• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو دفاع وزارت مرستیال ویاند: پر پاکستان مو وروستي بریدونه انتقامي نه وو

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۲۳ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت اعلان کړی چې په پاکستان کې د دوی د سې‌شنبې د شپې ډرون بریدونه د دغه هېواد د وروستیو هوایي بریدونو په غبرګون کې نه وو. د دغې ډلې په وینا، دا بریدونه د یوه عادي پوځي بهیر برخه ده چې په راتلونکي کې به هم دوام ولري.

د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال ویاند صدیق‌الله نصرت د دغې ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته وویل، دوی به په راتلونکي کې هم هر هغه ځای په نښه کړي چې په افغانستان کې د امنیت د خرابېدو لامل کېږي. بل لور ته، پاکستاني چارواکو د دغو بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو څلور بې‌پیلوټه الوتکې یا ډرون یې په نښه او نسکور کړي دي.

پاکستاني لوري په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د دوی هوایي دفاعي ځواکونو د طالبانو د ډرون الوتکو بریدونه شنډ کړي دي. خو د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال ویاند ټینګار کوي چې دا بریدونه د کوم ځانګړي برید په غبرګون کې نه دي شوي، بلکې د دوی د منظمو امنیتي پلانونو یوه برخه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په تېرو میاشتو کې بېلابېلې نښتې شوې دي. دواړه لوري یو بل پر سرحدي سرغړونو او د امنیت پر خرابولو تورنوي، چې له امله یې په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د تایید شویو معلوماتو له مخې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ پوځي کړکېچ د ۲۰۲۵ کال له وروستیو راهیسې په بې‌ساري ډول زیات شوی دی. پاکستاني ځواکونو په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې پر ځینو سیمو هوایي او توپچي بریدونه کړي وو چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه او تر سلو زرو ډېر کسان د دغو نښتو له امله له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

ډېر لیدل شوي

پېښور کې د افغان زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زده‌کړو حق ترې اخیستل شوی
۱

پېښور کې د افغان زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زده‌کړو حق ترې اخیستل شوی

۲

په پاکستان کې د افغان محصلینو ټولنې د ویزو او نیونو پر ضد عالي محکمه کې قضیه ثبت کړه

۳

د داعـ.ـش خراسان د مشرانو د معلوماتو په بدل کې د امریکا د میلیون ډالري جایزو اعلان

۴

د افغانستان نوې سوداګریزې لارې د خیبر پښتونخوا اقتصاد له ستونزو سره مخ کوي

۵

عطامحمد نور امیر خان متقي ته: «رېښتیا هم چې جاهل او وحشي، ښه او بد نه‌لري»