سراج الدین حقاني او د قطر سفیر پر امنیتي همکاریو او له نشهيي توکو سره پر مبارزې غږېدلي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په کابل کې د قطر سفیر مردف القاشطي او سراج الدین حقاني د امنیتي همکاریو او له نشهيي توکو سره د مبارزې په تړاو غږېدلي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په کابل کې د قطر سفیر مردف القاشطي او سراج الدین حقاني د امنیتي همکاریو او له نشهيي توکو سره د مبارزې په تړاو غږېدلي دي.
د یادې ډلې د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۰مه پر خپل اېکس لیکلي، چې سراج الدین حقاني او په کابل کې د قطر سفیر په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا، د سیمې پر وضعیت او د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، سراج الدین حقاني په دې برخه کې د قطر د رغنده رول ستاینه کړې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو لهمخې، په یاده لیدنه کې دواړو لوریو د امنیتي همکاریو او له نشهيي توکو سره د مبارزې په اړه هم خبرې کړي دي.
سراج الدین حقاني او په کابل کې د قطر سفیر پر داسې مهال کتلي، چې د پاکستان په وروستیو بریدونو کې نږدې ۳۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي او په ورته مهال طالبانو هم ادعا کړې چې په بلوچستان او پښتونخوا کې یې ډرون بریدونه کړي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د څلورم بلاک د استخراج تړون یې د ۵ میلیونه، ۴۹۰ زره او ۹۵۰ امریکایي ډالرو په پانګونه له یوه خصوصي شرکت سره د ۱۵ کلونو لپاره لاسلیک کړی دی.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د دغه تړون موده ۱۵ کاله ده او د هر ټن مالګې په بدل کې به ۱۵۰۰ افغانۍ رویالټي ورکول کېږي.
د وزارت په وینا، قراردادي شرکت به خپلې ټولې چارې د کانونو د قانون او اړوندو کړنلارو له مخې ترسره کوي.
د معلوماتو له مخې، یاد شرکت به د رویالټۍ د ورکولو ترڅنګ د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې ۳۵۰ زره امریکایي ډالره هم ولګوي.
وزارت زیاته کړې، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به شاوخوا ۱۱۵ کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.
په کنبیرا کې د افغانستان د جمهوري نظام سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اسټرالیا د حکومت د پرېکړې لهمخې یې په کنبیرا کې کونسلي خدمتونه ځنډول شوي دي. اسټرالیا ویلي، په دغه هېواد کې به د طالبانو هېڅ استازی ونه مني.
په کنبیرا کې د افغانستان د جمهوري نظام سفارت د چارشنبې په ورځ پر خپله ویبپاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي:« د کوربه هېواد د پریکړې له مخې، په اسټرالیا کې د دې استازولۍ کونسلي خدمتونه ځنډول شوي دي».
په ورته مهال تېره ورځ په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت او د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان کړی چې په کنبیرا کې د افغانستان د سفارت فعالیتونه په رسمي توګه ودرول شول.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې اسټرالیا د طالبانو اداره په رسمیت نه پیژني او د هغوی هېڅ استازی به ونه مني.
په اعلامیه کې راغلي:«اسټرالیا او په کنبیرا کې د افغانستان سفارت د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دي. موږ طالبان د افغان ولس د قانوني استازو په توګه په رسمیت نه پېژنو».
دواړو لوریو په اعلامیه کې د طالبانو لهخوا د بشري حقونو سیستماتیک او دوامداره سرغړونې، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او د مخالفینو د غږونو ځپل په کلکه غندلي او د افغانانو د کرامت او بشري حقونو پر خوندیتوب یې په خپل ګډ عزم ټینګار کړی دی.
اعلامیه زیاتوي:«د شته ناخوالو او هغو محدودیتونو له امله چې د سفارت له کنټروله بهر وو او د دې اندېښنې له امله چې دغه وضعیت تر ناپایه وخته دوام نه شوای کولای، د اسټرالیا د حکومت په مشوره پرېکړه وشوه چې د سفارت چارې د ۲۰۲۶ کال د جون له ۳۰مې وروسته په بشپړ ډول وځنډول شي».
د اسټرالیا حکومت ژمنه کړې چې د ډیپلوماټیکو اړیکو د ۱۹۶۱ کال د ویانا کنوانسیون او د نړیوالو قوانینو له مخې به د سفارت د ودانۍ، پاتې جایدادونو او ارشیفونو ساتنه او درناوی کوي.
د طالبانو د هرات والي اسلامجار د ددې ډلې د دولتي ادارو له مسوولانو غوښتي چې تشریفاتي او بېپایلې کارونه ودروي او خپل ټول تمرکز د خلکو لپاره د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو وکړي. هغه ویلي، خلک تر هر څه ډېر کار او عاید ته اړتیا لري.
اسلامجار دا څرګندونې د هرات په کچه د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره په یوه غونډه کې کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې ټولې ادارې باید د بېکارۍ د کمولو لپاره عملي پروګرامونه پلي کړي او ځوانانو او بېکاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د هغه په وینا، لهمسوولیت څخه تېښته او پلمې د منلو وړ نه دي او هره اداره باید هره میاشت راپور ورکړي چې څو کسانو ته یې د کار فرصتونه برابر کړي دي.
