• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په اسټرالیا کې د افغانستان د سفارت چارې په رسمي توګه وځنډول شوې

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۱۶ GMT+۱

په کنبیرا کې د افغانستان د جمهوري نظام سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اسټرالیا د حکومت د پرېکړې له‌مخې یې په کنبیرا کې کونسلي خدمتونه ځنډول شوي دي. اسټرالیا ویلي، په دغه هېواد کې به د طالبانو هېڅ استازی ونه مني.

په کنبیرا کې د افغانستان د جمهوري نظام سفارت د چارشنبې په ورځ پر خپله ویبپاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي:« د کوربه هېواد د پریکړې له مخې، په اسټرالیا کې د دې استازولۍ کونسلي خدمتونه ځنډول شوي دي».

په ورته مهال تېره ورځ په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت او د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان کړی چې په کنبیرا کې د افغانستان د سفارت فعالیتونه په رسمي توګه ودرول شول.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې اسټرالیا د طالبانو اداره په رسمیت نه پیژني او د هغوی هېڅ استازی به ونه مني.

په اعلامیه کې راغلي:«اسټرالیا او په کنبیرا کې د افغانستان سفارت د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دي. موږ طالبان د افغان ولس د قانوني استازو په توګه په رسمیت نه پېژنو».

دواړو لوریو په اعلامیه کې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو سیستماتیک او دوامداره سرغړونې، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او د مخالفینو د غږونو ځپل په کلکه غندلي او د افغانانو د کرامت او بشري حقونو پر خوندیتوب یې په خپل ګډ عزم ټینګار کړی دی.

اعلامیه زیاتوي:«د شته ناخوالو او هغو محدودیتونو له امله چې د سفارت له کنټروله بهر وو او د دې اندېښنې له امله چې دغه وضعیت تر ناپایه وخته دوام نه شوای کولای، د اسټرالیا د حکومت په مشوره پرېکړه وشوه چې د سفارت چارې د ۲۰۲۶ کال د جون له ۳۰مې وروسته په بشپړ ډول وځنډول شي».

د اسټرالیا حکومت ژمنه کړې چې د ډیپلوماټیکو اړیکو د ۱۹۶۱ کال د ویانا کنوانسیون او د نړیوالو قوانینو له مخې به د سفارت د ودانۍ، پاتې جایدادونو او ارشیفونو ساتنه او درناوی کوي.

ترویج لرونکی

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي
۱

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي

۲

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۳

طالبانو په بدخشان کې د «ځانګړي اوپراتیفي ماموریت» لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې

۴

د طالبانو دفاع وزارت: پښتونخوا او بلوچستان کې مو د داعـ . ـش پر مرکزونو ډرون بریدونو کړي

۵

پاکستان د طالبانو له لوري ترسره شوي ډرون بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

اسلام‌جار: تشریفاتي کارونه بس کړئ او خلکو ته د کار زمینه برابره کړئ

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۲۱ GMT+۱
اسلام‌جار: تشریفاتي کارونه بس کړئ او خلکو ته د کار زمینه برابره کړئ
100%

د طالبانو د هرات والي اسلام‌جار د ددې ډلې د دولتي ادارو له مسوولانو غوښتي چې تشریفاتي او بې‌پایلې کارونه ودروي او خپل ټول تمرکز د خلکو لپاره د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو وکړي. هغه ویلي، خلک تر هر څه ډېر کار او عاید ته اړتیا لري.

اسلام‌جار دا څرګندونې د هرات په کچه د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره په یوه غونډه کې کړې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې ټولې ادارې باید د بېکارۍ د کمولو لپاره عملي پروګرامونه پلي کړي او ځوانانو او بېکاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د هغه په وینا، لهمسوولیت څخه تېښته او پلمې د منلو وړ نه دي او هره اداره باید هره میاشت راپور ورکړي چې څو کسانو ته یې د کار فرصتونه برابر کړي دي.

د هرات طالب والي همداراز د دولتي او غیردولتي ځمکو د پېژندنې او تثبیت بهیر د چټکولو سپارښتنه کړې او ویلي یې دي، د دې کار له لارې به د رغنیزو چارو زمینه برابره او خلکو ته به د کار فرصتونه پیدا شي.

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د بېکارۍ کچه شاوخوا ۲۵ سلنې ته رسېږي، چې دا کچه د هېواد د اقتصادي وضعیت د خرابوالي ښکارندویي کوي.

