• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په باجوړ کې د ناامنۍ او ډرون بریدونو پرضد خلکو د احتجاج په توګه د باجوړ ـ پېښور لاره وتړله

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۵۳ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ د پهاټک څلورلارې سیمه کې ځايي اوسېدونکو د ناامنۍ او د ډرون بریدونو پرضد احتجاج کړی او د باجوړ ـ پېښور لویه لاره یې د هر ډول تګ‌راتګ لپاره تړلې ده.

احتجاح کوونکي وایي، په سیمه کې امنیتي وضعیت خورا کړکېچن شوی او ډرون بریدونو د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي. دوی غوښتنه کړې، چې د ډرون بریدونو په اړه دې خپلواکې، رڼې او بې‌پرې پلټنې وشي؛ مسوول کسان دې وپېژندل شي او د سیمې د خلکو د سر او مال خونديتوب لپاره دې عملي او اغېزمن ګامونه واخیستل شي.
د احتجاج له امله د لارې دواړه غاړو ته د موټرو اوږده کتارونه جوړ شوي او مساپر، ناروغان، زده‌کوونکي او بار وړونکي موټر د څو ساعتونو لپاره پر لویه لار بند پاتې دي. د راپورونو له مخې؛ د ولسوالۍ ادارې او امنیتي چارواکي د احتجاج سیمې ته رسېدلي او له احتجاج کوونکو سره د خبرو له لارې د لارې د بېرته پرانیستو هڅې روانې دي.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري