ازادۍ جبهې کندوز کې د دوو طالبانو د وژلو او د یوه بل د ټپي کېدو ادعا کړې

د طالبانو مخالفې ډلې «ازادی جبهې» ادعا کړې، چې په کندوز لایت کې یې د طالبانو پر یوې ګزمې برید کړی چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د طالبانو مخالفې ډلې «ازادی جبهې» ادعا کړې، چې په کندوز لایت کې یې د طالبانو پر یوې ګزمې برید کړی چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
دغه ډلې چهارشنبه (د چنګاښ ۱۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، یاده پېښه پرون سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې د کندوز ښار کابل بندر د کارته اریانا سیمه کې هغه مهال شوې چې د یادې جبهې لهخوا د طالبانو د ګزمې پر یو رنجر برید وشو.
یادې ډلې ادعا کړې، چې په شمال ختیځ زون کې وروستيو بریدونو د طالبانو د حضور او وضعیت په اړه د هغوی په لیکو کې اندېښنه او ګډوډي رامنځته کړې ده. طالبانو لاتراوسه د یاد برید په تړاو څه نهدي ويلي.

د ګډ امنیتي تړون سازمان سرمنشي تولګابېک مسادکوف د تاجکستان او افغانستان د ګډې پولې له بېلابېلو برخو لیدنه کړې. هغه چې د تاجکستان د ولسمشر امامعلي رحمان په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی، د تاجکستان او افغانستان پر پوله یې د امنیتي پیاوړتیا پروګرام پلي کېدو بهیر ارزولی دی.
د ګډ امنیتي تړون سازمان د دوشنبې په ورځ د تولګابیک مسادکوف هغه انځورونه خپاره کړل، چې د تاجکستان او افغانستان د پولې د لیدنې پر مهال اخیستل شوي وو.
د ګډ امنیتي تړون سازمان په رسمي خبرپاڼه کې راغلي، چې مسادکوف د خپل سفر پرمهال د تاجکستان د سوېلي پولو په اوږدو کې له سرحدي پوستو، د تالاشۍ له مرکزونو او د سرحدي ځواکونو له مېشت ځایونو لیدنه کړې او په دغه سیمو کې یې دفاعي چمتووالی ارزولی دی.
د ګډ امنیتي تړون سازمان سرمنشي همدارنګه د تاجکستان د سرحدي ځواکونو له قوماندان او د دغه هېواد د ملي امنیت دولتي کمېټې له لومړي مرستیال جنرال مرادعلي رجبزاده سره هم کتلي.
دواړه لوریو «د تاجکستان او افغانستان د پولې د امنیت ټینګښت او پیاوړتیا لپاره د ګډ امنیتي تړون سازمان د نړۍوالو موخو پروګرام» د پلي کېدو وروستي بهیر په اړه خبرې وکړې.
د دغه سفر په بله برخه کې تولګابیک ماسادکوف په غرنیو او سختو سیمو کې د سرحدي سړکونو د جوړېدو له بهیر هم لیدنه کړې. دغه پروژه د دې لپاره پلې کېږي، چې د لوژستیکي چارو اسانتیا رامنځته او د سرحدي ځواکونو چټک تګراتګ یقیني شي.
دغه لیدنه د ګډ امنیتي تړون سازمان د نړۍوالو موخو پروګرام د لومړي پړاو پلي کېدو په چوکاټ کې ترسره شوې ده. دغه پروګرام د ۲۰۲۴کال د نومبر په میاشت کې د غړو هېوادونو د مشرانو لهخوا تصویب شو.
یاد پروګرام چې بنسټ یې د ۲۰۱۳کال وړاندیز ته ورګرځي، د تاجکستان سرحدي ځواکونو ته د وسلو، پوځي او تخنیکي تجهیزاتو د برابرولو په موخه جوړ شوی؛ څو وکولای شي د وسلهوالو ډلو د نفوذ، د نشهيي توکو د قاچاق او ترهګریزو فعالیتونو په څېر ګواښونو سره ښه مبارزه وکړي.
د تاجکستان او افغانستان د ګډې پولې اوږدوالی شاوخوا ۱۳۴۴ کیلومتره دی، چې ډېره برخه یې په غرنیو او سختو لارو لرونکو سیمو کې پرته ده او کنټرول یې له ستونزو ډک دی. د ګډ امنیتي تړون سازمان چارواکي د دغه پولې امنیتي وضعیت لاهم «پېچلی» بولي.
تاجکستان څو ځله له افغانستان نه د ناامنۍ خپرېدو د مخنیوي لپاره د سیمهییزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د ماسادکوف دغه سفر د سازمان د ګډو ژمنو د عملي کولو په لور یو عملي ګام بلل کېږي.
دغه پروګرام درې پړاوه لري: په لومړي پړاو کې د غړو هېوادونو د وسایلو او امکاناتو برابرولو ظرفیت ارزول کېږي، په دویم پړاو کې د تجهیزاتو پېرودل او سپارل ترسره کېږي او په درېیم پړاو کې بشپړ ځای پرځای کېدل عملي کېږي.
کارپوهان باور لري، چې د یادې پولې پیاوړتیا نه یوازې د تاجکستان د امنیت لپاره مهمه ده؛ بلکې د ټولې سیمې لپاره ستراتیژیک ارزښت لري. د ګډ امنیتي تړون سازمان په وروستیو کلونو کې په همدې سیمه کې ګډ پوځي تمرینونه هم ترسره کړي، څو د غړو هېوادونو ځواکونو ترمنځ همغږي لوړه شي.
