د طالبانو د ټولګټو وزارت ویلي، د سالنګونو پر لویه لار د اساسي بیارغونې چارې روانې دي او د دغو چارو د چټکتیا او ښه ترسره کېدو لپاره به د چڼګاښ له ۱۹مې نېټې د سالنګونو لویه لار د درنو بار وړونکو (ټېلري) موټرو پر مخ تر بلې خبرتیا پورې وتړل شي.
دغه وزارت د سېشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پرېکړه د سالنګونو د بیارغونې د چارو د اسانه او خوندي ترسره کېدو لپاره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د تړل کېدو موده به تر بلې خبرتیا پورې دوام ولري او یوازې درانه بار وړونکي موټر به د دغې لارې له کارولو منع وي.
سالنګ لویه لار، چې د افغانستان شمال او سویل سره نښلوي، د هېواد له مهمو ترانزیټي او سوداګریزو لارو څخه ګڼل کېږي او د دې لارې هر ډول محدودیت د سوداګریزو توکو پر لېږد او تګ راتګ اغېز کولی شي.
د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح، ادعا کړې چې که په راتلونکې اوونۍ کې په پکتیا ولایت کې ټاکنې ترسره شي، له ۹۰ سلنې ډېر خلک به جمهوري نظام، د افغانستان اساسي قانون او ملي بیرغ ته رایه ورکړي.
صالح د سېشنبې په ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي، طالبان د پکتیا د خلکو استازیتوب نه کوي او دغه ولایت، د افغانستان د ډېرو نورو سیمو په څېر، د طالبانو تر واک لاندې دی.
هغه طالبان یوه توندلاره او افراطي لږکۍ ډله بللې او ادعا یې کړې چې دغه ډله په پاکستان کې رامنځته شوې او د «ناپاکو جیوپولیټیکي لاسونو» له ملاتړ څخه برخمنه ده.
د نوموړي په وینا، پکتیا د ترهګرو ځاله نه ده او عادي خلک ان طالبانو ته هم اسانه لاسرسی نه لري، ځکه نه شي کولای د هغوی پر سیاستونو او هغو تګلارو اغېز وکړي چې صالح یې «د هېواد له ګټو سره په ټکر کې او تبعیضي تګلارې» بولي.
صالح همداراز ویلي، طالبان له هرې هغې وسیلې او لارې سره مخالفت لري چې خلک پیاوړي کوي. هغه د ځیرکو ټیلیفونونو پر کارولو د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې ویلي، د دغې ډلې وېره هم له همدې امله ده.