• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

باران او توپان په خوست کې د شپږیزې لیګ دویمه لوبه وځنډوله

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۷ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې په خوست کې د شپږیزې کرېکټ لیګ په اډانه کې د مس عینک او سپین غر لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه د سخت باران او توپان له امله ځنډېدلې ده.

ټاکل شوې وه، چې دغه لوبه نن چارشنبه، د چنګاښ په ۱۰مه، د خوست په رحمت ولي مسرور لوبغالي کې وشي، خو د هوا د خرابو شرایطو له امله ونه شوه.

د کرېکټ بورډ له لوري خپرې شوې ویډیوګانې او انځورونه ښيي، چې توپان د لوبغالي ځینو تاسیساتو، په ځانګړي ډول لنډمهاله چتریو ته زیان اړولی دی.

د شپږیزې کرېکټ لیګ د یوولسم پړاو سیالۍ نن په یوې پرانیستونکې لوبې پیل شوې.

په دغو لوبو کې د تېر پړاو اتلې امو لوبډلې بند امیر لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماته ورکړه او سیالۍ یې په بري پیل کړې.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۵
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

•
•
•

نور کیسې

کیلیان امباپي: زما موخه د میسي ریکارډ ماتول نه‌دي، زه د اتلولۍ لپاره مبارزه کوم

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۲۹ GMT+۱
کیلیان امباپي: زما موخه د میسي ریکارډ ماتول نه‌دي، زه د اتلولۍ لپاره مبارزه کوم
100%

د فرانسې د ملي لوبډلې ستوري کیلیان امباپي له سویډن څخه د خپلې لوبډلې د درې پر صفر بریا وروسته وویل، چې د نړۍوال جام د ګولونو ریکارډ ماتول یې لومړیتوب نه‌دی؛ بلکې تر ټولو مهمه موخه یې د فرانسې اتلولي ده.

امباپي د سویډن لوبډلې پر وړاندې دوه ګولونه ووهل. نوموړي د فوټبال په نړۍوال جام کې د خپلو ګولونو شمېر ۱۸ ته ورساوه او اوس د نړۍ د مشهور ارجنټایني لوبغاړي لیونل مسي د ۱۹ ګولونو له ریکارډ څخه یوازې یو ګول وروسته دی.

امباپي ټینګار وکړ، چې د غوره ګول وهونکي لقب پرځای یې ټوله پاملرنه پایلوبې ته د فرانسې لوبډلې رسول او د نړۍوال جام ګټلو ته ده. هغه وویل: «ډاډه یم چې لېونل مسي به بیا هم ګولونه ووهي. له همدې امله دغه سیالۍ ته ډېر فکر نه‌کوم. زما تمرکز یوازې پر راتلونکو لوبو او زموږ اصلي موخه، یعنې د نړۍوال جام اتلولۍ ته د نږدې کېدو ده».

فرانسه به د شنبې په ورځ د نړۍوال جام د یو پر اته (۱۶ لوبډلو) په مهالوېش کې د پاراګوای پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.

100%

د افغانستان د فوټبال ۱۵کلنو لوبډله په نړۍوال جام او د ۲۰۲۶کال فیفا فسټیوال کې ګډون کوي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۲۲ GMT+۱
د افغانستان د فوټبال ۱۵کلنو لوبډله په نړۍوال جام او د ۲۰۲۶کال فیفا فسټیوال کې ګډون کوي
100%

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې د هېواد تر ۱۵ کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډلې د ۱۵ کلنو نړۍوال جام او د ۲۰۲۶کال فیفا فستیوال کې د ګډون جواز ترلاسه کړی دی. دغه سیالۍ د فیفا د بنسټیز فوټبال د پراختیايي پروګرامونو په چوکاټ کې ترسره کېږي.

د فدراسیون د معلوماتو له مخې؛ دغه سهمیه په افغانستان کې د ۱۴ کلنو څخه د کم عمره لوبډلو د فوټبال سیالیو د منظمې ترسره کېدو له امله ترلاسه شوې او د فوټبال په برخه کې د هېواد د ځوانو استعدادونو د موندنې او روزنې په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

د ۱۵ کلنو نړۍوال جام او د فیفا فستیوال د ځوانو لوبغاړو د استعداد موندنې او ودې نړۍوال پروګرام برخه ده، چې موخه یې د نړۍوالو تجربو زیاتېدل، د تخنیکي مهارتونو لوړول او د فوټبال د راتلونکي نسل لپاره د لوبغاړو چمتو کول دي.

دغه سیالۍ به د ۲۰۲۶کال د اکتوبر له ۲۲مې تر ۳۱مې پورې د اذربایجان په کوربه‌توب ترسره شي، چې د فیفا د غړو هېوادونو تر ۱۵ کلنو کم عمره لوبډلې به په‌کې ګډون وکړي. هغه لوبغاړي چې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې زېږېدلي وي، په دغه سیالیو کې د ګډون وړ دي.