په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند سیفالدین لټون خبر ورکړی، چې په لومړي ځل په دغه ولایت کې د زرغون ګارنېټ ګران بیه ډبرو ۱۳ نمونې د ۲۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شوې. نوموړي زیاته کړې، ورته مهال ۳زره او ۲۹۷ قیراطه زمرد هم پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي.
هغه وايي، په پنجشېر ولایت کې یې د داوطلبۍ له لارې ۳زره او ۲۹۷ قیراطه تازه کېندل شوي زمرد د ۱۹۸زره او ۳۷۰ امریکايي ډالرو په ارزښت پر کورنیو سوداګرو وپلورل. په دغه ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري بیا ویلي، چې یاده داوطلبي د یوې ځانګړې کمیټې په حضور کې ترسره شوه.
د هغه په خبره؛ د یاد وزارت د نوي حکم له مخې د ۶۶ ډوله منرالونو، ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د کېندنې جوازونو د وېش لړۍ هم پیل شوې. امیري دا هم ویلي، چې د دغه جوازونو په وېش سره به د پانګونې، سوداګرۍ او کاري فرصتونو د پراختیا لپاره لا ډېره زمینه برابره شي.
په دغه ولایت کې طالب مسوولین وايي، په تېرو درېیو کلونو کې یې د زمردو، بېروجو، سپینو زرو او زرغون ګارنېټ کانونو له لارې شاوخوا ۱۵زره کسانو ته په مستقیم او نامستقیم ډول کاري زمینې برابرې کړې دي.
خو بل لور ته بیا زرګونه ځوانان د کار له نشتوالي، د کاري فرصتونو د کمښت او کمزوري اقتصادي وضعیت څخه شکایت کوي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې سلګونه افغانان د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د مشهد ښار ته د سفر تیاری نیسي. د ایراني چارواکو په وینا، د افغانستان وګړو ته د دغو مراسمو لپاره دوه زره او ۵۰۰ وړیا ویزې صادرې شوې دي.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې د تهران، قم او عراق له مراسمو وروسته د علي خامنهيي جسد د ایران په مشهد ښار کې خاورو ته وسپارل شي.
د خراسان رضوي ولایت مرستیال علي عسکري ویلي، د افغانستان د وګړو د ګډون د اسانتیا لپاره ۲ زره او ۵۰۰ وړیا ویزې ورکړل شوې دي. نوموړي اټکل کړی چې د ځمکنیو پولو له لارې به له دوو زرو څخه تر څلورو زرو پورې افغانان د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته داخل شي.
د ایراني چارواکو په وینا، د افغانستان څخه د ورتلونکو کسانو د استوګنې لپاره د مشهد ښار په جوماتونو او تکیاخانو کې ځانګړي ځایونه هم په پام کې نیول شوي دي.
راپورونه زیاتوي، د افغانستان څخه د ورتلونکو کسانو ترڅنګ، تمه کېږي چې په ایران کې مېشت ګڼ شمېر افغان کډوال هم د علي خامنهيي د خاورسپارۍ او اړوندو مراسمو کې ګډون وکړي.
د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشف په دغه هېواد کې د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره لیدلي او په افغانستان کې یې د پراختیا او نورو بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سهشنبه د چنګاښ پر ۹مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراخولو او د افغانستان اړوند مسایلو بحث شوی دی.
په دې لیدنه کې د افغانستان د دوامدارې پراختیا د ملاتړ په موخه د سوداګریزو – اقتصادي، ترانسپورتي او لوژستیکي همکاریو د پراختیا او همدارنګه د کلتوري او بشرپاله همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د قطر سفیر د افغانستان د ټولنیزې او اقتصادي بیارغونې د ملاتړ په برخه کې د ازبکستان هڅې ستایلې او د سیمې د ثبات او پرمختګ په پیاوړتیا کې یې د تاشکند ونډه مهمه بللې ده.
دواړو غاړو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د سیمهییزو مسایلو اړوند د عملي همغږۍ پر زیاتوالي او د افغانستان په تړاو د منظمو خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی دی.
د پکتیکا ولایت په جاني خېل ولسوالۍ کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې طالبانو د تېر جمهوري نظام یو پخوانی ملي پولیس محمد عمر ترور کړی او په ورته وخت کې یې په یحیی خېل ولسوالۍ کې د یو بل پخواني محلي پولیس کور په بمونو الوزولی دی.
سرچینو په وینا، دغه پخوانی سرتیری څو ورځې وړاندې له ایران څخه خپل کور ته ستون شوی و.
ځانګړې سرچینې وایي چې محمد عمر د پکتیکا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی و او په تېر جمهوري نظام کې یې د ملي پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله. نوموړی د کابل له سقوط او په هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ایران ته تللی و، خو په دې وروستیو کې بېرته خپلې سیمې ته راستون شوی و.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دغه پخوانی پولیس نن د جاني خېلو ولسوالۍ په بابوخېلو کلي کې د طالبانو له خوا په نښه او ترور شو. دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې طالبانو په هېواد کې د عمومي بښنې اعلان کړی و، خو د تېر حکومت د پوځیانو او پولیسو د نیول کېدو او وژل کېدو راپورونه لا هم ورکول کېږي.
له بلې خوا، سرچینو تایید کړې چې په ورته وخت کې د پکتیکا ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د یو بل پخواني محلي پولیس کور په بمونو الوزول شوی دی. د دغه برید له امله د اوښتو احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه تر اوسه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.