د ایراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې 'یوشمېر افغانان' وژل شوي

سیمهییزو سرچینو د دوشنبې په ماښام افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د هرات پولې ته څېرمه ایراني پوله ساتو ځواکونو د افغانانو پر یوې ډلې ډزې کړې چې له امله یې یوشمېر افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
