• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو بامیان ته د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د څړځای په سر د شخړې د حل لپاره پلاوی لېږلی

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ ته یې د کوچیانو او د ځایي اوسېدونکو ترمنځ د څړځای پر سر د رامنځته شوې شخړې د هواري لپاره ځانګړی پلاوی استولی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې چې چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) خپره شوې راغلي، چې په پلاوي کې د طالبانو د بامیان والي ګل حیدر شفق، د دغه ولایت امنیه قوماندان حبیب‌الله شاکر، د طالبانو د استخباراتو رییس خلیل‌الرحمان حذیفه او د سرحدونو او قبایلو چارو امر محب‌الله سجاد شامل دي.

د یاد وزارت په وینا؛ پلاوي د کوچیانو او د سیمې له اوسېدونکو سره تر خبرو وروسته ویلي، چې د لانجمنې سیمې وضعیت به په کره ډول وڅېړل شي او له هغې وروسته به د «شریعت» له مخې پرې پرېکړه وشي. تر هغه وخته به هېڅ لوري ته په دغه سیمه کې د څارویو د څرولو اجازه نه‌وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ د پشته غرغري په توبک سیمه کې د کوچیانو او ځايي خلکو ترمنځ د کرنیزو ځمکو او څړځایونو پر سر د شخړې راپورونه خپاره شوي وو. د راپورونو له مخې؛ په دغه نښتو کې درې بزګران ټپیان شوي وو.

ترویج لرونکی

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي
۱

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي

۲

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۳

طالبانو په بدخشان کې د «ځانګړي اوپراتیفي ماموریت» لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې

۴

د طالبانو دفاع وزارت: پښتونخوا او بلوچستان کې مو د داعـ . ـش پر مرکزونو ډرون بریدونو کړي

۵

اشرف غني: پر افغانستان د پاکستان برید یوازې امنیتي پېښه نه، بلکې ملي خبرداری دی

•
•
•

نور کیسې

له سعودي عربستان نه د افغان حاجیانو د بېرته ستنېدو بهیر بشپړ شو

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۱
له سعودي عربستان نه د افغان حاجیانو د بېرته ستنېدو بهیر بشپړ شو
100%

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی، له سعودي عربستان نه د افغان حاجیانو د بېرته ستنېدو بهیر د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) د وروستۍ الوتکې له ستنېدو سره چې ۲۵۲ حاجیان په‌کې سپاره وو؛ بشپړ شو.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ له دغه وروستۍ الوتنې سره له سعودي عربستان نه د شاوخوا ۳۰زره افغان حاجیانو د لېږد او بېرته ستنېدو بهیر د کابل په ګډون د هېواد له ټولو هوايي زونونو په بشپړ ډول پای ته ورسېد.

د سږني حج د حاجیانو د لېږد او بېرته ستنېدو بهیر د کابل نړۍوال هوايي ډګر، احمدشاه بابا، خواجه عبدالله انصاري او مولانا جلال‌الدین محمد بلخي هوايي ډګرونو له لارې ترسره شوی دی.

دغه بهیر (د غبرګولي په ۱۱مه) پیل شوی و او په شاوخوا یوې میاشتې کې بشپړ شو. تر دې وړاندې د اریانا افغان هوايي شرکت ویلي، چې یوازې دغه شرکت د ۱۴۰۵ لمریز کال کې د حاجیانو د لېږد او ستنېدو په ترڅ کې د ۵۴ الوتنو له لارې ۶زره او ۲۱۰ افغان حاجیان سعودي عربستان ته انتقال کړي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ د حاجیانو د لېږد او بېرته ستنېدو بهیر په دوو پړاوونو کې ترسره شوی، په لومړي پړاو کې هغه حاجیان هېواد ته راستانه شول چې د سفر په پیل کې له افغانستان نه مستقیم مدینې منورې ته لېږدول شوي وو او په دویم پړاو کې هغه حاجیان شامل وو چې له بېلابېلو هوايي زونونو د جدې له لارې مکې مکرمې ته تللي وو.

د ګډ امنیتي تړون سازمان سرمنشي د تاجکستان او افغانستان له پولې لیدنه وکړه

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۵ GMT+۱
د ګډ امنیتي تړون سازمان سرمنشي د تاجکستان او افغانستان له پولې لیدنه وکړه
100%

د ګډ امنیتي تړون سازمان سرمنشي تولګابېک مسادکوف د تاجکستان او افغانستان د ګډې پولې له بېلابېلو برخو لیدنه کړې. هغه چې د تاجکستان د ولسمشر امام‌علي رحمان په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی، د تاجکستان او افغانستان پر پوله یې د امنیتي پیاوړتیا پروګرام پلي کېدو بهیر ارزولی دی.

