په دایکنډي کې نږدې ۷۰۰ راستنو شویو کډوالو لپاره د استوګنیزو نومرو د وېش لړۍ پیل شوه

په دایکنډي کې د طالبانو د کور او ښار جوړولو رییس عصمتالله صالحي وایي، چې د ۶۹۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو لپاره یې د استوګنیزو نومرو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د هغه په وینا؛ د ۱۱زره او ۳۵۹ راستنو شویو کډوالو نوملړ یې ترلاسه کړی، چې له دې ډلې تر ۵زرو د زیاتو کسانو اسناد بشپړ شوي.
