صالح پاکستان پخوا د مشروع نظام او اوس د نامشروع ډلې پر ضد په توطیې تورن کړی
د جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح د پاکستان د پوځ د نامه له یادولو پرته ویلي، چې پخوا یې د افغانستان د مشروع نظام پر ضد دسیسې کولې، خو اوس د یوې نامشروع او ترهګرۍ ته د نږدې ډلې پر ضد توطئه کوي.
صالح پر خپل ایکس پاڼې لیکلي: «دوی د یوه مشروع دولتي نظام پر ضد ځکه دسیسې کولې چې هغه ډېر مشروع و او له نړیوالې ټولنې سره یې نږدې اړیکې لرلې. اوس بیا د یوه نامشروع او ترهګرۍ ته د نږدې ډلې پر ضد ځکه دسیسې کوي چې هغه ډېره نامشروع ده او له ترهګرۍ سره تړاو لري.»
صالح وروسته له هغې دا څرګندونې کړې چې د پاکستان د پوځ ویاند په یوه خبري غونډه کې ویلي چې پاکستان د افغانستان د پخواني جمهوري نظام او اوسني طالبانو له حکومت سره ستونزې لرلې او لري.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په کابل کې د قطر سفیر مردف القاشطي او سراج الدین حقاني د امنیتي همکاریو او له نشهيي توکو سره د مبارزې په تړاو غږېدلي دي.
د یادې ډلې د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۰مه پر خپل اېکس لیکلي، چې سراج الدین حقاني او په کابل کې د قطر سفیر په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا، د سیمې پر وضعیت او د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، سراج الدین حقاني په دې برخه کې د قطر د رغنده رول ستاینه کړې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو لهمخې، په یاده لیدنه کې دواړو لوریو د امنیتي همکاریو او له نشهيي توکو سره د مبارزې په اړه هم خبرې کړي دي.
سراج الدین حقاني او په کابل کې د قطر سفیر پر داسې مهال کتلي، چې د پاکستان په وروستیو بریدونو کې نږدې ۳۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي او په ورته مهال طالبانو هم ادعا کړې چې په بلوچستان او پښتونخوا کې یې ډرون بریدونه کړي دي.
نوموړي ټینګار کړی چې ټولې ادارې باید د بېکارۍ د کمولو لپاره عملي پروګرامونه پلي کړي او ځوانانو او بېکاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د هغه په وینا، لهمسوولیت څخه تېښته او پلمې د منلو وړ نه دي او هره اداره باید هره میاشت راپور ورکړي چې څو کسانو ته یې د کار فرصتونه برابر کړي دي.
د هرات طالب والي همداراز د دولتي او غیردولتي ځمکو د پېژندنې او تثبیت بهیر د چټکولو سپارښتنه کړې او ویلي یې دي، د دې کار له لارې به د رغنیزو چارو زمینه برابره او خلکو ته به د کار فرصتونه پیدا شي.