• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کډوالو په اړه د پاکستان سیاستونه؛ افغان کډوال د ستونزو او محکمې له اضافي بار سره مخ دي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۱۷ GMT+۱

د پاکستانۍ مور او افغان پلار زوی کامران په پاکستان کې د خپلې مور د هویت اسنادو د بېرته فعالولو او د قانوني استوګنې د حق ترلاسه کولو لپاره د پېښور سترې محکمې ته عریضه کړې ده.

کامران ویلي، ټول ژوند یې په پاکستان کې تېر شوی، وروڼه او خویندې یې هم هلته اوسېږي؛ خو د هویت اسنادو د ستونزو له امله یې زده‌کړې اغېزمنې شوې او هر وخت د نیول کېدو او له دغه هېواده د اېستلو له وېرې سره مخ دی. هغه وایي، په افغانستان کې نه د اوسېدو ځای لري او نه هم خوندي راتلونکی.
د کډوالو چارو وکیل عثمان علي وایي، د پېښور سترې محکمې په وروستۍ پرېکړه کې ویل شوي هغه کسان چې د «پي او ار» یا «اې‌سي‌سي» کارتونه او د خپلو والدینو پخواني لاسي ثبت شوي اسناد لري؛ باید نادرا ته مراجعه وکړي او د دغه اسنادو د لغوه کېدو غوښتنه وکړي.
د هغه په وینا؛ که نادرا یې غوښتنه ونه مني، بیا کولای شي خپله قضیه د پېښور سترې محکمې ته یوسي. عثمان علي زیاته کړه، تر دې پرېکړې مخکې به خلکو نېغ په نېغه محکمې ته عریضې کولې؛ خو اوس باید لومړی اداري بهیر بشپړ شي.
د پېښور محکمې د وکیلانو مشر امین الرحمان وایي، د افغان کډوالو په اړه د پاکستان حکومت د پالیسۍ پرله‌پسې بدلونونو د افغانانو ترمنځ ناڅرګند وضعیت رامنځته کړی دی. د هغه په وینا؛ کله د بېرته ستنېدو نېټه غځول کېږي او کله د نیولو او اېستلو بهیر چټکېږي، چې له امله یې په پېښور ستره محکمه کې د تابعیت، قانوني استوګنې، واده او زده‌کړو اړوند د افغانانو عریضې زیاتې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د حکومت د پالیسۍ دوامداره بدلون نه یوازې افغان کډوال له ستونزو سره مخ کړي؛ بلکې د محکمې پر نظام یې هم اضافي فشار راوستی دی. د شمېرو له مخې؛ د ۲۰۲۳کال له سپټمبر راهیسې تر ۲۰۲۵کال پورې تر ۲.۴ مېلیونه ډېر افغانان له پاکستان نه وتلي دي. یوازې په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا یو میلیون او ۱۵۰زره افغانان بېرته افغانستان ته استول شوي دي.
ورته مهال د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ټولو ايالتونو ته لارښوونه کړې، چې د ۲۰۲۶کال د جولای له لسمې وروسته هغه افغان وګړي چې ویزې نه‌لري، ونیسي او د اېستلو بهیر یې چټک کړي. یاد وزارت له سیمه‌ییزو چارواکو غوښتي، چې د نیول شویو کسانو او ترسره شویو اقداماتو ورځني راپورونه ور واستوي.

ترویج لرونکی

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي
۱

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي

۲

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۳

طالبانو په بدخشان کې د «ځانګړي اوپراتیفي ماموریت» لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې

۴

اشرف غني: پر افغانستان د پاکستان برید یوازې امنیتي پېښه نه، بلکې ملي خبرداری دی

۵

د خیبر پښتونخوا یوې محکمې د ۱۵ وسله والو د نیولو لپاره نغدي انعامونه اعلان کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي په لومړي‌ ځل د پنجشېر زرغون ګارنېټ ګران بیه ډبرې وپلورل شوې

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۴۱ GMT+۱
طالبان وایي په لومړي‌ ځل د پنجشېر زرغون ګارنېټ ګران بیه ډبرې وپلورل شوې
100%

په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند سیف‌الدین لټون خبر ورکړی، چې په لومړي ځل په دغه ولایت کې د زرغون ګارنېټ ګران بیه ډبرو ۱۳ نمونې د ۲۵۰ امریکايي‌ ډالرو په ارزښت وپلورل شوې. نوموړي زیاته کړې، ورته مهال ۳زره او ۲۹۷ قیراطه زمرد هم پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي.

