د غلاوو او جنایي جرمونو په اوج کې؛ ننګرهار کې طالبانو د دوو موټرو د غلا په تور یو کس نیولی

د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ اعلان کړی چې د دغه ښار د نهمې امنیتي حوزې پولیسو یو تن د دوو کرولا ډوله موټرونو د غلا په تور نیولی دی. له دې سره هممهاله په دغه ولایت کې خلکو له خوا د جنایي پېښو او وسلهوالو غلاوو څخه شکایتونه ډیر شوي دي.
