• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انتونیو ګوترېش: له استثنا پرته د «اعدام» مجازاتو لغو کېدو ته ژمن یم

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۵۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سر منشي انټونیو ګوترېش د «اعدام» سزا ورکړه یوه «غیرانساني» بڼه بللې او په باور یې دغه سزا د بې‌ګناه خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. د نوموړي په وینا، دغه سزا (اعدام)په ۲۱مه پېړۍ کې هېڅ ځای نه‌لري. د راپورونو له‌مخې، په نړۍ کې تر ټول ډېر اعدامونه په چین او ایران کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د چهارشنبې په ناوخته (د چنګاښ ۱۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: «زه په بشپړ ډول، په کلکه او له کوم استثنا پرته، په نړیواله کچه د اعدام د سزا د بشپړې لغو کولو ژمنې ته وفادار پاتې یم».

د بشري حقونو د نړۍوالو بنسټونو او په ځانګړې توګه د بښنې نړۍوال سازمان د راپورونو له‌مخې، د نړۍ په کچه تر ټول ډېر اعدامونه په چین، ایران، سعودي عربستان، مصر او امریکا کې ترسره کېږي، خو په ځینو هېوادونو کې بیا د اعدام سزا لغو شوې ده.

د ایران اړوند د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان د راپورونو پر بنسټ، ایران یوازې په ۲۰۲۴ کال کې له ایرانیانو سربېره ۸۰ افغان بندیان او په ۲۰۲۵ کال کې له ایرانیانو سربېره ۸۵ افغانان هم د بېلابېلو تورونو له امله پرته له دې چې مدافع وکیلانو ته لاسرسی ولري، اعدام کړي دي.

ترویج لرونکی

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی
۱

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۲

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۳

طالبانو په بدخشان کې د «ځانګړي اوپراتیفي ماموریت» لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې

۴

د طالبانو دفاع وزارت: پښتونخوا او بلوچستان کې مو د داعـ . ـش پر مرکزونو ډرون بریدونو کړي

۵

پاکستان د طالبانو له لوري ترسره شوي ډرون بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

چینایي کارګرو د تاجکستان او افغانستان پولې ته نږدې د لویې لارې رغونه بېرته پیل کړه

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۱
چینایي کارګرو د تاجکستان او افغانستان پولې ته نږدې د لویې لارې رغونه بېرته پیل کړه
100%

چینايي کارګرو له څو میاشتو ځنډ وروسته، چې د خونړیو امنیتي بریدونو له امله رامنځته شوی و، د تاجکستان او افغانستان پولې ته نږدې د دوشنبې–کولما لویې لارې د یوې برخې د جوړولو چارې بېرته پیل کړې دي.

د دغې لویې لارې رغنیزې چارې تېر کال وروسته له هغې ودرول شوې چې چین، د امنیتي اندېښنو له امله، خپل وګړي د تاجیکستان له سرحدي سیمو وایستل.

تېر کال په دوو جلا بریدونو کې یو شمېر چینايي وګړي په تاجیکستان کې ووژل شول او ټپیان شول.

د لومړي برید پر مهال، چې د عقرب په میاشت کې ترسره شو، ناپېژاندو وسله‌والو د تاجکستان د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ د زربوز درې په سیمه کې پر یوې چینايي ډله برید وکړ. په دغه برید کې یو چینايي وګړی ووژل شو او پنځه نور کسان، چې څلور یې چینایان وو، ټپیان شول.

څو اوونۍ وروسته، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د لیندۍ د پنځمې په شپه د ختلان ولایت د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ د «شاهین ایس ایم» شرکت د کارکوونکو پر کمپ بل برید شوی دی.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، دا برید د افغانستان له خاورې ترسره شوی، چې په پایله کې یې درې چینايي وګړي ووژل شول او یو بل ټپي شو.

دغه وزارت هغه مهال ویلي وو چې په برید کې په افغانستان کې مېشتې «جرمي ډلې» لاس لري او دا یې په کلکو ټکو غندلی و.

اوس، د دغو بریدونو له څه باندې اوو میاشتو وروسته، د تاجکستان چارواکو بیجینګ ته ډاډ ورکړی چې د چینايي کارګرو د خوندیتوب لپاره به امنیتي تدابیر نور هم پیاوړي کړي.

د تاجکستان د دفاع وزارت هم اعلان کړی چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه او چینايي ځواکونه به د روان کال په سپټمبر میاشت کې په تاجکستان کې ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړي.