د هرات طالب والي همداراز د دولتي او غیردولتي ځمکو د پېژندنې او تثبیت بهیر د چټکولو سپارښتنه کړې او ویلي یې دي، د دې کار له لارې به د رغنیزو چارو زمینه برابره او خلکو ته به د کار فرصتونه پیدا شي.
د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د بېکارۍ کچه شاوخوا ۲۵ سلنې ته رسېږي، چې دا کچه د هېواد د اقتصادي وضعیت د خرابوالي ښکارندویي کوي.
د شنونکو په باور، د طالبانو د سیاستونو له امله، چې بانکي سسټم، مرستې او را کړې ورکړې له ستونزو سره مخ دي، افغانستان د کاري فرصتونو له کمښت او د خلکو د عایداتي سرچینو له محدودېدو سره مخ دی. د کاري فرصتونو نشتوالی د دې لامل شوی، چې ګڼ افغانان د ژوند د ښه والي په هیله له هېواده د وتلو خطرناکې لارې وټاکي او یا هم پر ناقانونه لارو د ګاونډیو هېوادونو پر لور مهاجرت ته مخه کړي.
له بلې خوا، پر طالبانو نیوکې کېږي، چې د دولتي ادارو دندې تر ډېره خپلو پلویانو او نږدې کسانو ته ورکوي او داستخدام د شفافې پروسې نشتوالی د دې لامل شوی، چې ډېر مسلکي او لوستي کسان له کاره بېبرخې پاتې شي.
په کندهار کې د موبایلونو یو شمېر پلورونکي او د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې په دولتي ادارو کې پر ځیرکو موبایلونو د طالبانو وروستي بندیز نه یوازې د هغوی کاروبارونه له مالي زیان سره مخ کړي، بلکې د عامو خلکو ورځنۍ چارې یې هم ټکنۍ کړې دي.
په کندهار کې د موبایلونو پلورونکي او ترمیموونکي وايي، په دولتي ادارو کې د ځیرکو موبایلونو پر کارولو د مولوي هبت الله اخوندزاده بندیز یې کارونه پیکه کړي دي.
موبایل پلورونکي وايي چې د ځیرکو موبایلونو په برخه کې یې میلیونونه افغانۍ پانګونه کړې ده خو اوس یې بیې ټیټې شوې دي.
همدارنګه د ځیرکو ګرځنده موبایلونو د ترمیموونکو کاروبارونه هم اغیزمن شوي دي.
په ورته مهال د پخوانیو او ساده موبایلونو پیر او پلور زیات شوی او د کندهار د موبایلونو په مارکیټ کې یې بازار تود شوی دی.
موبایل پلورونکي وايي، د ساده موبایلونو ډیری پېرونکي یې د دولتي ادارو کارکوونکي دي.
په کندهار ښار کې اوس د دولتي ادارو د کارکوونکو ترڅنګ ګڼ عام کسان هم ساده موبایلونه کاروي.
د کندهار د دولتي ادارو کارکوونکي وايي، له رسمیاتو وروسته ځیرک موبایلونه کاروي، ځکه یوازې همدا موبایلونه دي، چې له دې لارې له ورځینو پېښو او حالاتو ځان خبروي.
یواځیني کسان چې ډېر ځیرک موبایلونه کارکوي، ځوانه طبقه ده او یا هم هغه کسان دي چې له دولتي ادارو سره سر او کار نه لري.
د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د یوه شفاهي حکم لهمخې، په ټولو دولتي ادارو کې د ځیرکو موبایلونو پر کارولو بندیز لګولی دی. شنونکي وايي، طالبان د معلوماتو د خپرېدو او د ویډیوګانو او انځورونو د اخیستلو له وېرې دا ډول محدودیتونه لګوي، خو بیه یې عام خلک او د هېواد د ننه سوداګر پرې کوي.
د افغانستان بانک د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) له استازي سټیفن روډریګز سره د هغه د دندې د پای ته رسېدو په مناسبت مخه ښه وکړه. په دې ناسته کې دواړو لوریو د وړو مالي تمویلونو، د مالي خدمتونو د پراختیا او د اقتصادي همکاریو د دوام پر اهمیت ټینګار کړی.
د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې،د طالبانو د بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي فعالیتونو او په ځانګړي ډول د وړو مالي تمویلاتو په برخه کې د سټیفن روډریګز له هڅو او ددې ادارې هڅې او ژمنتیا وستایلې.
خالد زیاته کړې چې یاد بانک غواړي د اسلامي مالي تمویلاتو خدمتونه د افغانستان ټولو سیمو ته وغځوي او د هېواد د اقتصادي پرمختګ او د فقر د کمولو په برخه کې رغنده رول ولوبوي.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام استازي، سټیفن روډریګز د وړو مالي تمویلاتو د پیاوړتیا په برخه کې د افغانستان بانک همکاري او ژمنتیا وستایله او هیله یې څرګنده کړه چې په دې برخه کې همکارۍ دوام ومومي.
سټیفن روډریګز د ۲۰۲۳ کال د مې په ۳۱مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) د استازي په توګه خپله دنده پیل کړه. هغه شاوخوا درې کاله د دې ادارې د استازي په توګه په افغانستان کې دنده وکړه او ټاکل شوې چې پر ځای یې نوی استازی وټاکل شي.