نوموړي ټینګار کړی چې ټولې ادارې باید د بېکارۍ د کمولو لپاره عملي پروګرامونه پلي کړي او ځوانانو او بېکاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د هغه په وینا، لهمسوولیت څخه تېښته او پلمې د منلو وړ نه دي او هره اداره باید هره میاشت راپور ورکړي چې څو کسانو ته یې د کار فرصتونه برابر کړي دي.
د هرات طالب والي همداراز د دولتي او غیردولتي ځمکو د پېژندنې او تثبیت بهیر د چټکولو سپارښتنه کړې او ویلي یې دي، د دې کار له لارې به د رغنیزو چارو زمینه برابره او خلکو ته به د کار فرصتونه پیدا شي.
دوو لوړ پوړو ایراني سرچینو ویلي چې تهران هوډ لري پر هرمز تنګي خپل کنټرول په نړیواله کچه رسمي کړي او غواړي پر هغو بېړیو چې خلیج ته داخلېږي یا ترې وځي، د تګ راتګ فیسونه وضع کړي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، ایران هڅه کوي چې د دې کنټرول د اوږدمهالي رسميت ضمانت ترلاسه کړي او د تهران مرکچیان به له واشنګټن سره په روانو خبرو کې نور اختلافات تر هغه وخته نه شاربي، چې دا مساله نه وي حل شوې.
یو لوړ پوړی ایرانی چارواکی وايي چې که نور هېوادونه یې ونه مني، تهران به په زور هم خپل شرطونه عملي کړي او دوی به حتا که دا کار له امریکا سره د بیا جګړې لامل شي، هم کوي.
دویم ایراني چارواکي ویلي چې ایران له امریکا او اسراییل سره د احتمالي لویې جګړې له مخنیوي وروسته، اوس د دا د ځان لپاره یو تاریخي فرصت بولي.
خو د سینټ اندروز پوهنتون د معاصر تاریخ پروفیسور علي انصاري وايي ممکن ایران په دې محاسبه کې تېروتنه وکړي.
هغه وايي، « د دې شخړې د بیا راپورته کېدو احتمال تر هغه ډېر لوړ دی چې خلک فکر کوي، ځکه هېڅ لوری ځان مات شوی نه ګڼي.»