• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مای ساتو: د تهران او واشنګټن په خبرو کې د ایران خلک له پامه غورځول شوي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۴۰ GMT+۱

د ایران د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې، مای ساتو، ویلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره په روانو ډیپلوماټیکو هڅو کې د ایران خلک له پامه غورځول شوي دي.

ساتو له فرانسوي مجلې «لو پوان»سره په مرکه کې ویلي، په داسې حال کې چې د ایران خلک د جګړې او کورني ځپنې دواړو درانه لګښتونه پرې کوي، د دې کړکېچ د حل په هېڅ ډیپلوماټیک بهیر کې ونډه نه لري.

هغې ټینګار کړی چې د ایران ولس د جګړې او سیاسي فشارونو اصلي زیانمن شوی اړخ دی، خو د تهران او واشنګټن د روانو مذاکراتو پر مهال د هغوی غوښتنې او اندېښنې له پامه غورځول کېږي.

د ملګرو ملتونو دغې ځانګړې راپور ورکوونکې دا هم ویلي چې د ایران حکومت تر اوسه دې هېواد ته د هغې د سفر اجازه نه ده ورکړې، څو د بشري حقونو وضعیت له نږدې وڅېړي.

مای ساتو زیاته کړې چې د ایران پر چارواکو دوامدار نړیوال فشار کولای شي «ریښتینې او ملموسې اغېزې» ولري او د بشري حقونو د وضعیت په ښه کېدو کې مرسته وکړي.

د نوموړې څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا د کمولو او د دواړو لورو د اختلافاتو د حل لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

ترویج لرونکی

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی
۱

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۲

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۳

طالبانو په بدخشان کې د «ځانګړي اوپراتیفي ماموریت» لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې

۴

د طالبانو دفاع وزارت: پښتونخوا او بلوچستان کې مو د داعـ . ـش پر مرکزونو ډرون بریدونو کړي

۵

پاکستان د طالبانو له لوري ترسره شوي ډرون بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

د اروپايي پارلمان غړې: جرمني د طالبانو د باج‌غوښتنې پر وړاندې تسلیم شوی

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۳ GMT+۱
د اروپايي پارلمان غړې: جرمني د طالبانو د باج‌غوښتنې پر وړاندې تسلیم شوی
100%

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن ویلي، له جرمني څخه افغانستان ته د افغان کډوالو ستنول یوه «احمقانه» پرېکړه ده او دا کار اروپا د طالبانو د فشارونو او باج‌غوښتنې پر وړاندې زیانمنوي.

نیومن، چې د جرمني تبعه هم ده، د چهارشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، جرمني د طالبانو د باج‌غوښتنې پر وړاندې تسلیم شوی او نه غواړي چې نور اروپايي هېوادونه هم همدا لاره خپله کړي.

هغې وویل، هغه افغانان چې په جرمني کې پر جرمونو محکوم شوي، باید هماغلته خپلې قانوني سزاوې تېرې کړي، نه دا چې خوشې او افغانستان ته ولېږدول شي.

د هغې په وینا، طالبان به دغه کسان زنداني نه کړي او جرمني د هغوی په لېږلو سره په افغانستان کې د ښځو امنیت له جدي ګواښ سره مخ کوي او د جنسي تاوتریخوالي ګواښ زیاتوي.

د اروپايي پارلمان دغې غړې زیاته کړه، افغانستان ته د افغانانو ایستل نه یوازې امنیتي ستونزې رامنځته کوي، بلکې اروپا د طالبانو د سیاسي فشارونو او امتیاز غوښتنو پر وړاندې هم کمزورې کوي.

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د جرمني دریځ بدل شوی او دا هېواد له طالبانو سره د خبرو اترو پیل کوونکی لومړنی اروپايي هېواد شو، وویل چې جرمني د هغې په ټکو «د طالبانو په پوپولیستي دام کې» ایسار شوی دی.

د نیومن په وینا، اوس په جرمني کې غالب نظر دا دی چې افغان نارینه، که هرې پایلې ولري، باید د جرمونو له محکومېدو وروسته له هېواده وایستل شي.

هغې همداراز په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ او په برلین کې د سفارت د چارو طالبانو ته د سپارلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، دې اقدام د هغو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړی چې د طالبانو له واکمنۍ تښتېدلي دي.

د هغې په خبره، د دغو استازولیو له لارې طالبان د هغو افغانانو معلوماتو او شخصي اسنادو ته لاسرسی موندلی شي چې له دې ډلې تښتېدلي دي، او دا وضعیت ښايي طالبانو ته دا زمینه برابره کړي چې خپل مخالفان حتی له افغانستانه بهر هم په نښه کړي.

