• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان په هرنایي ولسوالۍ کې د ګازو یو شرکت شپږ کارکوونکي تښتول شوي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۵۸ GMT+۱

د بلوچستان ایالت د هرنایي ولسوالۍ د شاهرګ په زرغون سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د ماړي ګاز شرکت شپږ کارکوونکي تښتولي دي. د پولیسو په وینا؛ ټول تښتول شوي کارکوونکي پښتانه دي او د دمړ قبیلې پورې تړاو لري.

پولیسو د پېښې د څرنګوالي او د تښتوونکو د هویت په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي؛ خو ویلي یې دي چې د تښتول شویو کارکوونکو د موندلو او د بریدګرو د نیولو لپاره پلټنې او عملیات روان دي.
بلخوا د بلوچستان ایالتي وزیر نور محمد دومړ د یادو کارکوونکو تښتول غندلي او دا یې د انسانیت ضد کړنه بللې ده

ترویج لرونکی

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي
۱

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي

۲

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۳

طالبانو په بدخشان کې د «ځانګړي اوپراتیفي ماموریت» لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې

۴

اشرف غني: پر افغانستان د پاکستان برید یوازې امنیتي پېښه نه، بلکې ملي خبرداری دی

۵

د خیبر پښتونخوا یوې محکمې د ۱۵ وسله والو د نیولو لپاره نغدي انعامونه اعلان کړل

•
•
•

نور کیسې

د امریکا مرستیال ولسمشر: واشنګټن له ایران سره په خبرو کې ټولې برلاسۍ وسیلې په لاس کې لري

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۵۵ GMT+۱
د امریکا مرستیال ولسمشر: واشنګټن له ایران سره په خبرو کې ټولې برلاسۍ وسیلې په لاس کې لري
100%

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي وېنس ویلي چې متحده ایالات له ایران سره په روانو خبرو اترو کې «ټولې برلاسۍ وسیلې» په واک کې لري او د ډونالډ ټرمپ اداره، که ډیپلوماسي بریالۍ شي او که ناکامه، ځان په یوه «ګټونکي» دریځ کې ویني.

وېنس له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، امریکا دا مهال په «ډېر پیاوړي» موقف کې ده او د واشنګټن دریځ د تهران په پرتله پیاوړی دی.

هغه زیاته کړه، که خبرې اترې بریالۍ شي، چې د امریکا هیله هم همدا ده، نو ایران به د تل لپاره بدل شوی هېواد وي، د ترهګرۍ او سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ له ملاتړ څخه به لاس واخلي، د اټومي وسلو هر ډول هیلې به پرېږدي او بېرته به د نړیوال اقتصاد برخه شي.

د امریکا مرستیال ولسمشر خبرداری ورکړ چې که ایراني چارواکي د واشنګټن غوښتنو ته مثبت ځواب ور نه کړي، نو د ایران اټومي پروګرام به لا هم له منځه یوړل شي، د دغه هېواد دودیز پوځي ځواک به هم سخت زیان وویني او متحده ایالات به بیا هم د ایران په پرتله په پیاوړي دریځ کې پاتې شي.

د ونس څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو د دوام او د دواړو هېوادونو د اړیکو د راتلونکي په اړه نړیوالې سترګې ور اوښتې دي.

محمد باقر قالیباف: ایران د بندیزونو له لغوه کېدو وروسته خپل نفت ۲۰ سلنه په لوړه بیه پلوري

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱
محمد باقر قالیباف: ایران د بندیزونو له لغوه کېدو وروسته خپل نفت ۲۰ سلنه په لوړه بیه پلوري
100%

د ایران دپارلمان مشر محمدباقر قالیباف ویلي، د ایران پر تیلو د لګول شویو بندیزونو له موقتي لغوه کېدو وروسته، دغه هېواد خپل نفت ۲۰ سلنه په لوړه بیه پلوري.

قالیباف ویلي، له هغه وخته چې د ایران پر وړاندې سمندري بندیزونه لرې شوي، تر اوسه یې له ۴۰ میلیونو څخه ډېر بېرله نفت صادر کړي دي.

هغه زیاته کړې: «له هغې ورځې چې سمندري محاصره پای ته رسېدلې، تر نن پورې مو له ۴۰ میلیونو ډېر بېرله نفت صادر کړي دي».

تر دې وړاندې د «ټانکر ټرېکرز» د نفتو د لېږد څارونکې ادارې په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي وو چې ایران په تېرو دوو اوونیو کې، د امریکا له لوري د نفتو د محدودیتونو له لرې کېدو وروسته، شاوخوا ۵۰ میلیونه بېرله خام نفت صادر کړي دي.

د دغې ادارې د اټکل له مخې، دا کچه د ۲۰۲۶کال د جون میاشتې لپاره په ورځني ډول شاوخوا یو اعشاریه ۶۶ میلیونه بېرله نفتو صادراتو سره برابره ده.