د دغه فستیوال د مقرراتو له مخې، سیالۍ به د اتو لوبغاړو پر وړاندې د اتو لوبغاړو په بڼه ترسره شي؛ دغه سیستم د دې لپاره پلان شوی، چې لوبغاړي له توپ سره ډېر تماس ولري، انفرادي مهارتونه یې پیاوړي شي، د لوبې پرمهال د پرېکړې وړتیا یې ښه شي او تنکي فوټبالران لا ډېره تجربه ترلاسه کړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په وینا؛ په دغه نړۍوالې سیالۍ کې ګډون د هېواد د فوټبال د راتلونکي نسل لپاره یو ارزښتناکه فرصت دی. فدراسیون هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان ځوان لوبغاړي به د نړۍ د غوره لوبډلو ترڅنګ د تجربې په ترلاسه کولو سره د هېواد د بنسټیز فوټبال د پرمختګ په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي.

احمد سهیل جعفري به د اتلولۍ کمربند لپاره له پاکستاني سیال سره مخ شي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۴۸ GMT+۱
احمد سهیل جعفري به د اتلولۍ کمربند لپاره له پاکستاني سیال سره مخ شي
100%

د رزمي ترکیبي هنرونو (MMA) افغان لوبغاړی احمد سهیل جعفري به د انفینېټ اتلولۍ کمربند لپاره له پاکستاني سیال عظیم خان سره مخ شي. دغه سیالي به د ۷۰ کیلو ګرامه وزن په کټګورۍ کې (د چنګاښ په ۱۷مه) د اسلام‌اباد په لیاقت لوبغالي کې ترسره شي.

د انفینېټ اتلولۍ سازمان د اعلان له مخې؛ عظیم خان چې د ۱۵ بریاوو او ۳ ماتو ریکارډ لري، له احمد سهیل جعفري سره مخ کېږي، چې تراوسه یې په خپل ریکارډ کې ۱۲ بریاوې او یوازې ۲ ماتې ثبت کړې دي.
د دغه سیالۍ تنظیموونکو یاده لوبه د اتلولۍ لوبه بللې ده؛ د افغانستان او پاکستان د دوو تکړه لوبغاړو ترمنځ لوبه چې دواړه به د شوکیا په سیالیو کې په زړه پورې کړنو سره د دغه سازمان په تاریخ کې د ځان ثبتولو لپاره مبارزه وکړي.
د انفینېټ سازمان د دغه په زړه پورې لوبې په اړه لیکلي، عظیم خان د پاکستان یو له مخکښو شخصیتونو ګڼل کېږي او د کلونو سخت کار، نظم او په لوړه کچه سیالیو کې د بریالي ګډون له لارې یې دغه مقام ترلاسه کړی دی. په مقابل کې د رزمي هنرونو افغان لوبغاړی احمد سهیل جعفري له خپل غوره استعداد سره به د سازمان د لومړۍ اتلولۍ کمربند ګټلو لپاره د لوبو ډګر ته ښکته شي.
دواړه لوبغاړو په ټولیزه توګه ۳۲ سیالۍ کړې، چې ۲۷ یې ګټلې او یوازې ۵ یې بایللې دي؛ شمېرې ښیي چې دغه لوبه به د رزمي هنرونو په برخه کې یوه له خورا متوازن او حساسو سیالیو څخه وي.

100%
100%

دژان ډيډوویچ: د افغانستان فوټسال یوه پټه خزانه ده او غوره ورځې یې لا په مخ کې دي

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۰۸ GMT+۱
دژان ډيډوویچ: د افغانستان فوټسال یوه پټه خزانه ده او غوره ورځې یې لا په مخ کې دي
100%

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نوي روزونکي دژان ډيډوویچ ویلي، د هغه اصلي موخه دا ده چې دغه لوبډله نړۍوال جام ته ورسوي. هغه د افغانستان د فوټسال د لوړې وړتیا په یادولو سره دغه لوبډله «یوه پټه خزانه» بللې ده.

نوموړي د فوټسال مینه‌والو څخه غوښتي، چې د ملي لوبډلې ملاتړ وکړي او زیاته یې کړه: «تر ټولو ښې ورځې او سترې بریاوې لا په مخ کې دي». د افغانستان روزونکي ویلي، په معتبرو بهرنیو لیګونو کې د افغان لوبغاړو حضور د ملي لوبډلې د پرمختګ لپاره یو مهم عامل دی.