نیومن د طالبانو د یوه پلاوي بروکسل ته د بلنې په اړه هم وویل، پوهېږي چې دې اقدام ډېری افغانان ناهیلي کړي دي.

هغې ټینګار وکړ چې تخنیکي خبرې باید په کابل کې ترسره شي او هېڅ اړتیا نه وه چې د طالبانو پلاوی یوه اروپايي هېواد ته وبلل شي.

د اروپايي پارلمان دغې غړې وویل، اروپايي ټولنې پنځه کاله وړاندې له طالبانو سره د تعامل لپاره روښانه شرطونه ټاکلي وو، چې په کې د بشري حقونو درناوی، د ټولګډونه حکومت جوړول، بشري مرستو ته د ټولو لاسرسی او د ترهګرو ډلو لپاره د خوندي پناه ځایونو د مخنیوي تضمین شامل وو.

هغې زیاته کړه، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دغه ټول معیارونه لا پسې خراب شوي، نو ځکه نه پوهېږي چې ولې اوس له طالبانو سره د چلند لپاره «بېل معیار» غوره شوی دی.

نیومن دا هم وویل چې د اروپايي ټولنې هغه کمیسیون، چې د طالبانو پلاوی یې بروکسل ته وربللی و، د اروپايي پارلمان له لوري د وضاحت ورکولو لپاره وربلل شوی، څو څرګنده کړي چې په دغو لیدنو کې کومې موضوعګانې مطرح شوې، د طالبانو ځوابونه څه وو او د خبرو پایلې څه دي.

قطر: د ایران او امریکا د خبرو بل پړاو د علي خامنه‌يي د جنازې له مراسمو وروسته ترسره کېږي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۹ GMT+۱
قطر: د ایران او امریکا د خبرو بل پړاو د علي خامنه‌يي د جنازې له مراسمو وروسته ترسره کېږي
100%

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو بل پړاو به د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جنازې له مراسمو وروسته ترسره شي.

د دغه وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي، د قطر او پاکستان منځګړو د چهارشنبې په ورځ په دوحه کې له امریکايي او ایراني پلاوو سره جلا جلا خبرې وکړې او د اسلام‌اباد د هوکړه لیک اړوند موضوعاتو کې مثبت پرمختګ شوی دی.

الانصاري په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې دواړو لورو هوکړه کړې، خبرې به په راتلونکې موده کې دوام ومومي او راتلونکې ناسته به په لومړي مناسب فرصت کې، د علي خامنه‌يي د جنازې له مراسمو وروسته، ترسره شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خبرو د اجنډا او د ترلاسه شویو پرمختګونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې د خبرو بهیر به د منځګړو په همغږۍ روان وساتل شي.

سویسي سیاستواله: اروپا ته د طالبانو سفر له افغان ښځو سره خیانت و

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۵۷ GMT+۱
سویسي سیاستواله: اروپا ته د طالبانو سفر له افغان ښځو سره خیانت و
100%

په سویس کې د جنیوا د زرغون ګوند مشرې مریم یونس ابنر د اروپايي ټولنې له لوري د طالبانو بې‌شرطه سفر د شرم وړ بللی دي. هغې له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل چې اروپایي ټولنې په دې کار سره د افغان ښځو له حقونو سترګې پټې کړې دي.

مریم یونس ابنر د افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو بنسټیز حقونه په سختۍ سره نقض کړي دي. هغې زیاته کړه چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اوسنی افغانستان پر یو خلاص او لوی زندان بدل شوی دی.

د جنیوا د زرغون ګوند مشرې وویل چې اروپا له افغان ښځو سره خیانت وکړ او په هېڅ صورت یې باید د طالبانو غړي اروپا ته نه وی بللي. هغې روښانه کړه چې اوسمهال په افغانستان کې نجونې د زده‌کړو او ښوونځیو ته د تګ حق نه لري او نه هم په عامه ځایونو کې په ازاده توګه ګرځېدلی شي چې اروپايي ټولنې باید له دغه ډلې سره د دغه سرغړونو له امله تعامل نه وی کړی.

نوموړې اندېښنه وښوده چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې او اروپا عادي چلند او هغوی ته د ډیپلوماټیکو پروتوکولونو ورکول د زغم وړ نه دي. د هغې په وینا، افغان ښځې په ټولنه کې له هر ډول ټولنیز ځای او حقونو بې‌برخې شوې دي او دا حالت پر ښځو د فشارونو د زیاتېدو لامل شوی دی.

