• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د هوا پوهنې اداره: د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۲ GMT+۱

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او برېښنا، ناڅاپي سېلابونو او تېزو بادونو اټکل شوی دی.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان‌وردګ، کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر او بغلان ولایتونو کې د سختو ورښتونو او د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

د خبرپاڼې له مخې، په یادو ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي‌مترو پورې اټکل شوې ده.

د هوا پوهنې ادارې همدارنګه خبرداری ورکړی چې په شمالي، لوېدیځو، سوېلي، سوېل‌ختیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې به تېز بادونه، د خاورو او دوړو توپانونه هم رامنځته شي.

د یادېادارې د اټکل له مخې، د باد چټکتیا به په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ کیلومترو پورې ورسېږي.

د هوا پوهنې ادارې له اوسېدونکو، په ځانګړي ډول د سېلاب‌ځپلو او غرنیو سیمو له خلکو غوښتي چې د احتمالي سېلابونو، تېزو بادونو او نورو طبیعي پېښو پر وړاندې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.

ډېر لیدل شوي

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟
۱
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۲

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۳

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۴

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي