• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر په ملاګوري کې د طالبانو یوه ناچاودې بې‌پیلوټه الوتکه لوېدلې

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۳۴ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په ملاګوري سیمه کې یوه ناچاودې بې‌پیلوټه الوتکه لوېدلې ده. د خیبر ولسوالۍ چارواکو ادعا کړې، چې دغه بې‌پیلوټه الوتکه د چارشنبې ورځې سهار له افغانستان څخه ور اوښتې وه. د سیمې خلکو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې ډرون روغ پر ځمکه ولوېد.

د دې پېښې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې چې د لوېدلې ډرون الوتکې پاتې شوني پکې ښکاري.

ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې الوتکه له استوګنیزو سیمو لرې لوېدلې او وروسته پولیسو د احتیاطي تدابیرو په ترڅ کې چاودولې ده.

د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه بې‌پیلوټه الوتکه د چارشنبې ورځې سهار شاوخوا پنځه بجې د افغانستان له لوري له کرښې اوښتې او د خیبر ولسوالۍ د ملاګوري سیمې ته هغه مهال ننوتې چې هلته د «لاوړه مېله» روانه وه.
سرچینې وایي، له لوېدو وروسته پولیس او امنیتي ځواکونه سملاسي سیمې ته ورسېدل، سیمه یې کلابنده کړه او د عامو خلکو تګ راتګ یې محدود کړ. پولیس ادعا کوي چې الوتکه یې غیرفعاله کړې او پکې موجود چاودېدونکي مواد یې په خوندي ډول له منځه وړي دي. د دې پېښې له امله د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د پولیسو په وینا، د پېښې بېلابېل اړخونه تر څېړنې لاندې دي، څو د بې‌پیلوټه الوتکې ډول، احتمالي موخه او له کرښې هاخوا د هغې د راتګ څرنګوالی روښانه شي.
یو سیمه‌ییز عیني شاهد شاه عالم خان افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې بې‌پیلوټه الوتکه د لوېدو پر مهال نه وه چاودېدلې.
د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، د دغې بې‌پیلوټه الوتکې ظاهري جوړښت د طالبانو له هغو ډرونونو سره ورته والی لري چې مخکې هم لیدل شوي، خو تر اوسه د دې الوتکې د اصلي مالکیت په اړه خپلواک تایید نه دی شوی.
طالبانو هم تر دې دمه د دې پېښې او د ملاګوري په سیمه کې د بې‌پیلوټه الوتکې د لوېدو په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۳

د طالبانو دفاع وزارت: پښتونخوا او بلوچستان کې مو د داعـ . ـش پر مرکزونو ډرون بریدونو کړي

۴

پاکستان د طالبانو له لوري ترسره شوي ډرون بریدونه تایید کړل

۵

د پېښور په حسن‌خېلو کې په ډرون بريد کې يوه ښځه وژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان شوي

•
•
•

نور کیسې

د پېښور په حسن‌خېلو کې په ډرون بريد کې يوه ښځه وژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان شوي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۴ GMT+۱
د پېښور په حسن‌خېلو کې په ډرون بريد کې يوه ښځه وژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان شوي
100%

په خيبرپښتونخوا کې امنیتي سرچیني وایي، چې د پېښور په حسن خېلو سيمه کې پر يوه کور د ډرون بريد له امله يوه ښځه وژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

د برید په اړه امنیتي سرچينو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تاييد کړه، چې دا بريد سه شنبې په شپه د حسن خېلو پولیس مرکز د ګارشامت خېل په سیمه کې په يوه کور شوی دی.

حسن خېل د خيبر ولسوالۍ سره په پوله پرته د پېښور ولسوالۍ سيمه ده.

سرچينې وویل، په پېښه کې پنځه تنه ژوبل او يوه ښځه وژل شوې ده.

په پېښه کې ژوبل کسان د پېښور لېډي ريډنګ روغتون ته لېږدل شوي دي.

د لېډي ريډنګ روغتون وياند افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، روغتون ته درې تنه نارينه، يوه ښځه او يوه بله ۱۶ نجلۍ راوړل شوي دي.

امنيتي سرچينې وويل، د ډرون بريد په اړه نور جزیات نه لري.

طالبانو ادعا کړې، د خيبرپښتونخوا په قمبرخيلو ساحه کې یې د داعشيانو په يو مرکز هوايي بريد کړی دی. قمبرخېل سيمه په خيبر ولسوالۍ کې موقعيت لري.

د خیبر پښتونخوا یوې محکمې د ۱۵ وسله والو د نیولو لپاره نغدي انعامونه اعلان کړل

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۳۲ GMT+۱
د خیبر پښتونخوا یوې محکمې د ۱۵ وسله والو د نیولو لپاره نغدي انعامونه اعلان کړل
100%

د خېبر پښتونخوا د کورنیو چارو محکمې د دیر ولسوالۍ د ۱۵ مطلوبو وسله والو نوی نوملړ خپور کړی او د هغوی د نیولو یا د نیولو په برخه کې د معلوماتو ورکولو په بدل کې یې د میلیونونو کلدارو نغدي انعامونه اعلان کړي دي.

