• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چین د بهرنیو چارو وزیر: د واشنګټن او تهران ترمنځ اوسنی اوربند لا هم نازک او ماتېدونکی دی

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۲۰ GMT+۱

د چین دولتي خبري اژانس «شین‌هوا» راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له خپل سعودي سیال سره په ټلیفوني خبرو کې ټینګار کړی، چې بېجینګ د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو د بهیر د دوام ملاتړ کوي.

وانګ یي ویلي، اوسنی اوربند لا هم نازک او ماتېدونکی دی، خو زیاته کړې یې ده چې خبرې اترې له شخړې غوره دي او مذاکره له تقابل څخه غوره لار ده.

ترویج لرونکی

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي
۱

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي

۲

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی

۳

پاکستان وايي په کونړ، پکتیا او پکتیکا کې یې «هدفي هوایي بریدونه» ترسره کړي دي

۴

له کابل نه تر ستنېدو وروسته قزاقستانی ډاکټر: د افغانستان وضعیت «جګړه‌ییز» دی

۵

طالبان وايي په کابل کې نننۍ اورلګېدنه د موټر د تېلو ټانکۍ د چاودېدو له امله وه

•
•
•

نور کیسې

د امریکا سترې محکمې ټرمپ ته د اجراییوي چارواکو د ګوښه کولو واک ورکړ

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۲۶ GMT+۱
د امریکا سترې محکمې ټرمپ ته د اجراییوي چارواکو د ګوښه کولو واک ورکړ
100%

د امریکا سترې محکمې پرېکړه کړې چې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ کولای شي د اجراییوي څانګې هغه چارواکي له دندو ګوښه کړي چې د ولسمشر له خوا ټاکل شوي وي.

سترې محکمې په هغه قضیه کې چې د فدرالي سوداګرۍ کمېسیون د پخوانۍ غړې ربیکا سلاټر، د ګوښه کېدو په تړاو ثبت شوې وه، په ۶ د ۳ پر وړاندې رایه ورکړه. محکمې وویل، د کمېسیون د غړو د دندې خوندیتوب هغه شرط چې یوازې د ځانګړو دلایلو پر بنسټ یې د ګوښه کولو اجازه ورکوله، د اساسي قانون د واکونو د بېلتون له اصل سره په ټکر کې دی. د محکمې په وینا، هغه چارواکي چې د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي، باید ولسمشر ته ځواب‌ویونکي وي او ولسمشر د هغوی د ګوښه کولو واک لري.

ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې ربیکا سلاټر له دندې لرې کړې وه او ویلي یې و، د نوموړې پاتې کېدل د ده د ادارې له تګلارو او لومړیتوبونو سره سمون نه لري. سلاټر، چې تر دې وړاندې یې د ډیموکراټ سناتور چک شومر د سلاکارې په توګه هم دنده ترسره کړې وه، د خپلې ګوښه کېدو پر ضد محکمې ته عریضه کړې وه.

بلخوا، سترې محکمې په جلا پرېکړه کې ویلي، ټرمپ نه شي کولای د امریکا فدرالي زېرمه د واليانو د بورډ غړې لېزا کوک له دندې ګوښه کړي، ځکه فدرالي زېرمه د کانګرس له خوا د ځانګړي قانون له مخې جوړه شوې خپلواکه اداره ده او د غړو د لرې کولو لپاره ځانګړی قانوني مېکانېزم لري.

قطري چارواکی: د امریکا استازي دوحې ته ځي، خو له ایران سره به لیدنه ونه کړي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۰ GMT+۱
قطري چارواکی: د امریکا استازي دوحې ته ځي، خو له ایران سره به لیدنه ونه کړي
100%

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د امریکا ځانګړی استازی سټیو وېټکاف او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم جېرېډ کوشنر به دوحې ته ولاړ شي، څو له قطري منځګړو سره د امریکا او ایران د خبرو په اړه سلا مشورې وکړي. هغه زیاته کړې د واشنګټن او تهران ترمنځ به د لوړې کچې کومه لیدنه ترسره نه شي.

ماجد الانصاري د سې‌شنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل، د واشنګټن او تهران ترمنځ به د لوړې کچې کومه لیدنه ترسره نه شي.

نوموړي زیاته کړه، قطر تهران ته د ایران د کنګل شویو شپږو میلیاردو ډالرو پیسې نه دي لېږدولې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز وویل، دوحه له عمان سره، چې د هرمز تنګي په لوېدیځ ساحل کې موقعیت لري، د بېړیو د خوندي تګ راتګ په اړه همغږي کوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم ویلي، تهران په راتلونکو ورځو کې له امریکايي لوري سره په هېڅ کچه د لیدنې پلان نه لري.

بقايي: په راتلونکو ورځو کې له امریکايي لوري سره د لیدنې پلان نه لرو

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۵۰ GMT+۱
بقايي: په راتلونکو ورځو کې له امریکايي لوري سره د لیدنې پلان نه لرو
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، تهران په راتلونکو ورځو کې له امریکايي لوري سره په هېڅ کچه د لیدنې پلان نه لري. بقايي د سې‌شنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، چې په لبنان کې د جګړې پای ته رسول د امریکا ژمنه ده او واشنګټن باید اسراییل هم دې کار ته اړ کړي.