د ګډ امنیتي تړون سازمان د دوشنبې په ورځ د تولګابیک مسادکوف هغه انځورونه خپاره کړل، چې د تاجکستان او افغانستان د پولې د لیدنې پر مهال اخیستل شوي وو.

100%

د ګډ امنیتي تړون سازمان په رسمي خبرپاڼه کې راغلي، چې مسادکوف د خپل سفر پرمهال د تاجکستان د سوېلي پولو په اوږدو کې له سرحدي پوستو، د تالاشۍ له مرکزونو او د سرحدي ځواکونو له مېشت ځایونو لیدنه کړې او په دغه سیمو کې یې دفاعي چمتووالی ارزولی دی.

د ګډ امنیتي تړون سازمان سرمنشي همدارنګه د تاجکستان د سرحدي ځواکونو له قوماندان او د دغه هېواد د ملي امنیت دولتي کمېټې له لومړي مرستیال جنرال مرادعلي رجب‌زاده سره هم کتلي.

دواړه لوریو «د تاجکستان او افغانستان د پولې د امنیت ټینګښت او پیاوړتیا لپاره د ګډ امنیتي تړون سازمان د نړۍوالو موخو پروګرام» د پلي کېدو وروستي بهیر په اړه خبرې وکړې.

100%

د دغه سفر په بله برخه کې تولګابیک ماسادکوف په غرنیو او سختو سیمو کې د سرحدي سړکونو د جوړېدو له بهیر هم لیدنه کړې. دغه پروژه د دې لپاره پلې کېږي، چې د لوژستیکي چارو اسانتیا رامنځته او د سرحدي ځواکونو چټک تګ‌راتګ یقیني شي.

دغه لیدنه د ګډ امنیتي تړون سازمان د نړۍوالو موخو پروګرام د لومړي پړاو پلي کېدو په چوکاټ کې ترسره شوې ده. دغه پروګرام د ۲۰۲۴کال د نومبر په میاشت کې د غړو هېوادونو د مشرانو له‌خوا تصویب شو.
یاد پروګرام چې بنسټ یې د ۲۰۱۳کال وړاندیز ته ورګرځي، د تاجکستان سرحدي ځواکونو ته د وسلو، پوځي او تخنیکي تجهیزاتو د برابرولو په موخه جوړ شوی؛ څو وکولای شي د وسله‌والو ډلو د نفوذ، د نشه‌يي توکو د قاچاق او ترهګریزو فعالیتونو په څېر ګواښونو سره ښه مبارزه وکړي.

د تاجکستان او افغانستان د ګډې پولې اوږدوالی شاوخوا ۱۳۴۴ کیلومتره دی، چې ډېره برخه یې په غرنیو او سختو لارو لرونکو سیمو کې پرته ده او کنټرول یې له ستونزو ډک دی. د ګډ امنیتي تړون سازمان چارواکي د دغه پولې امنیتي وضعیت لاهم «پېچلی» بولي.

تاجکستان څو ځله له افغانستان نه د ناامنۍ خپرېدو د مخنیوي لپاره د سیمه‌ییزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د ماسادکوف دغه سفر د سازمان د ګډو ژمنو د عملي کولو په لور یو عملي ګام بلل کېږي.

دغه پروګرام درې پړاوه لري: په لومړي پړاو کې د غړو هېوادونو د وسایلو او امکاناتو برابرولو ظرفیت ارزول کېږي، په دویم پړاو کې د تجهیزاتو پېرودل او سپارل ترسره کېږي او په درېیم پړاو کې بشپړ ځای پرځای کېدل عملي کېږي.

کارپوهان باور لري، چې د یادې پولې پیاوړتیا نه یوازې د تاجکستان د امنیت لپاره مهمه ده؛ بلکې د ټولې سیمې لپاره ستراتیژیک ارزښت لري. د ګډ امنیتي تړون سازمان په وروستیو کلونو کې په همدې سیمه کې ګډ پوځي تمرینونه هم ترسره کړي، څو د غړو هېوادونو ځواکونو ترمنځ همغږي لوړه شي.

طالبان وایي په لومړي‌ ځل د پنجشېر زرغون ګارنېټ ګران بیه ډبرې وپلورل شوې

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۴۱ GMT+۱
طالبان وایي په لومړي‌ ځل د پنجشېر زرغون ګارنېټ ګران بیه ډبرې وپلورل شوې
100%

په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند سیف‌الدین لټون خبر ورکړی، چې په لومړي ځل په دغه ولایت کې د زرغون ګارنېټ ګران بیه ډبرو ۱۳ نمونې د ۲۵۰ امریکايي‌ ډالرو په ارزښت وپلورل شوې. نوموړي زیاته کړې، ورته مهال ۳زره او ۲۹۷ قیراطه زمرد هم پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي.

