د ګډ امنیتي تړون سازمان د دوشنبې په ورځ د تولګابیک مسادکوف هغه انځورونه خپاره کړل، چې د تاجکستان او افغانستان د پولې د لیدنې پر مهال اخیستل شوي وو.
د ګډ امنیتي تړون سازمان په رسمي خبرپاڼه کې راغلي، چې مسادکوف د خپل سفر پرمهال د تاجکستان د سوېلي پولو په اوږدو کې له سرحدي پوستو، د تالاشۍ له مرکزونو او د سرحدي ځواکونو له مېشت ځایونو لیدنه کړې او په دغه سیمو کې یې دفاعي چمتووالی ارزولی دی.
د ګډ امنیتي تړون سازمان سرمنشي همدارنګه د تاجکستان د سرحدي ځواکونو له قوماندان او د دغه هېواد د ملي امنیت دولتي کمېټې له لومړي مرستیال جنرال مرادعلي رجبزاده سره هم کتلي.
دواړه لوریو «د تاجکستان او افغانستان د پولې د امنیت ټینګښت او پیاوړتیا لپاره د ګډ امنیتي تړون سازمان د نړۍوالو موخو پروګرام» د پلي کېدو وروستي بهیر په اړه خبرې وکړې.
د دغه سفر په بله برخه کې تولګابیک ماسادکوف په غرنیو او سختو سیمو کې د سرحدي سړکونو د جوړېدو له بهیر هم لیدنه کړې. دغه پروژه د دې لپاره پلې کېږي، چې د لوژستیکي چارو اسانتیا رامنځته او د سرحدي ځواکونو چټک تګراتګ یقیني شي.
دغه لیدنه د ګډ امنیتي تړون سازمان د نړۍوالو موخو پروګرام د لومړي پړاو پلي کېدو په چوکاټ کې ترسره شوې ده. دغه پروګرام د ۲۰۲۴کال د نومبر په میاشت کې د غړو هېوادونو د مشرانو لهخوا تصویب شو.
یاد پروګرام چې بنسټ یې د ۲۰۱۳کال وړاندیز ته ورګرځي، د تاجکستان سرحدي ځواکونو ته د وسلو، پوځي او تخنیکي تجهیزاتو د برابرولو په موخه جوړ شوی؛ څو وکولای شي د وسلهوالو ډلو د نفوذ، د نشهيي توکو د قاچاق او ترهګریزو فعالیتونو په څېر ګواښونو سره ښه مبارزه وکړي.
د تاجکستان او افغانستان د ګډې پولې اوږدوالی شاوخوا ۱۳۴۴ کیلومتره دی، چې ډېره برخه یې په غرنیو او سختو لارو لرونکو سیمو کې پرته ده او کنټرول یې له ستونزو ډک دی. د ګډ امنیتي تړون سازمان چارواکي د دغه پولې امنیتي وضعیت لاهم «پېچلی» بولي.
تاجکستان څو ځله له افغانستان نه د ناامنۍ خپرېدو د مخنیوي لپاره د سیمهییزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د ماسادکوف دغه سفر د سازمان د ګډو ژمنو د عملي کولو په لور یو عملي ګام بلل کېږي.
دغه پروګرام درې پړاوه لري: په لومړي پړاو کې د غړو هېوادونو د وسایلو او امکاناتو برابرولو ظرفیت ارزول کېږي، په دویم پړاو کې د تجهیزاتو پېرودل او سپارل ترسره کېږي او په درېیم پړاو کې بشپړ ځای پرځای کېدل عملي کېږي.
کارپوهان باور لري، چې د یادې پولې پیاوړتیا نه یوازې د تاجکستان د امنیت لپاره مهمه ده؛ بلکې د ټولې سیمې لپاره ستراتیژیک ارزښت لري. د ګډ امنیتي تړون سازمان په وروستیو کلونو کې په همدې سیمه کې ګډ پوځي تمرینونه هم ترسره کړي، څو د غړو هېوادونو ځواکونو ترمنځ همغږي لوړه شي.