د شنونکو په باور، د طالبانو د سیاستونو له امله، چې بانکي سسټم، مرستې او را کړې ورکړې له ستونزو سره مخ دي، افغانستان د کاري فرصتونو له کمښت او د خلکو د عایداتي سرچینو له محدودېدو سره مخ دی. د کاري فرصتونو نشتوالی د دې لامل شوی، چې ګڼ افغانان د ژوند د ښه والي په هیله له هېواده د وتلو خطرناکې لارې وټاکي او یا هم پر ناقانونه لارو د ګاونډیو هېوادونو پر لور مهاجرت ته مخه کړي.

له بلې خوا، پر طالبانو نیوکې کېږي، چې د دولتي ادارو دندې تر ډېره خپلو پلویانو او نږدې کسانو ته ورکوي او داستخدام د شفافې پروسې نشتوالی د دې لامل شوی، چې ډېر مسلکي او لوستي کسان له کاره بې‌برخې پاتې شي.

په دولتي ادارو کې پر ځیرکو موبایلونو بندیز خلکو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۴۲ GMT+۱
•
عبدالله همیم
په دولتي ادارو کې پر ځیرکو موبایلونو بندیز خلکو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی
100%

په کندهار کې د موبایلونو یو شمېر پلورونکي او د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې په دولتي ادارو کې پر ځیرکو موبایلونو د طالبانو وروستي بندیز نه یوازې د هغوی کاروبارونه له مالي زیان سره مخ کړي، بلکې د عامو خلکو ورځنۍ چارې یې هم ټکنۍ کړې دي.

په کندهار کې د موبایلونو پلورونکي او ترمیموونکي وايي، په دولتي ادارو کې د ځیرکو موبایلونو پر کارولو د مولوي هبت الله اخوندزاده بندیز یې کارونه پیکه کړي دي.

موبایل پلورونکي وايي چې د ځیرکو موبایلونو په برخه کې یې میلیونونه افغانۍ پانګونه کړې ده خو اوس یې بیې ټیټې شوې دي.

د کندهار ښار د الجدید مارکیټ یو هټۍ‌وال وايي، له بهرنیو هېوادونو څخه مو د میلیونونو افغانیو ځیرک موبایلونه وارد کړي وو، خو اوس یې بازار پیکه شوی دی.
100%
د کندهار ښار د الجدید مارکیټ یو هټۍ‌وال وايي، له بهرنیو هېوادونو څخه مو د میلیونونو افغانیو ځیرک موبایلونه وارد کړي وو، خو اوس یې بازار پیکه شوی دی.

همدارنګه د ځیرکو ګرځنده موبایلونو د ترمیموونکو کاروبارونه هم اغیزمن شوي دي.

په ورته مهال د پخوانیو او ساده موبایلونو پیر او پلور زیات شوی او د کندهار د موبایلونو په مارکیټ کې یې بازار تود شوی دی.

موبایل پلورونکي وايي، د ساده موبایلونو ډیری پېرونکي یې د دولتي ادارو کارکوونکي دي.

د کندهار په الجدید مارکیټ کې د ساده موبایلونو بازار ګرم شوی دی.
100%
د کندهار په الجدید مارکیټ کې د ساده موبایلونو بازار ګرم شوی دی.

په کندهار ښار کې اوس د دولتي ادارو د کارکوونکو ترڅنګ ګڼ عام کسان هم ساده موبایلونه کاروي.

په کندهار کې اوس یوځل بیا د عامو خلکو ترمنځ د ساده موبایلونو کارونه دود شوې ده.
100%
په کندهار کې اوس یوځل بیا د عامو خلکو ترمنځ د ساده موبایلونو کارونه دود شوې ده.

د کندهار د دولتي ادارو کارکوونکي وايي، له رسمیاتو وروسته ځیرک موبایلونه کاروي، ځکه یوازې همدا موبایلونه دي، چې له دې لارې له ورځینو پېښو او حالاتو ځان خبروي.

100%

یواځیني کسان چې ډېر ځیرک موبایلونه کارکوي، ځوانه طبقه ده او یا هم هغه کسان دي چې له دولتي ادارو سره سر او کار نه لري.

100%

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د یوه شفاهي حکم له‌مخې، په ټولو دولتي ادارو کې د ځیرکو موبایلونو پر کارولو بندیز لګولی دی. شنونکي وايي، طالبان د معلوماتو د خپرېدو او د ویډیوګانو او انځورونو د اخیستلو له وېرې دا ډول محدودیتونه لګوي، خو بیه یې عام خلک او د هېواد د ننه سوداګر پرې کوي.

