طالبان وایي په لومړي ځل د پنجشېر زرغون ګارنېټ ګران بیه ډبرې وپلورل شوې

په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند سیفالدین لټون خبر ورکړی، چې په لومړي ځل په دغه ولایت کې د زرغون ګارنېټ ګران بیه ډبرو ۱۳ نمونې د ۲۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شوې. نوموړي زیاته کړې، ورته مهال ۳زره او ۲۹۷ قیراطه زمرد هم پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي.