هغه وايي، په پنجشېر ولایت کې یې د داوطلبۍ له لارې ۳زره او ۲۹۷ قیراطه تازه کېندل شوي زمرد د ۱۹۸زره او ۳۷۰ امریکايي ډالرو په ارزښت پر کورنیو سوداګرو وپلورل. په دغه ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري بیا ویلي، چې یاده داوطلبي د یوې ځانګړې کمیټې په حضور کې ترسره شوه.
د هغه په خبره؛ د یاد وزارت د نوي حکم له مخې د ۶۶ ډوله منرالونو، ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د کېندنې جوازونو د وېش لړۍ هم پیل شوې. امیري دا هم ویلي، چې د دغه جوازونو په وېش سره به د پانګونې، سوداګرۍ او کاري‌ فرصتونو د پراختیا لپاره لا ډېره زمینه برابره شي.

په دغه ولایت کې طالب مسوولین وايي، په تېرو درېیو کلونو کې یې د زمردو، بېروجو، سپینو زرو او زرغون ګارنېټ کانونو له لارې شاوخوا ۱۵زره کسانو ته په مستقیم او نامستقیم ډول کاري زمینې برابرې کړې دي.

خو بل لور ته بیا زرګونه ځوانان د کار له نشتوالي، د کاري‌ فرصتونو د کمښت او کمزوري اقتصادي‌ وضعیت څخه شکایت کوي.

د خامنه‌يي د جنازې مراسم؛ ایران د افغان ګډونوالو لپاره دوه زره او ۵۰۰ وړیا ویزې اعلان کړې

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۱
د خامنه‌يي د جنازې مراسم؛ ایران د افغان ګډونوالو لپاره دوه زره او ۵۰۰ وړیا ویزې اعلان کړې
100%

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې سلګونه افغانان د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د مشهد ښار ته د سفر تیاری نیسي. د ایراني چارواکو په وینا، د افغانستان وګړو ته د دغو مراسمو لپاره دوه زره او ۵۰۰ وړیا ویزې صادرې شوې دي.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې د تهران، قم او عراق له مراسمو وروسته د علي خامنه‌يي جسد د ایران په مشهد ښار کې خاورو ته وسپارل شي.

د خراسان رضوي ولایت مرستیال علي عسکري ویلي، د افغانستان د وګړو د ګډون د اسانتیا لپاره ۲ زره او ۵۰۰ وړیا ویزې ورکړل شوې دي. نوموړي اټکل کړی چې د ځمکنیو پولو له لارې به له دوو زرو څخه تر څلورو زرو پورې افغانان د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته داخل شي.

د ایراني چارواکو په وینا، د افغانستان څخه د ورتلونکو کسانو د استوګنې لپاره د مشهد ښار په جوماتونو او تکیاخانو کې ځانګړي ځایونه هم په پام کې نیول شوي دي.

راپورونه زیاتوي، د افغانستان څخه د ورتلونکو کسانو ترڅنګ، تمه کېږي چې په ایران کې مېشت ګڼ شمېر افغان کډوال هم د علي خامنه‌يي د خاورسپارۍ او اړوندو مراسمو کې ګډون وکړي.

ازبکستان او قطر د افغانستان د پراختیا او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه غږېدلي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۱ GMT+۱
ازبکستان او قطر د افغانستان د پراختیا او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه غږېدلي
100%

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشف په دغه هېواد کې د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره لیدلي او په افغانستان کې یې د پراختیا او نورو بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سه‌شنبه د چنګاښ پر ۹مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراخولو او د افغانستان اړوند مسایلو بحث شوی دی.