د ایران د چارواکو دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د نفتو د صادراتو د زیاتېدو او د نړیوال بازار د بدلونونو په اړه بحثونه لا هم دوام لري.

د خامنه‌يي د جنازې مراسم؛ ایران د افغان ګډونوالو لپاره دوه زره او ۵۰۰ وړیا ویزې اعلان کړې

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۱
د خامنه‌يي د جنازې مراسم؛ ایران د افغان ګډونوالو لپاره دوه زره او ۵۰۰ وړیا ویزې اعلان کړې
100%

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې سلګونه افغانان د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د مشهد ښار ته د سفر تیاری نیسي. د ایراني چارواکو په وینا، د افغانستان وګړو ته د دغو مراسمو لپاره دوه زره او ۵۰۰ وړیا ویزې صادرې شوې دي.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې د تهران، قم او عراق له مراسمو وروسته د علي خامنه‌يي جسد د ایران په مشهد ښار کې خاورو ته وسپارل شي.

د خراسان رضوي ولایت مرستیال علي عسکري ویلي، د افغانستان د وګړو د ګډون د اسانتیا لپاره ۲ زره او ۵۰۰ وړیا ویزې ورکړل شوې دي. نوموړي اټکل کړی چې د ځمکنیو پولو له لارې به له دوو زرو څخه تر څلورو زرو پورې افغانان د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته داخل شي.

د ایراني چارواکو په وینا، د افغانستان څخه د ورتلونکو کسانو د استوګنې لپاره د مشهد ښار په جوماتونو او تکیاخانو کې ځانګړي ځایونه هم په پام کې نیول شوي دي.

راپورونه زیاتوي، د افغانستان څخه د ورتلونکو کسانو ترڅنګ، تمه کېږي چې په ایران کې مېشت ګڼ شمېر افغان کډوال هم د علي خامنه‌يي د خاورسپارۍ او اړوندو مراسمو کې ګډون وکړي.

نایجریا کې پر ښوونځي برید؛ تښتول شوي ۲۵ نجونې او ۱۱ هلکان لا هم د وسله والو په بند کې دي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۵۸ GMT+۱
نایجریا کې پر ښوونځي برید؛ تښتول شوي ۲۵ نجونې او ۱۱ هلکان لا هم د وسله والو په بند کې دي
100%

د نایجریا سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په شمال‌ختیځ کې پر یوه ښوونځي له برید وروسته لږ تر لږه ۳۶ زده‌کوونکي او د ښوونځي یو کارکوونکی لا هم د وسله‌والو په بند کې دي.

د بورنو ایالت د پوهنې کمېشنر د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۹مه، ویلي چې تښتول شوي کسان ۲۵ نجونې، ۱۱ هلکان او د ښوونځي یو کارکوونکی دي.

د هغه په وینا، اته کسان، چې د ښوونځي مرستیال هم پکې شامل دی، د وسله‌والو له منګولو ژغورل شوي دي.

چارواکو ویلي، دغه برید د دوشنبې په ورځ د بورنو ایالت د لاسا ښار په دولتي ښوونځي کې هغه مهال ترسره شو، چې زده‌کوونکي په ازموینو بوخت وو.

لاسا ښار د بورنو ایالت له هغو سیمو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې په ځلونو د وسله‌والو ډلو د بریدونو او پراخو انسان‌تښتونو شاهد پاتې شوی دی.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د نایجریا په شمال‌ختیځ کې پر ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو وسله‌وال بریدونه لا هم دوام لري او د زده‌کوونکو او ښوونیزو کارکوونکو د امنیت په اړه اندېښنې یې لا زیاتې کړې دي.

ازبکستان او قطر د افغانستان د پراختیا او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه غږېدلي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۱ GMT+۱
ازبکستان او قطر د افغانستان د پراختیا او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه غږېدلي
100%

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشف په دغه هېواد کې د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره لیدلي او په افغانستان کې یې د پراختیا او نورو بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سه‌شنبه د چنګاښ پر ۹مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراخولو او د افغانستان اړوند مسایلو بحث شوی دی.

په دې لیدنه کې د افغانستان د دوامدارې پراختیا د ملاتړ په موخه د سوداګریزو – اقتصادي، ترانسپورتي او لوژستیکي همکاریو د پراختیا او همدارنګه د کلتوري او بشرپاله همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د قطر سفیر د افغانستان د ټولنیزې او اقتصادي بیارغونې د ملاتړ په برخه کې د ازبکستان هڅې ستایلې او د سیمې د ثبات او پرمختګ په پیاوړتیا کې یې د تاشکند ونډه مهمه بللې ده.

دواړو غاړو د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د سیمه‌ییزو مسایلو اړوند د عملي همغږۍ پر زیاتوالي او د افغانستان په تړاو د منظمو خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی دی.