له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ په چمن پنډغالي کې افغان کډوال له بډو اخیستو شکایت کوي

یوشمېر افغان کډوال ادعا کوي، چې افغانستان ته د ستنېدو پر مهال په چمن پنډغالي کې له هغوی څخه په ناقانونه توګه د بډې اخیستو غوښتنه کېږي او که څوک دغه پیسې ورنه کړي؛ نو د بېرته ستنېدو بهیر یې ځنډول کېږي.