په دې لیدنه کې د افغانستان د دوامدارې پراختیا د ملاتړ په موخه د سوداګریزو – اقتصادي، ترانسپورتي او لوژستیکي همکاریو د پراختیا او همدارنګه د کلتوري او بشرپاله همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د قطر سفیر د افغانستان د ټولنیزې او اقتصادي بیارغونې د ملاتړ په برخه کې د ازبکستان هڅې ستایلې او د سیمې د ثبات او پرمختګ په پیاوړتیا کې یې د تاشکند ونډه مهمه بللې ده.

دواړو غاړو د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د سیمه‌ییزو مسایلو اړوند د عملي همغږۍ پر زیاتوالي او د افغانستان په تړاو د منظمو خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی دی.

د پېښور په حسن‌خېلو کې په ډرون بريد کې يوه ښځه وژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان شوي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۴ GMT+۱
د پېښور په حسن‌خېلو کې په ډرون بريد کې يوه ښځه وژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان شوي
100%

په خيبرپښتونخوا کې امنیتي سرچیني وایي، چې د پېښور په حسن خېلو سيمه کې پر يوه کور د ډرون بريد له امله يوه ښځه وژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

د برید په اړه امنیتي سرچينو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تاييد کړه، چې دا بريد سه شنبې په شپه د حسن خېلو پولیس مرکز د ګارشامت خېل په سیمه کې په يوه کور شوی دی.

حسن خېل د خيبر ولسوالۍ سره په پوله پرته د پېښور ولسوالۍ سيمه ده.

سرچينې وویل، په پېښه کې پنځه تنه ژوبل او يوه ښځه وژل شوې ده.

په پېښه کې ژوبل کسان د پېښور لېډي ريډنګ روغتون ته لېږدل شوي دي.

د لېډي ريډنګ روغتون وياند افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، روغتون ته درې تنه نارينه، يوه ښځه او يوه بله ۱۶ نجلۍ راوړل شوي دي.

امنيتي سرچينې وويل، د ډرون بريد په اړه نور جزیات نه لري.

طالبانو ادعا کړې، د خيبرپښتونخوا په قمبرخيلو ساحه کې یې د داعشيانو په يو مرکز هوايي بريد کړی دی. قمبرخېل سيمه په خيبر ولسوالۍ کې موقعيت لري.

طالبانو د پکتیکا په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې د جمهوري نظام یو پخوانی عسکر وژلی

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۲ GMT+۱
طالبانو د پکتیکا په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې د جمهوري نظام یو پخوانی عسکر وژلی
100%

د پکتیکا ولایت په جاني خېل ولسوالۍ کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې طالبانو د تېر جمهوري نظام یو پخوانی ملي پولیس محمد عمر ترور کړی او په ورته وخت کې یې په یحیی خېل ولسوالۍ کې د یو بل پخواني محلي پولیس کور په بمونو الوزولی دی.

سرچینو په وینا، دغه پخوانی سرتیری څو ورځې وړاندې له ایران څخه خپل کور ته ستون شوی و.

ځانګړې سرچینې وایي چې محمد عمر د پکتیکا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی و او په تېر جمهوري نظام کې یې د ملي پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله. نوموړی د کابل له سقوط او په هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ایران ته تللی و، خو په دې وروستیو کې بېرته خپلې سیمې ته راستون شوی و.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دغه پخوانی پولیس نن د جاني خېلو ولسوالۍ په بابوخېلو کلي کې د طالبانو له خوا په نښه او ترور شو. دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې طالبانو په هېواد کې د عمومي بښنې اعلان کړی و، خو د تېر حکومت د پوځیانو او پولیسو د نیول کېدو او وژل کېدو راپورونه لا هم ورکول کېږي.

له بلې خوا، سرچینو تایید کړې چې په ورته وخت کې د پکتیکا ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د یو بل پخواني محلي پولیس کور په بمونو الوزول شوی دی. د دغه برید له امله د اوښتو احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه تر اوسه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.