• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمد باقر قالیباف: ایران د بندیزونو له لغوه کېدو وروسته خپل نفت ۲۰ سلنه په لوړه بیه پلوري

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱

د ایران دپارلمان مشر محمدباقر قالیباف ویلي، د ایران پر تیلو د لګول شویو بندیزونو له موقتي لغوه کېدو وروسته، دغه هېواد خپل نفت ۲۰ سلنه په لوړه بیه پلوري.

قالیباف ویلي، له هغه وخته چې د ایران پر وړاندې سمندري بندیزونه لرې شوي، تر اوسه یې له ۴۰ میلیونو څخه ډېر بېرله نفت صادر کړي دي.

هغه زیاته کړې: «له هغې ورځې چې سمندري محاصره پای ته رسېدلې، تر نن پورې مو له ۴۰ میلیونو ډېر بېرله نفت صادر کړي دي».

تر دې وړاندې د «ټانکر ټرېکرز» د نفتو د لېږد څارونکې ادارې په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي وو چې ایران په تېرو دوو اوونیو کې، د امریکا له لوري د نفتو د محدودیتونو له لرې کېدو وروسته، شاوخوا ۵۰ میلیونه بېرله خام نفت صادر کړي دي.

د دغې ادارې د اټکل له مخې، دا کچه د ۲۰۲۶کال د جون میاشتې لپاره په ورځني ډول شاوخوا یو اعشاریه ۶۶ میلیونه بېرله نفتو صادراتو سره برابره ده.

د ایران د چارواکو دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د نفتو د صادراتو د زیاتېدو او د نړیوال بازار د بدلونونو په اړه بحثونه لا هم دوام لري.

ترویج لرونکی

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي
۱

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي

۲

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۳

طالبانو په بدخشان کې د «ځانګړي اوپراتیفي ماموریت» لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې

۴

اشرف غني: پر افغانستان د پاکستان برید یوازې امنیتي پېښه نه، بلکې ملي خبرداری دی

۵

د خیبر پښتونخوا یوې محکمې د ۱۵ وسله والو د نیولو لپاره نغدي انعامونه اعلان کړل

•
•
•

نور کیسې

د خامنه‌يي د جنازې مراسم؛ ایران د افغان ګډونوالو لپاره دوه زره او ۵۰۰ وړیا ویزې اعلان کړې

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۱
د خامنه‌يي د جنازې مراسم؛ ایران د افغان ګډونوالو لپاره دوه زره او ۵۰۰ وړیا ویزې اعلان کړې
100%

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې سلګونه افغانان د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د مشهد ښار ته د سفر تیاری نیسي. د ایراني چارواکو په وینا، د افغانستان وګړو ته د دغو مراسمو لپاره دوه زره او ۵۰۰ وړیا ویزې صادرې شوې دي.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې د تهران، قم او عراق له مراسمو وروسته د علي خامنه‌يي جسد د ایران په مشهد ښار کې خاورو ته وسپارل شي.

د خراسان رضوي ولایت مرستیال علي عسکري ویلي، د افغانستان د وګړو د ګډون د اسانتیا لپاره ۲ زره او ۵۰۰ وړیا ویزې ورکړل شوې دي. نوموړي اټکل کړی چې د ځمکنیو پولو له لارې به له دوو زرو څخه تر څلورو زرو پورې افغانان د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته داخل شي.

د ایراني چارواکو په وینا، د افغانستان څخه د ورتلونکو کسانو د استوګنې لپاره د مشهد ښار په جوماتونو او تکیاخانو کې ځانګړي ځایونه هم په پام کې نیول شوي دي.

راپورونه زیاتوي، د افغانستان څخه د ورتلونکو کسانو ترڅنګ، تمه کېږي چې په ایران کې مېشت ګڼ شمېر افغان کډوال هم د علي خامنه‌يي د خاورسپارۍ او اړوندو مراسمو کې ګډون وکړي.

نایجریا کې پر ښوونځي برید؛ تښتول شوي ۲۵ نجونې او ۱۱ هلکان لا هم د وسله والو په بند کې دي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۵۸ GMT+۱
نایجریا کې پر ښوونځي برید؛ تښتول شوي ۲۵ نجونې او ۱۱ هلکان لا هم د وسله والو په بند کې دي
100%

د نایجریا سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په شمال‌ختیځ کې پر یوه ښوونځي له برید وروسته لږ تر لږه ۳۶ زده‌کوونکي او د ښوونځي یو کارکوونکی لا هم د وسله‌والو په بند کې دي.

د بورنو ایالت د پوهنې کمېشنر د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۹مه، ویلي چې تښتول شوي کسان ۲۵ نجونې، ۱۱ هلکان او د ښوونځي یو کارکوونکی دي.

د هغه په وینا، اته کسان، چې د ښوونځي مرستیال هم پکې شامل دی، د وسله‌والو له منګولو ژغورل شوي دي.

چارواکو ویلي، دغه برید د دوشنبې په ورځ د بورنو ایالت د لاسا ښار په دولتي ښوونځي کې هغه مهال ترسره شو، چې زده‌کوونکي په ازموینو بوخت وو.

لاسا ښار د بورنو ایالت له هغو سیمو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې په ځلونو د وسله‌والو ډلو د بریدونو او پراخو انسان‌تښتونو شاهد پاتې شوی دی.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د نایجریا په شمال‌ختیځ کې پر ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو وسله‌وال بریدونه لا هم دوام لري او د زده‌کوونکو او ښوونیزو کارکوونکو د امنیت په اړه اندېښنې یې لا زیاتې کړې دي.

