ټرمپ: د ایران د اټومي بېوسلې کولو بهیر په ښه ډول روان دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالات له ایران سره ډېرې ښې اړیکې لري او په قطر کې وروستۍ لیدنې هم ښې شوې دي. هغه ویلي، چې د ایران د اټومي بېوسلې کولو بهیر په ښه ډول روان دی او په دې برخه کې ډېر پرمختګ شوی دی.