هغه وايي، په پنجشېر ولایت کې یې د داوطلبۍ له لارې ۳زره او ۲۹۷ قیراطه تازه کېندل شوي زمرد د ۱۹۸زره او ۳۷۰ امریکايي ډالرو په ارزښت پر کورنیو سوداګرو وپلورل. په دغه ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري بیا ویلي، چې یاده داوطلبي د یوې ځانګړې کمیټې په حضور کې ترسره شوه.
د هغه په خبره؛ د یاد وزارت د نوي حکم له مخې د ۶۶ ډوله منرالونو، ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د کېندنې جوازونو د وېش لړۍ هم پیل شوې. امیري دا هم ویلي، چې د دغه جوازونو په وېش سره به د پانګونې، سوداګرۍ او کاري‌ فرصتونو د پراختیا لپاره لا ډېره زمینه برابره شي.

په دغه ولایت کې طالب مسوولین وايي، په تېرو درېیو کلونو کې یې د زمردو، بېروجو، سپینو زرو او زرغون ګارنېټ کانونو له لارې شاوخوا ۱۵زره کسانو ته په مستقیم او نامستقیم ډول کاري زمینې برابرې کړې دي.

خو بل لور ته بیا زرګونه ځوانان د کار له نشتوالي، د کاري‌ فرصتونو د کمښت او کمزوري اقتصادي‌ وضعیت څخه شکایت کوي.

د خامنه‌يي د جنازې مراسم؛ ایران د افغان ګډونوالو لپاره دوه زره او ۵۰۰ وړیا ویزې اعلان کړې

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۱
د خامنه‌يي د جنازې مراسم؛ ایران د افغان ګډونوالو لپاره دوه زره او ۵۰۰ وړیا ویزې اعلان کړې
100%

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې سلګونه افغانان د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د مشهد ښار ته د سفر تیاری نیسي. د ایراني چارواکو په وینا، د افغانستان وګړو ته د دغو مراسمو لپاره دوه زره او ۵۰۰ وړیا ویزې صادرې شوې دي.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې د تهران، قم او عراق له مراسمو وروسته د علي خامنه‌يي جسد د ایران په مشهد ښار کې خاورو ته وسپارل شي.

د خراسان رضوي ولایت مرستیال علي عسکري ویلي، د افغانستان د وګړو د ګډون د اسانتیا لپاره ۲ زره او ۵۰۰ وړیا ویزې ورکړل شوې دي. نوموړي اټکل کړی چې د ځمکنیو پولو له لارې به له دوو زرو څخه تر څلورو زرو پورې افغانان د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته داخل شي.

د ایراني چارواکو په وینا، د افغانستان څخه د ورتلونکو کسانو د استوګنې لپاره د مشهد ښار په جوماتونو او تکیاخانو کې ځانګړي ځایونه هم په پام کې نیول شوي دي.

راپورونه زیاتوي، د افغانستان څخه د ورتلونکو کسانو ترڅنګ، تمه کېږي چې په ایران کې مېشت ګڼ شمېر افغان کډوال هم د علي خامنه‌يي د خاورسپارۍ او اړوندو مراسمو کې ګډون وکړي.

ازبکستان او قطر د افغانستان د پراختیا او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه غږېدلي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۱ GMT+۱
ازبکستان او قطر د افغانستان د پراختیا او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه غږېدلي
100%

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشف په دغه هېواد کې د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره لیدلي او په افغانستان کې یې د پراختیا او نورو بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سه‌شنبه د چنګاښ پر ۹مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراخولو او د افغانستان اړوند مسایلو بحث شوی دی.

په دې لیدنه کې د افغانستان د دوامدارې پراختیا د ملاتړ په موخه د سوداګریزو – اقتصادي، ترانسپورتي او لوژستیکي همکاریو د پراختیا او همدارنګه د کلتوري او بشرپاله همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د قطر سفیر د افغانستان د ټولنیزې او اقتصادي بیارغونې د ملاتړ په برخه کې د ازبکستان هڅې ستایلې او د سیمې د ثبات او پرمختګ په پیاوړتیا کې یې د تاشکند ونډه مهمه بللې ده.

دواړو غاړو د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د سیمه‌ییزو مسایلو اړوند د عملي همغږۍ پر زیاتوالي او د افغانستان په تړاو د منظمو خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی دی.