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۹ GMT+۱
جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
100%

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي وېنس پر بهرني سیاست او له ایران سره پر مذاکراتو د نیوکه کوونکو پر تګلارو سختې نیوکې کړي. هغه وویل، اوس چې کوم کسان د ټرمپ پر حکومت له ایران سره د مذاکراتو له امله نیوکې کوي، دا هماغه خلک دي چې پخوا یې په افغانستان کې د لا زیاتو بمباریو غوښتنه کوله.

جي ډي وینس زیاته کړه چې دغو نیوکه کوونکو هېڅکله دا روښانه نه کړه چې په افغانستان کې یې د کوم هدف لپاره بمبارۍ کولې. د هغه په وینا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ نن په ۲۰۲۶ کال کې د پرېکړو او اقداماتو لپاره ډېر انتخابونه په واک کې لري.

د امریکا د ولسمشر مرستیال د هغو کسانو پر بې‌هدفه پوځي مداخلو نیوکه وکړه چې تل یې د ډیپلوماسۍ پر ځای پر جګړې ټینګار کړی دی. هغه ټینګار وکړ چې د ټرمپ اداره په بهرني سیاست کې له تېرو تېروتنو څخه په زده کړه، د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب لپاره له ټولو ډیپلوماټیکو او پوځي وسیلو څخه کار اخلي.

د وېنس په وینا، د هغو کسانو مشورې چې په تېرو وختونو کې یې امریکا په بې‌هدفه جګړو کې ښکېل کړې وه، نور د کابل او تهران په څېر قضیو کې د منلو وړ نه دي. هغه وویل چې اوسنی حکومت د تېرو ناکامو ستراتیژیو پر ځای په هوښیارۍ او د شته انتخابونو په پام کې نیولو سره خپل بهرنی سیاست پر مخ وړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اسلامي جمهوریت د اټومي بې‌وسلې کولو بهیر په ښه توګه پرمخ روان دی. ټرامپ زیاته کړې چې په قطر کې د دواړو لورو ترمنځ وروستۍ ناستې په ډېره ښه فضا کې ترسره شوې دي او دوی باید وګوري چې په راتلونکي کې څه پېښېږي.

مسعود پزشکیان: که مجتبی خامنه‌یي د مذاکرې د نه کولو امر کړی وای اطاعت مې کولو

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۱
مسعود پزشکیان: که مجتبی خامنه‌یي د مذاکرې د نه کولو امر کړی وای اطاعت مې کولو
100%

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، حکومت د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر د پرېکړو تابع دی او که مجتبی خامنه‌یي د دې امر کړی وای چې غونډه یا خبرې اترې دې ونه شي، نو نه به کومه غونډه جوړېدله او نه به هم خبرې اترې ترسره کېدې.

هغه زیاته کړه، هېڅوک باید داسې څرګندونې ونه کړي چې ګواکې حکومت او وسله‌وال ځواکونه دوه بېلابېل جوړښتونه دي.

بلخوا، د ایران اسلامي جمهوریت په ملګرو ملتونو کې د خپلې دایمي استازولۍ له لارې د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په یوه رسمي لیک کې د اسراییل د دفاع وزیر یسراییل کاتز وروستۍ څرګندونې وغندلې او هغه یې د مجتبی خامنه‌یي پر ضد د ترور ښکاره ګواښ وباله.

د ایران په لیک کې راغلي، د اسراییلي چارواکي څرګندونې د هغې منظمې تګلارې برخه ده چې تهران یې د خپلو لوړپوړو چارواکو پر ضد «دولتي ترهګري» بولي. ایران ادعا کړې چې دغه اقدامات د امریکا په همغږۍ، ملاتړ او مشارکت ترسره کېږي.

ایران ویلي، د یوه هېواد د لوړپوړو چارواکو په نښه کول د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو قوانینو، د بشري حقونو او نړیوال بشردوستانه قانون ښکاره سرغړونه ده. دغه هېواد همداراز د امنیت شورا تورنه کړې چې د اسراییل لپاره یې د معافیت فضا رامنځته کړې ده.

دا لیک وروسته له هغه خپور شو چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه مرکه کې وویل، حکومت د ایران د مشر د پرېکړو تابع دی او که مجتبی خامنه‌یي د خبرو اترو د نه ترسره کېدو امر کړی وای، «نه به غونډه جوړېدله او نه به خبرې اترې کېدې».

ایران په خپل لیک کې خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد پر ضد هر ډول «دښمنانه اقدام یا تېری» به له چټک او پرېکنده غبرګون سره مخ شي او یو ځل بیا یې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې د مشروع دفاع پر حق ټینګار کړی دی.