د ۲۰۲۶ نړیوال جام؛ کومې لوبډلې به په غوره ۱۶ پړاو کې د یو بل پر وړاندې ولوبېږي؟

د ۲۰۲۶ نړیوال جام د ۱/۱۶ نهایی پړاو (د ۳۲ ټیمونو پړاو) لا نه دی ختم شوی، خو تر اوسه د ۱/۸ نهایی (د غوره ۱۶ پړاو) له اتو لوبو څخه درې لوبې معلومې شوې دي. نورې پنځه لوبې به وروسته د پاتې سیالیو په کېدو سره روښانه شي.
تر اوسه په یو اتم غوره پړاو کې د فرانسې او پاراګوای، کاناډا او مراکش، او برازیل او ناروې مخامخ کېدل قطعي شوي دي.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام د یو اتم پړاو د سیالیو مهالوېش:
کانادا- مراکش (د جولای ۴مه)
فرانسه- پاراگوای (د جولای ۵مه)
برازیل- ناروې (د جولای ۶مه)
مکسیکو – د بریتانیا او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د لوبې ګټونکی (د جولای ۶مه)
د پرتګال او کروشیا د لوبې ګټونکی – د هسپانیا او اتریش د لوبې ګټونکی
د امریکا او بوسنیا د لوبې ګټونکی – د بلجیم او سنګال د لوبې ګټونکی
د ارجنټاین او کېپ وردې د لوبې ګټونکی – د اسټرالیا او مصر د لوبې ګټونکی
د سویس او الجزایر د لوبې ګټونکی – د کولمبیا او ګانا د لوبې ګټونکی
ټاکل شوې چې د یو پر شپاړسم پړاو له بشپړېدو وروسته به د ۲۰۲۶ نړیوال جام د وروستیو یو اتم لوبډلو بشپړ جدول هم روښانه شي.