تاجکستان او چین د روان کال په مې میاشت کې د دوستۍ تړون لاسلیک کړی، چې د هغه په تعقیب له چینايي شرکتونو سره د شاوخوا اته میلیارده ډالرو په ارزښت د اقتصادي او پراختیايي تړونونو د لاسلیک زمینه هم برابره شوې ده.

مای ساتو: د تهران او واشنګټن په خبرو کې د ایران خلک له پامه غورځول شوي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۱
مای ساتو: د تهران او واشنګټن په خبرو کې د ایران خلک له پامه غورځول شوي
100%

د ایران د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې، مای ساتو، ویلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره په روانو ډیپلوماټیکو هڅو کې د ایران خلک له پامه غورځول شوي دي.

ساتو له فرانسوي مجلې «لو پوان»سره په مرکه کې ویلي، په داسې حال کې چې د ایران خلک د جګړې او کورني ځپنې دواړو درانه لګښتونه پرې کوي، د دې کړکېچ د حل په هېڅ ډیپلوماټیک بهیر کې ونډه نه لري.

هغې ټینګار کړی چې د ایران ولس د جګړې او سیاسي فشارونو اصلي زیانمن شوی اړخ دی، خو د تهران او واشنګټن د روانو مذاکراتو پر مهال د هغوی غوښتنې او اندېښنې له پامه غورځول کېږي.

د ملګرو ملتونو دغې ځانګړې راپور ورکوونکې دا هم ویلي چې د ایران حکومت تر اوسه دې هېواد ته د هغې د سفر اجازه نه ده ورکړې، څو د بشري حقونو وضعیت له نږدې وڅېړي.

مای ساتو زیاته کړې چې د ایران پر چارواکو دوامدار نړیوال فشار کولای شي «ریښتینې او ملموسې اغېزې» ولري او د بشري حقونو د وضعیت په ښه کېدو کې مرسته وکړي.

د نوموړې څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا د کمولو او د دواړو لورو د اختلافاتو د حل لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

د اروپايي پارلمان غړې: جرمني د طالبانو د باج‌غوښتنې پر وړاندې تسلیم شوی

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۳ GMT+۱
د اروپايي پارلمان غړې: جرمني د طالبانو د باج‌غوښتنې پر وړاندې تسلیم شوی
100%

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن ویلي، له جرمني څخه افغانستان ته د افغان کډوالو ستنول یوه «احمقانه» پرېکړه ده او دا کار اروپا د طالبانو د فشارونو او باج‌غوښتنې پر وړاندې زیانمنوي.

نیومن، چې د جرمني تبعه هم ده، د چهارشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، جرمني د طالبانو د باج‌غوښتنې پر وړاندې تسلیم شوی او نه غواړي چې نور اروپايي هېوادونه هم همدا لاره خپله کړي.

هغې وویل، هغه افغانان چې په جرمني کې پر جرمونو محکوم شوي، باید هماغلته خپلې قانوني سزاوې تېرې کړي، نه دا چې خوشې او افغانستان ته ولېږدول شي.

د هغې په وینا، طالبان به دغه کسان زنداني نه کړي او جرمني د هغوی په لېږلو سره په افغانستان کې د ښځو امنیت له جدي ګواښ سره مخ کوي او د جنسي تاوتریخوالي ګواښ زیاتوي.

د اروپايي پارلمان دغې غړې زیاته کړه، افغانستان ته د افغانانو ایستل نه یوازې امنیتي ستونزې رامنځته کوي، بلکې اروپا د طالبانو د سیاسي فشارونو او امتیاز غوښتنو پر وړاندې هم کمزورې کوي.

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د جرمني دریځ بدل شوی او دا هېواد له طالبانو سره د خبرو اترو پیل کوونکی لومړنی اروپايي هېواد شو، وویل چې جرمني د هغې په ټکو «د طالبانو په پوپولیستي دام کې» ایسار شوی دی.

د نیومن په وینا، اوس په جرمني کې غالب نظر دا دی چې افغان نارینه، که هرې پایلې ولري، باید د جرمونو له محکومېدو وروسته له هېواده وایستل شي.

هغې همداراز په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ او په برلین کې د سفارت د چارو طالبانو ته د سپارلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، دې اقدام د هغو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړی چې د طالبانو له واکمنۍ تښتېدلي دي.

د هغې په خبره، د دغو استازولیو له لارې طالبان د هغو افغانانو معلوماتو او شخصي اسنادو ته لاسرسی موندلی شي چې له دې ډلې تښتېدلي دي، او دا وضعیت ښايي طالبانو ته دا زمینه برابره کړي چې خپل مخالفان حتی له افغانستانه بهر هم په نښه کړي.