د یادې محکمې د اعلامیې له مخې، د نوملړ له کسانو څخه د خورشید او همدارنګه د شیر امین، چې په «کاکا» مشهور دی، د نیولو یا د هغوی په اړه د کره معلوماتو ورکولو په بدل کې د هر یوه لپاره یو، یو کروړ پاکستانۍ کلدارې انعام ټاکل شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د قاري احسان او شیر عالم د نیولو لپاره ۶۰، ۶۰ لکه پاکستانۍ کلدارې انعام اعلان شوی دی.

همدارنګه د سپین شاه، اعجاز او یو شمېر نورو مطلوبو کسانو پر سر ۵۰، ۵۰ لکه پاکستانۍ کلدارې او د کفایت، حضرت حسین، شریف الله او یو شمېر نورو کسانو د نیولو لپاره ۴۰، ۴۰ لکه پاکستانۍ کلدارې انعام ټاکل شوی دی.

د خېبر پښتونخوا د کورنیو چارو محکمې او د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) له خلکو غوښتي چې که د دغو مطلوبو کسانو په اړه کره او د باور وړ معلومات لري، له امنیتي ادارو سره یې شریک کړي.

سي ټي ډي ویلي، د معلوماتو ورکوونکو هویت به په بشپړ ډول خوندي وساتل شي او د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ به قانوني اقدامات ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې په خېبر پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو کې امنیتي پېښې او د وسلوالو بریدونه زیات شوي او پاکستاني امنیتي ادارو د وسلوالو پر ضد خپل عملیات هم پراخ کړي دي.

پي‌ټي‌اېم: د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې مخکښ غړي لادرکه او ځينې یې په کلونو بنديان دي

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۲۱ GMT+۱
پي‌ټي‌اېم: د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې مخکښ غړي لادرکه او ځينې یې په کلونو بنديان دي
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) د خپلو څو هغو مخکښو غړو لپاره کمپاين پيل کړی، چې ځينې یې د غورځنګ په وينا، له يوې مودې راهيسې لادرکه او ځينې یې له کلونو راهيسې د پاکستان په زندانونو کې دي.

ياد کمپاين ته «د استعمار پر وړاندې په کلکه ولاړ، د وخت تر ټولو پیاوړي او ستر مبارزين» نوم ورکړل شوی دی.

د خيال محمد نورزي په نوم يو تن چې ځان د پي‌ټي‌اېم غړی معرفي کوي، د غورځنګ د زنداني او لادرکه مبارزينو په اړه خپرو کړو جزيیاتو کې وويل: «علي وزير له ۶۹۶ ورځو، حاجي صمد له ۵۴۸ ورځو او عثمان زيارمل له ۲۵ راهيسې په زندانونو کې دي. نورالله ترين او حنیف پشتين له ۲۳۰، ۲۳۰ ورځو، فريد اپريدی له ۴۱ ورځو او زبېر شاه اغا له دوو ورځو راهيسې لادرکه دي».

د کمپاين په اعلاميه کې زياته کړل شوې: «دا هغه شخصیتونه دي، چې د اشغال، ظلم او بهرني تسلط پر وړاندې په پوره زړورتیا او ثبات ولاړ دي. دوی د خپل ملت د ازادۍ، ځواکمنۍ او عزت لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او له سختو فشارونو، ګواښونو او ستونزو سره سره له خپلې لارې نه اوړي».

په اعلامیه کې راغلی، چې د دوی دریځ، مبارزه او مقاومت د میلیونونو خلکو لپاره د الهام سرچینه ګرځېدلې او دا ثابتوي چې د ازادۍ غوښتنه په زور او جبر نه شي چوپ کېدای او زیاتوي، همدا د حق، مقاومت او نه ماتېدونکي هوډ ژوندي سمبولونه دي.

پي‌ټي‌اېم د جبري لادرکه کېدنو سمدستي پای ته رسولو، د ټولو لادرکه شویو کسانو د سمدستي خوشې کولو، د جعلي نښتو د مخنیوي، د بشري سرغړونو او د پښتنو په سيمه کې د امنیت او عدالت يقيني کولو غوښتنې وړاندې کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې د پي‌ټي‌اېم د مبارزينو پر ضد اکثر د پاکستان پر وړاندې د خاينتوب، د پاکستاني ادارو پر ضد د خلکو راپارولو او دې ته ورته نورو تورونو قضيې ثبت شوي، خو پي‌ټي‌اېم د خپلو مبارزينو پر ضد جوړې قضيې جعلي بولي.

د پاکستان حکومت د کال ۲۰۲۴م د اکتوبر میاشتې له شپږمې راهیسې پښتون ژغورنې غورځنګ ناقانونه ډله ګرځولې ده.