ډیډوویچ له (اېسنا) خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، د افغانستان د ملي لوبډلې د روزنې منلو اصلي انګېزه یې د یوې سترې ننګونې منل وو. هغه زیاته کړه، چې تل یې لېوالتیا لرله په لویو او هیله‌بښوونکو پروژو کې کار وکړي.

د هغه په وینا؛ افغانستان ډېر استعدادونه لري او هیله لري چې له دې لوبډلې سره یوځای د افغانستان خلکو ته خوښۍ او ویاړ ور په برخه کړي. دغه صربستاني روزونکي د افغانستان د فوټسال پرمختګ د پام وړ وباله او ویې ویل، چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې یې د یادې لوبډلې فعالیتونه څارلي دي.

100%

د هغه په خبره؛ افغان لوبغاړي لوړ تخنیکي کیفیت، غوره انفرادي وړتیاوې او ډېر استعداد لري او ترڅنګ یې د راتلونکي لپاره یو نوی او تکړه نسل هم راټوکېدلی دی.‌ ډيډوویچ وویل، د هغه پروګرامونه د غوره لوبغاړو پر پېژندلو او د دوو لوبډلو پر جوړولو متمرکز دي؛ یوه به د لویانو ملي لوبډله وي او بله به د ځوانو استعدادونو لوبډله وي.

هغه زیاته کړه، په کابل کې د تمریناتي کمپ له بشپړېدو وروسته به د افغانستان ملي لوبډله د تایلنډ په سیالیو کې ګډون وکړي؛ څو خپل اصلي توان وازمويي. له هغې وروسته به د فیفا د رسمي لوبو (FIFA Days) پر مهال د پیاوړو ملي لوبډلو پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.

ډیډوویچ د ایران د فوټسال مقام ته په اشارې وویل، د لوبغاړو ریښتینی پرمختګ هغه وخت رامنځته کېږي چې په معتبرو کلبونو او د لوړې کچې لیګونو کې ولوبېږي. هغه د ایران د فوټسال لیګ د اسیا له غوره لیګونو وباله او ویې ویل چې دی او د روزنیز کادر غړي به په منظم ډول په دغه لیګ کې د افغان لوبغاړو فعالیتونه وڅاري.

100%

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې روزونکی هم باور لري، چې د اسیا په ډلبندۍ کې د یادې لوبډلې پنځم ځای د پرمختګ وروستی پړاو نه‌دی؛ بلکې دغه لوبډله لاهم د لازیات پرمختګ وړتیا لري.

هغه د خپلو لوبغاړو لوړې انګېزې او د زده‌کړې روحیې ته په اشارې هیله څرګنده کړه، چې د دوامدارو هڅو او منظم پلان له لارې به افغانستان د اسیا د فوټسال له مخکښو او پیاوړو لوبډلو څخه شي.

100%

افغان کرېکټ بورډ: د یوولسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ د جولای په لومړۍ نېټه پیلېږي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۰۲ GMT+۱
افغان کرېکټ بورډ: د یوولسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ د جولای په لومړۍ نېټه پیلېږي
100%

د افغانستان کرکټ بورډ د یوولسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ د پیل له نېټې مخکې د دغو سیالیو مالي ملاتړي او رسمي خپروونکي اعلان کړل. ټاکل شوې ده چې دا کورنۍ شل اوریزې سیالۍ د جولای په لومړۍ نېټه د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور ملي کرکټ لوبغالي کې پیل او د جولای تر ۱۴مې نېټې پورې دوام وکړي.

کرکټ بورډ ویلي چې د شپږیزې کرکټ لیګ د یوولسم پړاو سیالۍ به د افغانستان د کورني کرکټ د ودې، د ځوانو لوبغاړو د وړتیاوو د څرګندولو او د ملي لوبډلې لپاره د نویو استعدادونو د موندلو په موخه ترسره شي.

په ورته وخت کې، د دغو سیالیو رسمي خپروونکي هم اعلان شوي او مینوال به وکولای شي چې د افغانستان او نړۍ له بېلابېلو تلویزیوني او ډیجیټلي چینلونو څخه د سیالیو ژوندۍ خپرونې وګوري.

شپږیزه کرکټ لیګ د افغانستان د کورني کرکټ تر ټولو ستر او مشهور شل اوریز ټورنمنټ ګڼل کېږي، چې له تېرو یوولسو کلونو راهیسې د هېواد د کرکټ په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.

د کرکټ ګڼ شمېر ستوري لوبغاړي لومړی ځل د همدې لیګ له لارې راڅرګند شوي او وروسته یې ملي لوبډلې ته لاره موندلې ده.

تمه کېږي چې د سږ کال سیالۍ به هم د هېواد د بېلابېلو زونونو د پیاوړو لوبډلو ترمنځ په تودې سیالۍ بدل شي او د کرکټ مینه‌والو پراخ پام به ځانته راواړوي.