• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مسعود پزشکیان: که مجتبی خامنه‌یي د مذاکرې د نه کولو امر کړی وای اطاعت مې کولو

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۱

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، حکومت د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر د پرېکړو تابع دی او که مجتبی خامنه‌یي د دې امر کړی وای چې غونډه یا خبرې اترې دې ونه شي، نو نه به کومه غونډه جوړېدله او نه به هم خبرې اترې ترسره کېدې.

هغه زیاته کړه، هېڅوک باید داسې څرګندونې ونه کړي چې ګواکې حکومت او وسله‌وال ځواکونه دوه بېلابېل جوړښتونه دي.

بلخوا، د ایران اسلامي جمهوریت په ملګرو ملتونو کې د خپلې دایمي استازولۍ له لارې د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په یوه رسمي لیک کې د اسراییل د دفاع وزیر یسراییل کاتز وروستۍ څرګندونې وغندلې او هغه یې د مجتبی خامنه‌یي پر ضد د ترور ښکاره ګواښ وباله.

د ایران په لیک کې راغلي، د اسراییلي چارواکي څرګندونې د هغې منظمې تګلارې برخه ده چې تهران یې د خپلو لوړپوړو چارواکو پر ضد «دولتي ترهګري» بولي. ایران ادعا کړې چې دغه اقدامات د امریکا په همغږۍ، ملاتړ او مشارکت ترسره کېږي.

ایران ویلي، د یوه هېواد د لوړپوړو چارواکو په نښه کول د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو قوانینو، د بشري حقونو او نړیوال بشردوستانه قانون ښکاره سرغړونه ده. دغه هېواد همداراز د امنیت شورا تورنه کړې چې د اسراییل لپاره یې د معافیت فضا رامنځته کړې ده.

دا لیک وروسته له هغه خپور شو چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه مرکه کې وویل، حکومت د ایران د مشر د پرېکړو تابع دی او که مجتبی خامنه‌یي د خبرو اترو د نه ترسره کېدو امر کړی وای، «نه به غونډه جوړېدله او نه به خبرې اترې کېدې».

ایران په خپل لیک کې خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد پر ضد هر ډول «دښمنانه اقدام یا تېری» به له چټک او پرېکنده غبرګون سره مخ شي او یو ځل بیا یې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې د مشروع دفاع پر حق ټینګار کړی دی.

ترویج لرونکی

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي
۱

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي

۲

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۳

طالبانو په بدخشان کې د «ځانګړي اوپراتیفي ماموریت» لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې

۴

د طالبانو دفاع وزارت: پښتونخوا او بلوچستان کې مو د داعـ . ـش پر مرکزونو ډرون بریدونو کړي

۵

پاکستان د طالبانو له لوري ترسره شوي ډرون بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ: د ایران د اټومي بې‌وسلې کولو بهیر په ښه ډول روان دی

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۱ GMT+۱
ټرمپ: د ایران د اټومي بې‌وسلې کولو بهیر په ښه ډول روان دی
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالات له ایران سره ډېرې ښې اړیکې لري او په قطر کې وروستۍ لیدنې هم ښې شوې دي. هغه ویلي، چې د ایران د اټومي بې‌وسلې کولو بهیر په ښه ډول روان دی او په دې برخه کې ډېر پرمختګ شوی دی.

د رویټرز د معلوماتو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «د ایران د اټومي بې وسلې کولو بهیر په ښه ډول روان دی.» ټرمپ زیاته کړه: «له دوی سره ډېرې ښې لیدنې شوې دي، وبه ګورو.»

ټرمپ وویل: «موږ له ایران سره ډېر ښه جوړ یو.» هغه همداراز وویل چې ایران «ډېر پرمختګ کړی دی.»

د امریکا ولسمشر په پای کې وویل: «زما په اند، هغوی ښه دي»

د ګرمۍ څپې د نه مدیریت له امله د فرانسې زرغون ګوند د حکومت پر ضد د بې‌باورۍ طرح وړاندې کوي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۳۱ GMT+۱
د ګرمۍ څپې د نه مدیریت له امله د فرانسې زرغون ګوند د حکومت پر ضد د بې‌باورۍ طرح وړاندې کوي
100%

د فرانسې د زرغون ګوند غړو خبر ورکړی چې د جون میاشتې د سختې ګرمۍ څپې د نه مدیریت له امله به د حکومت پر ضد د بې‌باورۍ یا عدم اعتماد طرح وړاندې کړي. فرانسه راتلونکې اونۍ د سختې ګرمۍ د درېیمې احتمالي څپې لپاره چمتووالی نیسي.

د فرانسې د حکومت ویاندې مود بریژون د چارشنبې په ورځ وویل، چې د بې باورۍ طرح به خامخا وړاندې شي او دا یې «سیاسي اقدام» وباله.

هغې زیاته کړه، حکومت د روان کړکېچ په مدیریت بوخت دی، خو ځینې سیاسي ځواکونه د بې باورۍ د طرحې په وړاندې کولو سره کړکېچ لا پسې زیاتوي.

د فرانسې ملي شورا کې د زرغون ګوند مشرې سیریل شاتلین ویلي، دا طرح د حکومت د چمتووالي د نشتوالي پر ضد د اعتراض په توګه وړاندې کېږي.

د فرانسې د هواپوهنې ادارې ویلي، که څه هم تودوخه د ریکارډ لوړو کچو څخه راکمه شوې، خو لا هم د هېواد په ډېرو سیمو کې شاوخوا ۳۰ درجې سانتيګراد ده او اټکل کېږي د اونۍ په پای کې بېرته لوړه شي.