ازبکستان او قطر د افغانستان د پراختیا او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه غږېدلي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۱ GMT+۱
ازبکستان او قطر د افغانستان د پراختیا او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه غږېدلي
100%

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشف په دغه هېواد کې د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره لیدلي او په افغانستان کې یې د پراختیا او نورو بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سه‌شنبه د چنګاښ پر ۹مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراخولو او د افغانستان اړوند مسایلو بحث شوی دی.

په دې لیدنه کې د افغانستان د دوامدارې پراختیا د ملاتړ په موخه د سوداګریزو – اقتصادي، ترانسپورتي او لوژستیکي همکاریو د پراختیا او همدارنګه د کلتوري او بشرپاله همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د قطر سفیر د افغانستان د ټولنیزې او اقتصادي بیارغونې د ملاتړ په برخه کې د ازبکستان هڅې ستایلې او د سیمې د ثبات او پرمختګ په پیاوړتیا کې یې د تاشکند ونډه مهمه بللې ده.

دواړو غاړو د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د سیمه‌ییزو مسایلو اړوند د عملي همغږۍ پر زیاتوالي او د افغانستان په تړاو د منظمو خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی دی.

افغان سفیر له اسټرالیا غوښتي چې افغان ښځو او نجونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۱
افغان سفیر له اسټرالیا غوښتي چې افغان ښځو او نجونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي
100%

په اسټرالیا کې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي د خپل ماموریت په وروستیو ورځو کې د دغه هېواد له لوی والي سام موسټین سره کتلي او په افغانستان کې یې د میلیونونو افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت او هیلو په اړه ورسره خبرې کړي.

دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په اسټرالیا کې د افغانستان د سفارت د تړل کېدو چارې روانې دي.

ښاغلي ویسي په دې کتنه کې مېرمن موسټین ته د هرات د ښځو لخوا یو لاسي ګنډل شوی دسمال په ډالۍ کې ورکړ او د افغان ښځو د وړتیا، عزت او همت ستاینه یې وکړه. هغه وویل چې دغه ډالۍ د هغو مېرمنو د هنر ښکارندويي کوي چې له سختو شرایطو سره سره یې خپله هیله ژوندۍ ساتلې ده.

د افغانستان سفیر د اسټرالیا له حکومت او خلکو مننه وکړه چې په سختو وختونو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ وو او د افغانستان د ملاتړ په لاره کې یې قربانۍ ورکړې دي. هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دا ملګرتیا او د استرالیا د خلکو سرښندنې به تل د افغانانو په یاد کې پاتې شي.

وحیدالله ویسي ټینګار وکړ که څه هم په استرالیا کې د افغانستان سفارت تړل کېږي، خو هیله لري چې دا هېواد به د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه وویل چې حکومتونه راځي او ځي، خو د افغانستان خلک پاتې کېږي او هغوی د سولې، ازادۍ، وقار او د خپل راتلونکي د ټاکلو مستحق دي.

د امریکا سترې محکمې د زیږون پر بنسټ تابعیت تایید او د ټرمپ اجراییوي فرمان یې رد کړ

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۴۰ GMT+۱
د امریکا سترې محکمې د زیږون پر بنسټ تابعیت تایید او د ټرمپ اجراییوي فرمان یې رد کړ
100%

د امریکا سترې محکمې پرېکړه کړې چې هغه ماشومان چې په متحده ایالاتو کې د هغو والدینو څخه زېږېدلي وي چې په غیرقانوني یا موقتي ډول په دغه هېواد کې مېشت دي، د اساسي قانون له مخې د امریکا تابعیت ترلاسه کوي.

محکمې د سې شنبې په ورځ پرېکړه کړې چې د اساسي قانون د څوارلسم تعدیل د تابعیت ماده پر دغو ماشومانو هم پلي کېږي او هغوی د زېږېدو له ورځې د امریکا اتباع ګڼل کېږي.

دا قضیه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه د صادر شوي اجراییوي فرمان په تړاو وه. په دغه فرمان کې ویل شوي و چې هغه ماشومان چې په امریکا کې د غیرقانوني یا موقتي مېشتو والدینو څخه زېږېدلي وي، د امریکا د تابعیت مستحق نه دي.

یو شمېر والدینو د دغه فرمان پر ضد دعوه کړې وه او استدلال یې کاوه چې دا اقدام د اساسي قانون له څوارلسم تعدیل او د تابعیت او کډوالۍ له قانون سره په ټکر کې دی. یوې فدرالي محکمې د فرمان د عملي کېدو مخه نیولې وه او وروسته سترې محکمې د قضیې اورېدنه ومنله.

سترې محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي چې د څوارلسم تعدیل تاریخي شالید او حقوقي تفسیر څرګندوي، هغه ماشومان چې په امریکا کې زېږېدلي او د امریکا د قضایي صلاحیت تابع وي، د زېږېدو له ورځې د امریکا تابعیت لري. محکمې په دې توګه د ټرمپ هغه اجراییوي فرمان له اساسي قانون سره په ټکر کې وباله چې د دغو ماشومانو د تابعیت د محدودولو هڅه یې کوله.