هغه زیاته کړه، ایران د امریکايي لوري سره د راتلونکو ورځو لپاره د خبرو یا لیدنې کوم پروګرام نه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز وویل، د چهارشنبې په ورځ به په دوحه کې له قطري چارواکو سره د تفاهم‌لیک د مادو او د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو په اړه غونډه ولري.

بقايي په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.

کوټه کې د ماهرنګ بلوڅ په ملاتړ اعتراض؛ یوشمېر معترضان د پولیسو له‌خوا نیول شوي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۳۲ GMT+۱
کوټه کې د ماهرنګ بلوڅ په ملاتړ اعتراض؛ یوشمېر معترضان د پولیسو له‌خوا نیول شوي
100%

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د بلوڅ یووالي کمېټې د مشرې ماهرنګ بلوڅ او صبغت‌الله شاه بلوڅ ته د عمري بند سزا پر ضد د اعتراضونو پر دوام پولیسو د احتجاج پرمهال یوشمېر نور معترضان هم نیولي دي.

د معترضانو د کورنیو په وینا؛ ټاکل شوې وه چې د برما هوټل په سیمه سریاب کې سوله‌ییز احتجاج ترسره شي، خو د اعتراض له پیلېدو مخکې پولیس او امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي وو.
د دوی په خبره؛ د احتجاج له پیل سره سم امنیتي ځواکونو د معترضانو د خورولو هڅه وکړه او له دې سره سم یوشمېر د بلوڅ یووالي کمیټې غړي يې ونيول. تر نیولو وروسته معترضانو د بشیر څلور لاره وتړله او خپل احتجاجي پرلت يې پیل کړ.

هغوی ویلي، تر هغه چې ټول نیول شوي کسان خوشې نه‌شي پرلت به دوام ولري. معترضانو د کوټې له اوسېدونکو، د بشري حقونو له بنسټونو، وکیلانو، سیاسي فعالانو او مدني ټولنې غوښتي، چې له دوی سره یوځای شي او د عدالت، اساسي حقونو او د قانون حاکمیت ملاتړ وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ نادیه بلوڅ او یوشمېر نورو سیاسي فعالانو د کوټې پرېس کلب مخې ته د ورکو کسانو په احتجاجي کمپ کې یوه مطبوعاتي غونډه وکړه.
د غونډې پرمهال ناديه بلوڅ د ماهرنګ بلوڅ او صبغت‌الله شاه بلوڅ د عمري بند سزا د عدالت له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې وبلله او ادعا یې وکړه، چې بلوچستان کې د سیاسي فعالانو، د بشري حقونو د مدافعینو او نیوکه کوونکو غږونو د ځپلو لپاره منظمه تګلاره روانه ده.
د همدې خبري غونډې له پای ته رسېدو وروسته پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی زبیر شاه اغا هم ونيوه او نامعلوم ځای ته یې ولېږداوه.

سي‌اېن‌اېن: د ټرمپ ځانګړی استازی له ایراني استازو سره د خبرو لپاره قطر ته ولاړ

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۲۲ GMT+۱
سي‌اېن‌اېن: د ټرمپ ځانګړی استازی له ایراني استازو سره د خبرو لپاره قطر ته ولاړ
100%

سي‌اېن‌اېن خبري شبکې د دوو لوړپوړو امريکايي سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټيو وېټکاف له ايراني استازو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی دی.

د راپور له مخې؛ د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال کاظم غريب‌ابادي ويلي، د ايران د کارپوهانو يو پلاوی هم دوحې ته ځي او ټاکل شوې ده چې هلته د دوو ورځو لپاره پاتې شي. هغه ټينګار کړی، چې د ايراني پلاوي غړي به له امريکايي استازو سره ليدنه ونه کړي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوشنبې (د چنګاښ ۸مه) پر «ټروت سوشال» خواله رسنۍ ليکلي: «ايران د غونډې غوښتنه کړې. دغه غونډه به سبا په دوحه کې ترسره شي».

ټرمپ د غونډې د ګډونوالو يا د احتمالي اجنډا په اړه نور جزیيات نه‌وو ورکړي؛ خو د سپينې ماڼۍ وياندې کارولين ليويټ څو ساعته وروسته د «فاکس اېنډ فرېنډز» په خپرونه کې وويل، چې د ټرمپ ځانګړی استازی سټيو وېټکاف او د امريکا د ولسمشر زوم جرډ کوشنر به په دغه غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته ولاړ شي.

سره له دې ايراني چارواکو په راتلونکو ورځو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د هر ډول مستقيمو يا تخنيکي خبرو د ترسره کېدو راپورونه رد کړي. د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال او د دغه هېواد مخکښ مرکچي کاظم غريب‌ابادي ويلي، که څه هم له قطر سره سلامشورې، د مقابل لوري د ژمنو د عملي کېدو څار په ګډون خبرې روانې دي؛ خو د ځينو رسنيو هغه راپورونه چې ګواکې په دوحه کې به د تخنيکي کاري ډلو خبرې ترسره شي، ناسم دي.