• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان امنيتي ځواکونو د بلوچستان په دالبندین سیمه کې ۱۱۲ افغانان نیولي دي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۴۳ GMT+۱

د پاکستان د نيمه پوځي ځواک «اېف سي» بلوچستان څانګې خبر ورکړی، چې د دغه ایالت د چاغۍ ولسوالۍ مرکزي ښار دالبندین اړوند سیاه‌دک سیمه کې یې د یو لړ عملیاتو پرمهال د انساني قاچاق یوه هڅه شنډه کړې او ۱۱۲ افغانان یې نیولي دي.

د اېف سي د خبرپاڼې له مخې؛ نیول شوي افغانان له قانوني اسنادو پرته په پاکستان کې مېشت وو او تر نیول کېدو وروسته د قانوني بهیر بشپړولو لپاره پولیسو ته سپارل شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، د ناقانونه تګ‌راتګ، انساني قاچاق او سرحدي جرمونو پر ضد د دوی عملیات دوام لري او دغه اقدامات د هېواد د امنیت او سرحدونو د خوندي ساتلو لپاره ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده، روانه اونۍ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له‌خوا هم یو مکتوب خپور شوی و چې په‌کې هغه افغان وګړو ته د جولای میاشتې تر ۱۰مې نېټې خپل هېواد ته د ستنېدو ضرب‌الاجل ټاکل شوی چې په پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته مېشت دي. په مکتوب کې راغلي، چې تر یادې نېټې وروسته به د دغه افغانانو پرضد پراخ عملیات پیل شي.

ترویج لرونکی

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي
۱

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي

۲

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۳

طالبانو په بدخشان کې د «ځانګړي اوپراتیفي ماموریت» لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې

۴

اشرف غني: پر افغانستان د پاکستان برید یوازې امنیتي پېښه نه، بلکې ملي خبرداری دی

۵

د خیبر پښتونخوا یوې محکمې د ۱۵ وسله والو د نیولو لپاره نغدي انعامونه اعلان کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي په لومړي‌ ځل د پنجشېر زرغون ګارنېټ ګران بیه ډبرې وپلورل شوې

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۴۱ GMT+۱
طالبان وایي په لومړي‌ ځل د پنجشېر زرغون ګارنېټ ګران بیه ډبرې وپلورل شوې
100%

په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند سیف‌الدین لټون خبر ورکړی، چې په لومړي ځل په دغه ولایت کې د زرغون ګارنېټ ګران بیه ډبرو ۱۳ نمونې د ۲۵۰ امریکايي‌ ډالرو په ارزښت وپلورل شوې. نوموړي زیاته کړې، ورته مهال ۳زره او ۲۹۷ قیراطه زمرد هم پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي.

هغه وايي، په پنجشېر ولایت کې یې د داوطلبۍ له لارې ۳زره او ۲۹۷ قیراطه تازه کېندل شوي زمرد د ۱۹۸زره او ۳۷۰ امریکايي ډالرو په ارزښت پر کورنیو سوداګرو وپلورل. په دغه ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري بیا ویلي، چې یاده داوطلبي د یوې ځانګړې کمیټې په حضور کې ترسره شوه.
د هغه په خبره؛ د یاد وزارت د نوي حکم له مخې د ۶۶ ډوله منرالونو، ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د کېندنې جوازونو د وېش لړۍ هم پیل شوې. امیري دا هم ویلي، چې د دغه جوازونو په وېش سره به د پانګونې، سوداګرۍ او کاري‌ فرصتونو د پراختیا لپاره لا ډېره زمینه برابره شي.

په دغه ولایت کې طالب مسوولین وايي، په تېرو درېیو کلونو کې یې د زمردو، بېروجو، سپینو زرو او زرغون ګارنېټ کانونو له لارې شاوخوا ۱۵زره کسانو ته په مستقیم او نامستقیم ډول کاري زمینې برابرې کړې دي.

خو بل لور ته بیا زرګونه ځوانان د کار له نشتوالي، د کاري‌ فرصتونو د کمښت او کمزوري اقتصادي‌ وضعیت څخه شکایت کوي.

د خامنه‌يي د جنازې مراسم؛ ایران د افغان ګډونوالو لپاره دوه زره او ۵۰۰ وړیا ویزې اعلان کړې

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۱
د خامنه‌يي د جنازې مراسم؛ ایران د افغان ګډونوالو لپاره دوه زره او ۵۰۰ وړیا ویزې اعلان کړې
100%

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې سلګونه افغانان د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د مشهد ښار ته د سفر تیاری نیسي. د ایراني چارواکو په وینا، د افغانستان وګړو ته د دغو مراسمو لپاره دوه زره او ۵۰۰ وړیا ویزې صادرې شوې دي.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې د تهران، قم او عراق له مراسمو وروسته د علي خامنه‌يي جسد د ایران په مشهد ښار کې خاورو ته وسپارل شي.

د خراسان رضوي ولایت مرستیال علي عسکري ویلي، د افغانستان د وګړو د ګډون د اسانتیا لپاره ۲ زره او ۵۰۰ وړیا ویزې ورکړل شوې دي. نوموړي اټکل کړی چې د ځمکنیو پولو له لارې به له دوو زرو څخه تر څلورو زرو پورې افغانان د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته داخل شي.

