که څه هم خواله رسنۍ په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د معلوماتو د خپرولو، اړیکو ټینګولو او د خلکو د غږ رسولو مهمه وسیله ګرځېدلې ده؛ خو د طالبانو لهخوا لګېدلو محدودیتونو او څار یې پر ازاد فعالیت اغېز کړی دی.
د رسنیو فعالان او د خواله رسنیو کاروونکي وایي، د سیاسي، ټولنیزو او امنیتي موضوعاتو اړوند مطالب په ډېر احتیاط خپروي؛ ځکه د حسابونو تړل کېدو او احتمالي فشارونو وېره ورسره ده. د دوی په باور؛ دغه وضعیت د بیان ازادي محدوده کړې او خلک یې د خپلو نظرونو په څرګندولو کې احتیاط کولو ته اړ اېستي دي.
د خدیجې په نوم د کابل ښار یوې اوسېدونکې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې خواله رسنۍ اوس د پخوا په څېر نهشي کارولی. د هغې په وینا؛ په ځینو خواله رسنیو بندیز لګېدلی او یوازې د «ويپياېن» له لارې ورته لاسرسی شونی دی.
خدیجې زیاته کړه، هغه کسان چې د مخابراتي شبکو انټرنېټ کاروي له «ويپياېن» پرته ډېرو خواله رسنیو ته لاسرسی نهلري. د هغې په خبره؛ ان کله ناکله د «ويپياېن» په کارولو سره هم ځینې خواله رسنۍ لکه فېسبوک په سمه توګه کار نهکوي.
بل لور ته یوشمېر کاروونکي وایي، چې له محدودیتونو سره، سره خواله رسنۍ لاهم د معلوماتو شریکولو او د خلکو ستونزو بیانولو تر ټولو مهمه وسیله ده؛ په ځانګړي ډول هغه مهال چې رسمي رسنیو ته لاسرسی محدود وي.
د غزني یوه اوسېدونکې نرګس وایي، خواله رسنۍ اوس هم د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو د غږ رسولو مهمه وسیله ده. د هغې په وینا؛ ښځې د همدې لارې خپلې ستونزې، محدودیتونه او د ژوند سخت شرایط له نړۍ سره شریکوي.
خو ځینې نور کاروونکي بیا خواله رسنۍ د اندېښنې او ګواښ لامل بولي. ناصر (مستعار نوم) وایي، د ده یو خپلوان وروسته له هغې د طالبانو لهخوا ونیول شول چې په خواله رسنیو کې یې د طالبانو د کړنو په اړه نیوکه کړې وه.
د هغه په وینا؛ اوس خلک د طالبانو له وېرې نهشي کولی په ازاده توګه خپل نظر څرګند کړي، ځکه ښایي یوه عادي تبصره هم د نیول کېدو لامل شي. په ټولیز ډول که څه هم خواله رسنۍ په افغانستان کې د اړیکو، معلوماتو خپرولو او د خلکو د غږ رسولو مهم رول لري؛ خو د محدودیتونو، څار او د بیان ازادۍ پر وړاندې د شته خنډونو له امله یې فعالیتونه تر پخوا ډېر اغېزمن شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته پر خواله رسنیو او ډیجیټلي فضا بېلابېل محدودیتونه لګولي دي. د راپورونو له مخې؛ یادې ډلې د ټېکټاک، انسټاګرام او سنپ چټ په څېر رسنۍ بندې کړي، په ځینو مواردو کې یې د انټرنېټ پر کارونې لنډمهاله محدودیتونه هم لګولي وو او اوس یې په دولتي ادارو، پوهنتونونو او ځینو کاري ځایونو کې د ځیرکو موبایلونو کارول هم منع کړي دي.