له امنیتي ګواښونو سره، سره د هرمز تنګي له لارې د کښتیو تګراتګ دوام لري

د بېړیو څار نړۍوال شرکت مارین ټرافیک ویلي، سره له دې چې امنیتي اندېښنې لاهم پرځای دي او د جمعې او شنبې په ورځو پر دوو کښتیو بریدونه شوي؛ د هرمز تنګي له لارې د کښتیو تګراتګ لاهم دوام لري.
