هغه د طالبانو د یو شمېر لوړپوړو غړو په حضور کې په یوه غونډه کې وویل: «په پخواني حکومت کې موږ په داسې فساد او ګډوډۍ کې ښکېل وو چې د خلاصون هېڅ لاره یې نه درلوده. دا اعتبار تاسو (طالبانو) ته درکوو چې ستاسو له راتګ سره غله ورک شول».
نوموړي وروسته د طالبانو د رهبرۍ ستاینه وکړه چې د ده د بېرته ستنېدو زمینه یې برابره کړې ده. خو د طالبانو له ځواکونو یې شکایت هم وکړ او ویې ویل چې د مجددي پر کور یې چاپه وهلې او د دوی د کورنۍ د ناراحتۍ لامل شوي دي.
عصمتالله مجددي په داسې حال کې د پخواني حکومت د فساد خبره کوي چې د مجددي کورنۍ د امریکا او ناټو د شل کلن حضور پر مهال د افغانستان له تر ټولو اغېزناکو او بانفوذه سیاسي کورنیو څخه وه.
صبغتالله مجددي خپله د نوي افغان نظام په جوړېدو کې مهم رول درلود. هغه د اساسي قانون د لویې جرګې مشري وکړه. یو کال وروسته، په ۱۳۸۳ لمریز کال کې، پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه د «د سولې د ټینګښت کمېسیون» مشر وټاکه. دغه کمېسیون د امریکا او ناټو په ملاتړ فعالیت کاوه او د رسمي قضايي او اجرایوي ادارو له چوکاټه بهر یې د دودیزو جرګو له لارې شخړې هوارولې.
هغه همدارنګه د مشرانو جرګې د پنځلسمې دورې رییس هم و. که څه هم د ډېر عمر له امله ډېر وخت غونډو ته نه حاضرېده، خو د دې څوکۍ له ټولو امتیازونو برخمن و. حامد کرزي هغه د انتصابي سناتورانو په نوملړ کې هم شامل کړ او وروسته سناتورانو د مشرانو جرګې د رییس په توګه وټاکه. نوموړی تر ۱۳۹۰ لمریز کال (۲۰۱۱ میلادي) پورې په همدې دنده پاتې شو.
د صبغتالله مجددي له تر ټولو جنجالي ماموریتونو څخه یو هم د ۱۳۹۲ لمریز کال د لړم په میاشت کې له امریکا سره د امنیتي او ستراتیژیک تړون په اړه د مشورتي لویې جرګې مشري وه.
دغه لویه جرګه د شاوخوا ۲۵۰۰ استازو په ګډون جوړه شوې وه، چې له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه پرېکړه وکړي.
مجددي د جرګې په پای کې د دې تړون ملاتړ وکړ او ان د هغه وخت له ولسمشر حامد کرزي سره، چې د تړون په اړه یې خپل شرایط لرل، د اختلاف پړاو ته ورسېد. هغه ګواښ وکړ چې که تړون لاسلیک نه شي، افغانستان به پرېږدي.
مجددي له امریکا سره د امنیتي او ستراتیژیک تړون له کلکو پلویانو ګڼل کېده او باور یې درلود، چې د دې تړون لاسلیکېدل به د طالبانو د ځپلو او د افغانستان د امنیت د ټینګښت زمینه برابره کړي. په مقابل کې، حامد کرزی بل نظر درلود. هغه ویل، دا د منلو وړ نه ده چې امریکا دې په خپلو پوځي اډو کې په امن کې وي، خو جګړه دې لا هم د افغانستان په کوڅو او کلیو کې روانه وي.
یو پخوانی افغان امنیتي چارواکی وايي، امریکا او ناټو په منظم ډول له صبغتالله مجددي مالي ملاتړ کاوه. د هغه په وینا، د مجددي مذهبي نفوذ او پر حامد کرزي او نورو دولتي چارواکو یې اغېز، د امریکا لپاره د هغه رضایت په یوه لومړیتوب بدل کړی و. دغه چارواکی دا ادعا هم کوي چې مجددي د حامد کرزي له مالي ملاتړ څخه هم برخمن و.
د شخصي دندو ترڅنګ، صبغتالله مجددي په پخواني حکومت کې وزیران، والیان او خپل نږدې کسان په بېلابېلو دولتي بستونو کې لرل. زوی یې هم په مهمو امنیتي دندو کې کار کاوه او ویل کېږي چې د دولتي چارواکو په ګومارنو کې یې هم اغېزناک رول درلود.
د صبغتالله مجددي له مړینې وروسته، د هغه بل زوی ذبیحالله مجددي د کورنۍ سیاسي او تشکیلاتي مشري پر غاړه واخیسته او د کورنۍ امتیازات او نفوذ هم هغه ته ولېږدېدل. خو اوس عصمتالله مجددي د پخواني حکومت چارواکي «غله» او «فاسد» بولي او د طالبانو ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې پلار یې د طالبانو له سختو مخالفانو څخه و.
د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو پر نوموړي نیوکې کړې او وايي، چې که په جمهوري نظام کې پراخ فساد موجود و، نو د مجددي کورنۍ هم د قدرت په جوړښت کې د خپل پراخ حضور او نفوذ له امله د دې فساد یوه برخه ګڼل کېدای شي.