په خیبر پښتونخوا کې د ښځو کمېسیون: د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوي

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۸ GMT+۱
په خیبر پښتونخوا کې د ښځو کمېسیون: د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوي
100%

په خیبر پښتونخوا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر زیاتېدونکو پېښو د ښځو د وقار لپاره د خیبر پښتونخوا د ښځو د وضعیت د ارزونې کمېسیون سخته اندېښنه ښودلې او د دغو پېښو غندنه یې کړې ده.

دغه کمېسيون د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) په یوې خبرپاڼه کې وويل، کورني تاوتریخوالی، جنسي تېری، د جنسي تېري هڅه، له ماشومانو سره جنسي زور زیاتی، تښتونه، ځورونه، غیرقانوني توقیف، د ناموس په نوم جرمونه او د ښځو د اساسي بشري حقونو هر ډول سرغړونه د منلو وړ نه‌ده او په داسې جرمونو کې د ښکېلو کسانو پر وړاندې له قانون سره سم سخت ګامونه پورته کول اړین دي.

دغه کمېسیون څرګنده کړې، چې په تېرو څلورو اونیو کې یې په پېښور، نوښار، مردان، کوز دیر، ټانک, خیبر، ایبټ اباد او سوات ولسواليو کې په ټولیزه توګه پر ۱۶ قضیو کار کړی او په پېښو کې یې د کورني تاوتریخوالی، جنسي تېري، د جنسي تېري هڅه، له ماشومانو سره جنسي زیاتی، تښتونه، ځورونه، غیرقانوني بند، کورنۍ شخړې او د شکمن قتل په څېر جدي مسایل په ګوته کړي دي.

د کمیسیون مشرې ډاکټر سمیرا شمس وویل، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي هره پېښه د ټولې ټولنې لپاره د اندېښنې وړ ده.

هغې پر خپل هوډ ټینګار وکړ، چې کمیسیون به یې د داسې ټولو قضیو پرله پسې څارنې ته دوام ورکړي او همداراز به د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي لا پیاوړې کړي او د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي، چې قربانیانو ته پر وخت خوندیتوب، قانوني مرسته او عدالت چمتو شي او قانون ماتوونکو ته له قانون سره سم سخته سزا ورکړل شي.

کمیسیون له خلکو هم غوښتنه کړې، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي یا ناوړه ګټه اخیستنې د هرې پېښې خبر اړوندو ادارو یا د ښځو د وقار کمېټې ته ورکړي، څو سمدستي قانوني او حفاظتي ګامونه واخیستل شي.

پاکستاني طالبانو د باجوړ او مهمندو ترمنځ د خپل یوه جګپوړي قوماندان د وژل کېدو خبر ور کړی

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۵۱ GMT+۱
پاکستاني طالبانو د باجوړ او مهمندو ترمنځ د خپل یوه جګپوړي قوماندان د وژل کېدو خبر ور کړی
100%

د پاکستاني طالبانوغورځنګ ویلي چې د دوی یو جګپوړی قوماندان د پاکستاني ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی. یاده ډله وايي، قوماندان خان فروش په افغانستان کې نه بلکې، د باجوړ او مومندو ترمنځ په «کوه مور» سیمه کې د چاپې پرمهال وژل شوی.

د ډلې د ادعا له مخې، د باجوړ او مومندو ترمنځ په غرنۍ سیمه «کوه مور» کې د پاکستاني ځواکونو د چاپې پر مهال د باجوړ اوسېدونکی قوماندان خان فروش، چې په زابل مشهور و، له درېو نورو ملګرو سره وژل شوی دی.

پاکستاني طالبانو ویلي، چې یاده سیمه له ډیورنډ کرښې لسګونه کیلومتره لرې د مهمند او باجوړ ترمنځ پرته غرنۍ سیمه ده او د پاکستان د پوځ هغه ادعا ردوي چې ګواکې یاد کسان په کونړ کې د تېرې شپې په هوايي بمبارۍ کې وژل شوي دي.

خان فروش، چې په زابل مشهور و، د باجوړ ولسوالۍ د خار تحصیل اوسېدونکی او د جماعت الاحرار ډلې سیمه‌ییز قوماندان و. د راپورونو له مخې، د نوموړي پر سر دوه میلیونه پاکستانۍ روپۍ جایزه ټاکل شوې وه.

په ورته وخت کې، پاکستاني طالبانو ویلي، چې پاکستاني جنګي الوتکو یو ځل بیا د افغانستان په خاوره بمباري کړې، چې له امله یې ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو، ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یو شمېر رسنیو له دې وړاندې د پاکستاني سرچینو له قوله ویلي وو، چې د پاکستان ځواکونو د هوايي بریدونو ترڅنګ په افغانستان کې ځمکني عملیات هم کړي، خو افغان طالبانو او نه هم د سیمې خلکو دا خبر تایید کړی دی.