د افغانستان بانک د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام له استازي سره د مخه ښې ناسته کړې

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۲۸ GMT+۱
د افغانستان بانک د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام له استازي سره د مخه ښې ناسته کړې
100%

د افغانستان بانک د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) له استازي سټیفن روډریګز سره د هغه د دندې د پای ته رسېدو په مناسبت مخه ښه وکړه. په دې ناسته کې دواړو لوریو د وړو مالي تمویلونو، د مالي خدمتونو د پراختیا او د اقتصادي همکاریو د دوام پر اهمیت ټینګار کړی.

د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې،د طالبانو د بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي فعالیتونو او په ځانګړي ډول د وړو مالي تمویلاتو په برخه کې د سټیفن روډریګز له هڅو او ددې ادارې هڅې او ژمنتیا وستایلې.

خالد زیاته کړې چې یاد بانک غواړي د اسلامي مالي تمویلاتو خدمتونه د افغانستان ټولو سیمو ته وغځوي او د هېواد د اقتصادي پرمختګ او د فقر د کمولو په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام استازي، سټیفن روډریګز د وړو مالي تمویلاتو د پیاوړتیا په برخه کې د افغانستان بانک همکاري او ژمنتیا وستایله او هیله یې څرګنده کړه چې په دې برخه کې همکارۍ دوام ومومي.

سټیفن روډریګز د ۲۰۲۳ کال د مې په ۳۱مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) د استازي په توګه خپله دنده پیل کړه. هغه شاوخوا درې کاله د دې ادارې د استازي په توګه په افغانستان کې دنده وکړه او ټاکل شوې چې پر ځای یې نوی استازی وټاکل شي.

ایران غواړي پر هرمز تنګي یې کنټرول په نړیواله کچه ومنل شي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۱
ایران غواړي پر هرمز تنګي یې کنټرول په نړیواله کچه ومنل شي
100%

دوو لوړ پوړو ایراني سرچینو ویلي چې تهران هوډ لري پر هرمز تنګي خپل کنټرول په نړیواله کچه رسمي کړي او غواړي پر هغو بېړیو چې خلیج ته داخلېږي یا ترې وځي، د تګ راتګ فیسونه وضع کړي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، ایران هڅه کوي چې د دې کنټرول د اوږدمهالي رسميت ضمانت ترلاسه کړي او د تهران مرکچیان به له واشنګټن سره په روانو خبرو کې نور اختلافات تر هغه وخته نه شاربي، چې دا مساله نه وي حل شوې.

یو لوړ پوړی ایرانی چارواکی وايي چې که نور هېوادونه یې ونه مني، تهران به په زور هم خپل شرطونه عملي کړي او دوی به حتا که دا کار له امریکا سره د بیا جګړې لامل شي، هم کوي.

دویم ایراني چارواکي ویلي چې ایران له امریکا او اسراییل سره د احتمالي لویې جګړې له مخنیوي وروسته، اوس د دا د ځان لپاره یو تاریخي فرصت بولي.

خو د سینټ اندروز پوهنتون د معاصر تاریخ پروفیسور علي انصاري وايي ممکن ایران په دې محاسبه کې تېروتنه وکړي.

هغه وايي، « د دې شخړې د بیا راپورته کېدو احتمال تر هغه ډېر لوړ دی چې خلک فکر کوي، ځکه هېڅ لوری ځان مات شوی نه ګڼي.»

د ایران سفیر: ایران له افغانستان سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخوي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۴۹ GMT+۱
د ایران سفیر: ایران له افغانستان سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخوي
100%

په افغانستان کې د ایران سفیر، علي‌رضا بیکدلي ویلي چې تهران غواړي له کابل سره خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې او پیاوړې کړي.

بیکدلي چې په کابل کې یې د طالبانو د صنعت او کانونو د پنځم نړیوال نندارتون پر مهال خبرې کولې، ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټي لارو په پراخېدو سره اقتصادي همکارۍ هم زیاتې شوې دي.

بیکدلي زیاته کړې، چې ایراني شرکتونو په دې نندارتون کې له ګډون هرکلی کړی او خپل صنعتي او ودانیز محصولات یې نندارې ته وړاندې کړي دي.

په افغانستان کې د ایران سفیر ټینګار کړی چې ایران له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو دوام ته ژمن دی او دا بهیر به دوام ولري.

د طالبانو د صنعت او کانونو پنځم نړیوال نندارتون په کابل کې د دولتي ادارو او خصوصي سکټور په ګډون جوړ شوی، چې د افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو لسګونه شرکتونه پکې برخه لري.