• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نړۍوال سیاست کې د ښځو رول؛ افغانستان د هغه هېوادونو په کتار کې دی چې «استثنايي شرایط» لري

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۴۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې راپور ښيي، افغانستان لاهم د هغه هېوادونو په ډله کې دی چې د سیاسي جوړښتونو دننه د ښځو د حضور په اړه هېڅ د باور او د وړاندې کېدو وړ احصایه نه‌لري.

په دغه راپور کې چې د نړۍ د ۱۹۰ هېوادونو په سیاسي واکمنو جوړښتونو کې د ښځو د ګډون وضعیت ارزول شوی، افغانستان د ګینې او میانمار ترڅنګ د «استثنايي شرایطو» یا د معلوماتو نشتوالي په برخه کې شامل شوی دی.

دغه راپور د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې له‌خوا «په سیاست کې ښځې» تر عنوان لاندې د روان زېږدیز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه خپور شوی دی. د راپور موندنې ښيي، چې د نړۍ په پارلمانونو کې د ښځو اوسط حضور ۲۷.۴ سلنه دی، افغانستان د فعال پارلماني جوړښت د نشتوالي او رسمي معلوماتو ته د نه لاسرسي له امله د مقننه جرګو په نړۍواله ډلبندۍ کې شامل شوی نه‌دی.

په دغه ډلبندۍ کې لومړی مقام روانډا لري، چې د پارلمان ۶۳.۸ سلنه څوکۍ ښځو ته ورکړل شوې دي. ورپسې کیوبا د ۵۷.۲ سلنه او نیکاراګوا د ۵۵ سلنه په کچه ځای لري.

په دولتي کابینو کې د ښځو د ونډې په برخه کې هم افغانستان له نوملړه اېستل شوی دی. راپور افغانستان د شمالي کوریا او میانمار ترڅنګ د هغه هېوادونو په ډله کې یاد کړی، چې د کابینې په کچه د ښځو د حضور په اړه د لاسرسي وړ معلومات نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې ښځو د افغانستان په پارلمان کې شاوخوا ۲۷ سلنه څوکۍ لرلې. په دغه شمېر کې د ولسي جرګې د ټولټال ۲۵۰ څوکيو له ډلې ۶۸ څوکۍ شاملې دي، چې د اساسي قانون له مخې ښځو ته ځانګړې شوې وې. خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښځې د ټولو رسمي سیاسي پرېکړه‌کوونکو جوړښتونو څخه لرې کړل شوې.

د «د ۲۰۲۶کال په سیاست کې ښځې» راپور هم ښيي، چې په نړۍواله کچه د ښځو لوړه سیاسي ونډه لاهم محدوده ده؛ یوازې ۱۰.۶ سلنه هېوادونه ښځینه ولسمشره یا د دولت مشره لري او ۱۰.۹ سلنه هېوادونه ښځینه لومړۍ وزیره لري.

افغانستان په داسې حال کې له دغه نوملړونو بهر دی، چې د طالبانو له‌خوا د پارلمان له لغوه کېدو وروسته ښځې نه یوازې د سیاسي مشرتابه په کچو؛ بلکې د عامه استازولۍ په ټولو جوړښتونو کې هېڅ رسمي ونډه نه‌لري.

د ښځو د حقونو کارپوهان وايي، د افغان ښځو لرې کول د سیاسي ځواک له جوړښتونو څخه افغانستان د نړۍ له هغو څو هېوادونو څخه ګرځولی چې ښځې په‌کې په بشپړ ډول د رسمي پرېکړه‌کوونکو پروسو څخه اېستل شوې دي؛ دغه وضعیت د افغانستان او د ښځو د نړۍوال سیاسي ګډون ترمنځ واټن نور هم زیات کړی دی.

ډېر لیدل شوي

د داعـ.ـش خراسان د مشرانو د معلوماتو په بدل کې د امریکا د میلیون ډالري جایزو اعلان
۱

د داعـ.ـش خراسان د مشرانو د معلوماتو په بدل کې د امریکا د میلیون ډالري جایزو اعلان

۲

په پاکستان کې د افغان محصلینو ټولنې د ویزو او نیونو پر ضد عالي محکمه کې قضیه ثبت کړه

۳

د افغانستان نوې سوداګریزې لارې د خیبر پښتونخوا اقتصاد له ستونزو سره مخ کوي

۴

عطامحمد نور امیر خان متقي ته: «رېښتیا هم چې جاهل او وحشي، ښه او بد نه‌لري»

۵

د امریکا پخوانی سفیر: د افغانستان له پامه غورځول د امریکا ملي امنیت ته ګواښ دی