د ایراني چارواکو په وینا، د افغانستان څخه د ورتلونکو کسانو د استوګنې لپاره د مشهد ښار په جوماتونو او تکیاخانو کې ځانګړي ځایونه هم په پام کې نیول شوي دي.

راپورونه زیاتوي، د افغانستان څخه د ورتلونکو کسانو ترڅنګ، تمه کېږي چې په ایران کې مېشت ګڼ شمېر افغان کډوال هم د علي خامنه‌يي د خاورسپارۍ او اړوندو مراسمو کې ګډون وکړي.

ازبکستان او قطر د افغانستان د پراختیا او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه غږېدلي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۱ GMT+۱
ازبکستان او قطر د افغانستان د پراختیا او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه غږېدلي
100%

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشف په دغه هېواد کې د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره لیدلي او په افغانستان کې یې د پراختیا او نورو بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سه‌شنبه د چنګاښ پر ۹مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراخولو او د افغانستان اړوند مسایلو بحث شوی دی.

په دې لیدنه کې د افغانستان د دوامدارې پراختیا د ملاتړ په موخه د سوداګریزو – اقتصادي، ترانسپورتي او لوژستیکي همکاریو د پراختیا او همدارنګه د کلتوري او بشرپاله همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د قطر سفیر د افغانستان د ټولنیزې او اقتصادي بیارغونې د ملاتړ په برخه کې د ازبکستان هڅې ستایلې او د سیمې د ثبات او پرمختګ په پیاوړتیا کې یې د تاشکند ونډه مهمه بللې ده.

دواړو غاړو د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د سیمه‌ییزو مسایلو اړوند د عملي همغږۍ پر زیاتوالي او د افغانستان په تړاو د منظمو خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی دی.

د پېښور په حسن‌خېلو کې په ډرون بريد کې يوه ښځه وژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان شوي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۴ GMT+۱
د پېښور په حسن‌خېلو کې په ډرون بريد کې يوه ښځه وژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان شوي
100%

په خيبرپښتونخوا کې امنیتي سرچیني وایي، چې د پېښور په حسن خېلو سيمه کې پر يوه کور د ډرون بريد له امله يوه ښځه وژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

د برید په اړه امنیتي سرچينو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تاييد کړه، چې دا بريد سه شنبې په شپه د حسن خېلو پولیس مرکز د ګارشامت خېل په سیمه کې په يوه کور شوی دی.

حسن خېل د خيبر ولسوالۍ سره په پوله پرته د پېښور ولسوالۍ سيمه ده.

سرچينې وویل، په پېښه کې پنځه تنه ژوبل او يوه ښځه وژل شوې ده.

په پېښه کې ژوبل کسان د پېښور لېډي ريډنګ روغتون ته لېږدل شوي دي.

د لېډي ريډنګ روغتون وياند افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، روغتون ته درې تنه نارينه، يوه ښځه او يوه بله ۱۶ نجلۍ راوړل شوي دي.

امنيتي سرچينې وويل، د ډرون بريد په اړه نور جزیات نه لري.

طالبانو ادعا کړې، د خيبرپښتونخوا په قمبرخيلو ساحه کې یې د داعشيانو په يو مرکز هوايي بريد کړی دی. قمبرخېل سيمه په خيبر ولسوالۍ کې موقعيت لري.

طالبانو د پکتیکا په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې د جمهوري نظام یو پخوانی عسکر وژلی

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۲ GMT+۱
طالبانو د پکتیکا په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې د جمهوري نظام یو پخوانی عسکر وژلی
100%

د پکتیکا ولایت په جاني خېل ولسوالۍ کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې طالبانو د تېر جمهوري نظام یو پخوانی ملي پولیس محمد عمر ترور کړی او په ورته وخت کې یې په یحیی خېل ولسوالۍ کې د یو بل پخواني محلي پولیس کور په بمونو الوزولی دی.

سرچینو په وینا، دغه پخوانی سرتیری څو ورځې وړاندې له ایران څخه خپل کور ته ستون شوی و.

ځانګړې سرچینې وایي چې محمد عمر د پکتیکا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی و او په تېر جمهوري نظام کې یې د ملي پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله. نوموړی د کابل له سقوط او په هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ایران ته تللی و، خو په دې وروستیو کې بېرته خپلې سیمې ته راستون شوی و.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دغه پخوانی پولیس نن د جاني خېلو ولسوالۍ په بابوخېلو کلي کې د طالبانو له خوا په نښه او ترور شو. دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې طالبانو په هېواد کې د عمومي بښنې اعلان کړی و، خو د تېر حکومت د پوځیانو او پولیسو د نیول کېدو او وژل کېدو راپورونه لا هم ورکول کېږي.

له بلې خوا، سرچینو تایید کړې چې په ورته وخت کې د پکتیکا ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د یو بل پخواني محلي پولیس کور په بمونو الوزول شوی دی. د دغه برید له امله د اوښتو احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه تر اوسه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.