د فرانسې د عامې روغتیا ادارې ویلي، د جون له ۲۰مې راهیسې د سختې ګرمۍ له امله لږ تر لږه زر اضافي مړینې ثبت شوې دي او خبرداری یې ورکړی چې ښايي اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي.

پاکستان او هند د خپلو ۶۸۹ تنو بندیانو نوملړونه سره تبادله کړل

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۱۱ GMT+۱
پاکستان او هند د خپلو ۶۸۹ تنو بندیانو نوملړونه سره تبادله کړل
100%

اسلام اباد او نوي ډیلي له یو بل سره د خپلو بندیانو لېستونه تبادله کړي دي. پاکستان هند ته د ۲۵۰ هندي بندیانو نوملړ سپارلی او هند پاکستان ته د ۴۳۹ پاکستاني بندیانو نوملړ سپارلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات ویلي، د حکومت له خوا په سپارل شوي نوملړ کې ۲۵۰ هندي بندیان شامل دي، چې ۵۲ یې ملکي بندیان او ۱۹۸ یې کب نیوونکي دي.

په ورته وخت کې، د هند له خوا په سپارل شوي نوملړ کې ۴۳۹ پاکستانیان دي. په دې ډله کې ۳۸۶ ملکي بندیان او ۵۳ کب نیوونکي شامل دي.

د پاکستان او هند ترمنځ د ۲۰۰۸ کال د مې په ۲۱مه د کونسلګرۍ د لاسرسي له دوه‌اړخیز تړون سره سم، دواړه هېوادونه مکلف دي چې هر کال د جنورۍ په لومړۍ او د جولای په لومړۍ نېټه د یو بل په بند کې د خپلو بندیانو نوملړونه تبادله کړي.

د امریکا مرستیال ولسمشر: واشنګټن له ایران سره په خبرو کې ټولې برلاسۍ وسیلې په لاس کې لري

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۵۵ GMT+۱
د امریکا مرستیال ولسمشر: واشنګټن له ایران سره په خبرو کې ټولې برلاسۍ وسیلې په لاس کې لري
100%

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي وېنس ویلي چې متحده ایالات له ایران سره په روانو خبرو اترو کې «ټولې برلاسۍ وسیلې» په واک کې لري او د ډونالډ ټرمپ اداره، که ډیپلوماسي بریالۍ شي او که ناکامه، ځان په یوه «ګټونکي» دریځ کې ویني.

وېنس له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، امریکا دا مهال په «ډېر پیاوړي» موقف کې ده او د واشنګټن دریځ د تهران په پرتله پیاوړی دی.

هغه زیاته کړه، که خبرې اترې بریالۍ شي، چې د امریکا هیله هم همدا ده، نو ایران به د تل لپاره بدل شوی هېواد وي، د ترهګرۍ او سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ له ملاتړ څخه به لاس واخلي، د اټومي وسلو هر ډول هیلې به پرېږدي او بېرته به د نړیوال اقتصاد برخه شي.

د امریکا مرستیال ولسمشر خبرداری ورکړ چې که ایراني چارواکي د واشنګټن غوښتنو ته مثبت ځواب ور نه کړي، نو د ایران اټومي پروګرام به لا هم له منځه یوړل شي، د دغه هېواد دودیز پوځي ځواک به هم سخت زیان وویني او متحده ایالات به بیا هم د ایران په پرتله په پیاوړي دریځ کې پاتې شي.

د ونس څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو د دوام او د دواړو هېوادونو د اړیکو د راتلونکي په اړه نړیوالې سترګې ور اوښتې دي.

محمد باقر قالیباف: ایران د بندیزونو له لغوه کېدو وروسته خپل نفت ۲۰ سلنه په لوړه بیه پلوري

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱
محمد باقر قالیباف: ایران د بندیزونو له لغوه کېدو وروسته خپل نفت ۲۰ سلنه په لوړه بیه پلوري
100%

د ایران دپارلمان مشر محمدباقر قالیباف ویلي، د ایران پر تیلو د لګول شویو بندیزونو له موقتي لغوه کېدو وروسته، دغه هېواد خپل نفت ۲۰ سلنه په لوړه بیه پلوري.

قالیباف ویلي، له هغه وخته چې د ایران پر وړاندې سمندري بندیزونه لرې شوي، تر اوسه یې له ۴۰ میلیونو څخه ډېر بېرله نفت صادر کړي دي.

هغه زیاته کړې: «له هغې ورځې چې سمندري محاصره پای ته رسېدلې، تر نن پورې مو له ۴۰ میلیونو ډېر بېرله نفت صادر کړي دي».

تر دې وړاندې د «ټانکر ټرېکرز» د نفتو د لېږد څارونکې ادارې په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي وو چې ایران په تېرو دوو اوونیو کې، د امریکا له لوري د نفتو د محدودیتونو له لرې کېدو وروسته، شاوخوا ۵۰ میلیونه بېرله خام نفت صادر کړي دي.

د دغې ادارې د اټکل له مخې، دا کچه د ۲۰۲۶کال د جون میاشتې لپاره په ورځني ډول شاوخوا یو اعشاریه ۶۶ میلیونه بېرله نفتو صادراتو سره برابره ده.

د ایران د چارواکو دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د نفتو د صادراتو د زیاتېدو او د نړیوال بازار د بدلونونو په اړه بحثونه لا هم دوام لري.