کورنۍ لوبې؛ په خوست کې د شپږیزې کرېکټ لیګ ۱۱م پړاو سیالۍ پیل شوې

د افغانستان کرېکټ بورډ لهخوا د شپږیزې کرېکټ لیګ ۱۱م پړاو سیالۍ د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) په خوست کې پیل شوې. د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې؛ دا لومړی ځل دی چې د شپږیزه کرېکټ لیګ سیالۍ له پلازمېنې کابل نه بهر په یوه ولایت کې ترسره کېږي.
په روان پړاو کې پنځه لوبډلو سپین غر، بند امیر، مس عینک، امو او بست برخه اخیستې ده. په دغه لوبډلو کې د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي او د کورني کرېکټ ځوان استعدادونه هم لوبېږي.
د سیالیو په لومړۍ لوبه کې د امو نهنګان او بند امیر ښاماران لوبډلې سره مخامخ شوې. د سپین غر لوبډلې مشري راشدخان، د امو عظمتالله عمرزي، د مس عینک رحمانالله ګربز، د بست ابراهیم ځدراڼ او د بند امیر لوبډلې مشري حشمتالله شهیدي پر غاړه لري.
د سیالیو په دغه پړاو کې به هره لوبډله دوه ځلې له نورو لوبډلو سره مخامخ شي او په ټولیز ډول به د ۱۴ ورځو په موده کې ۲۱ سیالۍ ترسره شي. د جدول دوه مخکښې لوبډلې به د جولای په ۱۴مه د اتلولۍ پایلوبه ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د شپږیزه کرېکټ لیګ لومړی پړاو په ۲۰۱۳کال کې پیل شوی و او سږکال یې ۱۱م پړاو ترسره کېږي. تر دې مهاله سپین غر لوبډلې درې ځله، امو او مس عینک لوبډلو دوه ـ دوه ځله او کابل لوبډلې هم دوه ځله د دغه سیالیو اتلولي خپله کړې ده.
