي

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي
۱

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي

۲

اصف درانی: د روسیې او طالبانو نږدېوالی ښايي د افغانستان په اړه سیمه‌ییز توازن بدل کړي

۳

د جرمني په هوايي ډګرونو کې د افغان پناه غوښتونکو د جبري اېستلو پر ضد لاریونونه وشول

۴
ځانګړی

افغانان د وېزو د محدودیتونو په لړ کې؛ د سفر قانوني لارې یوه په بلې پسې بندېږي

۵

د کورنیو چارو پخوانی وزیر: د ملګرو ملتونو تګلارو د طالبانو پر سیاستونو اغېز نه‌دی‌ کړی