د امریکا مرستیال ولسمشر: واشنګټن له ایران سره په خبرو کې ټولې برلاسۍ وسیلې په لاس کې لري

د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي وېنس ویلي چې متحده ایالات له ایران سره په روانو خبرو اترو کې «ټولې برلاسۍ وسیلې» په واک کې لري او د ډونالډ ټرمپ اداره، که ډیپلوماسي بریالۍ شي او که ناکامه، ځان په یوه «ګټونکي» دریځ کې ویني.
