• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوچا: په افغانستان کې د ناچاوده توکو د چاودنې ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۳۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، افغانستان د ماینونو د ګواښ له پلوه درېیم هېواد دی چې لاهم د ناچاوده توکو له جدي ګواښ سره مخ دی او د دغه پېښو قربانیان تر ډېره ماشومان دي.

اوچا د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ پروګرام د معلوماتو پر بنسټ ویلي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۸۰ سلنه د ناچاوده توکو قربانیان ماشومان دي. دغه اداره زیاتوي، هره میاشت په منځنۍ کچه نږدې ۵۰ کسان د ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنو له امله ژوند بایلي یا ټپیان کېږي چې ډېری یې ماشومان وي.

اوچا همداراز ټینګار کړی، چې د ماین پاکۍ پروګرامونه د بودجې د کمښت له امله محدود شوي؛ په داسې حال کې چې دغه پروګرامونه د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره حیاتي ارزښت لري. په راپور کې راغلي، چې افغانستان لاهم د جګړو د پاتې شونو له امله له اوږدمهاله ګواښ سره مخ دی او خلک باید د پټو چاودېدونکو توکو له وېرې پرته په خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي. د اوچا په وینا؛ د کافي تمویل په صورت کې کولی شي دغه هېواد له یادو ګواښونکو پاتې شونو پاک شي.

ترویج لرونکی

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي
۱

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي

۲

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۳

طالبانو په بدخشان کې د «ځانګړي اوپراتیفي ماموریت» لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې

۴

د طالبانو دفاع وزارت: پښتونخوا او بلوچستان کې مو د داعـ . ـش پر مرکزونو ډرون بریدونو کړي

۵

اشرف غني: پر افغانستان د پاکستان برید یوازې امنیتي پېښه نه، بلکې ملي خبرداری دی

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي په لومړي‌ ځل د پنجشېر زرغون ګارنېټ ګران بیه ډبرې وپلورل شوې

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۴۱ GMT+۱
طالبان وایي په لومړي‌ ځل د پنجشېر زرغون ګارنېټ ګران بیه ډبرې وپلورل شوې
100%

په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند سیف‌الدین لټون خبر ورکړی، چې په لومړي ځل په دغه ولایت کې د زرغون ګارنېټ ګران بیه ډبرو ۱۳ نمونې د ۲۵۰ امریکايي‌ ډالرو په ارزښت وپلورل شوې. نوموړي زیاته کړې، ورته مهال ۳زره او ۲۹۷ قیراطه زمرد هم پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي.

هغه وايي، په پنجشېر ولایت کې یې د داوطلبۍ له لارې ۳زره او ۲۹۷ قیراطه تازه کېندل شوي زمرد د ۱۹۸زره او ۳۷۰ امریکايي ډالرو په ارزښت پر کورنیو سوداګرو وپلورل. په دغه ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري بیا ویلي، چې یاده داوطلبي د یوې ځانګړې کمیټې په حضور کې ترسره شوه.
د هغه په خبره؛ د یاد وزارت د نوي حکم له مخې د ۶۶ ډوله منرالونو، ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د کېندنې جوازونو د وېش لړۍ هم پیل شوې. امیري دا هم ویلي، چې د دغه جوازونو په وېش سره به د پانګونې، سوداګرۍ او کاري‌ فرصتونو د پراختیا لپاره لا ډېره زمینه برابره شي.

په دغه ولایت کې طالب مسوولین وايي، په تېرو درېیو کلونو کې یې د زمردو، بېروجو، سپینو زرو او زرغون ګارنېټ کانونو له لارې شاوخوا ۱۵زره کسانو ته په مستقیم او نامستقیم ډول کاري زمینې برابرې کړې دي.

خو بل لور ته بیا زرګونه ځوانان د کار له نشتوالي، د کاري‌ فرصتونو د کمښت او کمزوري اقتصادي‌ وضعیت څخه شکایت کوي.

د خامنه‌يي د جنازې مراسم؛ ایران د افغان ګډونوالو لپاره دوه زره او ۵۰۰ وړیا ویزې اعلان کړې

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۱
د خامنه‌يي د جنازې مراسم؛ ایران د افغان ګډونوالو لپاره دوه زره او ۵۰۰ وړیا ویزې اعلان کړې
100%

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې سلګونه افغانان د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د مشهد ښار ته د سفر تیاری نیسي. د ایراني چارواکو په وینا، د افغانستان وګړو ته د دغو مراسمو لپاره دوه زره او ۵۰۰ وړیا ویزې صادرې شوې دي.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې د تهران، قم او عراق له مراسمو وروسته د علي خامنه‌يي جسد د ایران په مشهد ښار کې خاورو ته وسپارل شي.

د خراسان رضوي ولایت مرستیال علي عسکري ویلي، د افغانستان د وګړو د ګډون د اسانتیا لپاره ۲ زره او ۵۰۰ وړیا ویزې ورکړل شوې دي. نوموړي اټکل کړی چې د ځمکنیو پولو له لارې به له دوو زرو څخه تر څلورو زرو پورې افغانان د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته داخل شي.

د ایراني چارواکو په وینا، د افغانستان څخه د ورتلونکو کسانو د استوګنې لپاره د مشهد ښار په جوماتونو او تکیاخانو کې ځانګړي ځایونه هم په پام کې نیول شوي دي.

راپورونه زیاتوي، د افغانستان څخه د ورتلونکو کسانو ترڅنګ، تمه کېږي چې په ایران کې مېشت ګڼ شمېر افغان کډوال هم د علي خامنه‌يي د خاورسپارۍ او اړوندو مراسمو کې ګډون وکړي.

ازبکستان او قطر د افغانستان د پراختیا او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه غږېدلي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۱ GMT+۱
ازبکستان او قطر د افغانستان د پراختیا او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه غږېدلي
100%

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشف په دغه هېواد کې د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره لیدلي او په افغانستان کې یې د پراختیا او نورو بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سه‌شنبه د چنګاښ پر ۹مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراخولو او د افغانستان اړوند مسایلو بحث شوی دی.

په دې لیدنه کې د افغانستان د دوامدارې پراختیا د ملاتړ په موخه د سوداګریزو – اقتصادي، ترانسپورتي او لوژستیکي همکاریو د پراختیا او همدارنګه د کلتوري او بشرپاله همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د قطر سفیر د افغانستان د ټولنیزې او اقتصادي بیارغونې د ملاتړ په برخه کې د ازبکستان هڅې ستایلې او د سیمې د ثبات او پرمختګ په پیاوړتیا کې یې د تاشکند ونډه مهمه بللې ده.

دواړو غاړو د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د سیمه‌ییزو مسایلو اړوند د عملي همغږۍ پر زیاتوالي او د افغانستان په تړاو د منظمو خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی دی.

طالبانو د پکتیکا په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې د جمهوري نظام یو پخوانی عسکر وژلی

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۲ GMT+۱
طالبانو د پکتیکا په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې د جمهوري نظام یو پخوانی عسکر وژلی
100%

د پکتیکا ولایت په جاني خېل ولسوالۍ کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې طالبانو د تېر جمهوري نظام یو پخوانی ملي پولیس محمد عمر ترور کړی او په ورته وخت کې یې په یحیی خېل ولسوالۍ کې د یو بل پخواني محلي پولیس کور په بمونو الوزولی دی.

سرچینو په وینا، دغه پخوانی سرتیری څو ورځې وړاندې له ایران څخه خپل کور ته ستون شوی و.

ځانګړې سرچینې وایي چې محمد عمر د پکتیکا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی و او په تېر جمهوري نظام کې یې د ملي پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله. نوموړی د کابل له سقوط او په هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ایران ته تللی و، خو په دې وروستیو کې بېرته خپلې سیمې ته راستون شوی و.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دغه پخوانی پولیس نن د جاني خېلو ولسوالۍ په بابوخېلو کلي کې د طالبانو له خوا په نښه او ترور شو. دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې طالبانو په هېواد کې د عمومي بښنې اعلان کړی و، خو د تېر حکومت د پوځیانو او پولیسو د نیول کېدو او وژل کېدو راپورونه لا هم ورکول کېږي.

له بلې خوا، سرچینو تایید کړې چې په ورته وخت کې د پکتیکا ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د یو بل پخواني محلي پولیس کور په بمونو الوزول شوی دی. د دغه برید له امله د اوښتو احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه تر اوسه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

افغان سفیر له اسټرالیا غوښتي چې افغان ښځو او نجونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۱
افغان سفیر له اسټرالیا غوښتي چې افغان ښځو او نجونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي
100%

په اسټرالیا کې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي د خپل ماموریت په وروستیو ورځو کې د دغه هېواد له لوی والي سام موسټین سره کتلي او په افغانستان کې یې د میلیونونو افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت او هیلو په اړه ورسره خبرې کړي.

دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په اسټرالیا کې د افغانستان د سفارت د تړل کېدو چارې روانې دي.

ښاغلي ویسي په دې کتنه کې مېرمن موسټین ته د هرات د ښځو لخوا یو لاسي ګنډل شوی دسمال په ډالۍ کې ورکړ او د افغان ښځو د وړتیا، عزت او همت ستاینه یې وکړه. هغه وویل چې دغه ډالۍ د هغو مېرمنو د هنر ښکارندويي کوي چې له سختو شرایطو سره سره یې خپله هیله ژوندۍ ساتلې ده.

د افغانستان سفیر د اسټرالیا له حکومت او خلکو مننه وکړه چې په سختو وختونو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ وو او د افغانستان د ملاتړ په لاره کې یې قربانۍ ورکړې دي. هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دا ملګرتیا او د استرالیا د خلکو سرښندنې به تل د افغانانو په یاد کې پاتې شي.

وحیدالله ویسي ټینګار وکړ که څه هم په استرالیا کې د افغانستان سفارت تړل کېږي، خو هیله لري چې دا هېواد به د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه وویل چې حکومتونه راځي او ځي، خو د افغانستان خلک پاتې کېږي او هغوی د سولې، ازادۍ، وقار او د خپل راتلونکي د ټاکلو مستحق دي.