نیومن د طالبانو د یوه پلاوي بروکسل ته د بلنې په اړه هم وویل، پوهېږي چې دې اقدام ډېری افغانان ناهیلي کړي دي.

هغې ټینګار وکړ چې تخنیکي خبرې باید په کابل کې ترسره شي او هېڅ اړتیا نه وه چې د طالبانو پلاوی یوه اروپايي هېواد ته وبلل شي.

د اروپايي پارلمان دغې غړې وویل، اروپايي ټولنې پنځه کاله وړاندې له طالبانو سره د تعامل لپاره روښانه شرطونه ټاکلي وو، چې په کې د بشري حقونو درناوی، د ټولګډونه حکومت جوړول، بشري مرستو ته د ټولو لاسرسی او د ترهګرو ډلو لپاره د خوندي پناه ځایونو د مخنیوي تضمین شامل وو.

هغې زیاته کړه، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دغه ټول معیارونه لا پسې خراب شوي، نو ځکه نه پوهېږي چې ولې اوس له طالبانو سره د چلند لپاره «بېل معیار» غوره شوی دی.

نیومن دا هم وویل چې د اروپايي ټولنې هغه کمیسیون، چې د طالبانو پلاوی یې بروکسل ته وربللی و، د اروپايي پارلمان له لوري د وضاحت ورکولو لپاره وربلل شوی، څو څرګنده کړي چې په دغو لیدنو کې کومې موضوعګانې مطرح شوې، د طالبانو ځوابونه څه وو او د خبرو پایلې څه دي.

قطر: د ایران او امریکا د خبرو بل پړاو د علي خامنه‌يي د جنازې له مراسمو وروسته ترسره کېږي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۹ GMT+۱
قطر: د ایران او امریکا د خبرو بل پړاو د علي خامنه‌يي د جنازې له مراسمو وروسته ترسره کېږي
100%

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو بل پړاو به د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جنازې له مراسمو وروسته ترسره شي.

د دغه وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي، د قطر او پاکستان منځګړو د چهارشنبې په ورځ په دوحه کې له امریکايي او ایراني پلاوو سره جلا جلا خبرې وکړې او د اسلام‌اباد د هوکړه لیک اړوند موضوعاتو کې مثبت پرمختګ شوی دی.

الانصاري په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې دواړو لورو هوکړه کړې، خبرې به په راتلونکې موده کې دوام ومومي او راتلونکې ناسته به په لومړي مناسب فرصت کې، د علي خامنه‌يي د جنازې له مراسمو وروسته، ترسره شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خبرو د اجنډا او د ترلاسه شویو پرمختګونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې د خبرو بهیر به د منځګړو په همغږۍ روان وساتل شي.

سویسي سیاستواله: اروپا ته د طالبانو سفر له افغان ښځو سره خیانت و

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۵۷ GMT+۱
سویسي سیاستواله: اروپا ته د طالبانو سفر له افغان ښځو سره خیانت و
100%

په سویس کې د جنیوا د زرغون ګوند مشرې مریم یونس ابنر د اروپايي ټولنې له لوري د طالبانو بې‌شرطه سفر د شرم وړ بللی دي. هغې له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل چې اروپایي ټولنې په دې کار سره د افغان ښځو له حقونو سترګې پټې کړې دي.

مریم یونس ابنر د افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو بنسټیز حقونه په سختۍ سره نقض کړي دي. هغې زیاته کړه چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اوسنی افغانستان پر یو خلاص او لوی زندان بدل شوی دی.

د جنیوا د زرغون ګوند مشرې وویل چې اروپا له افغان ښځو سره خیانت وکړ او په هېڅ صورت یې باید د طالبانو غړي اروپا ته نه وی بللي. هغې روښانه کړه چې اوسمهال په افغانستان کې نجونې د زده‌کړو او ښوونځیو ته د تګ حق نه لري او نه هم په عامه ځایونو کې په ازاده توګه ګرځېدلی شي چې اروپايي ټولنې باید له دغه ډلې سره د دغه سرغړونو له امله تعامل نه وی کړی.

نوموړې اندېښنه وښوده چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې او اروپا عادي چلند او هغوی ته د ډیپلوماټیکو پروتوکولونو ورکول د زغم وړ نه دي. د هغې په وینا، افغان ښځې په ټولنه کې له هر ډول ټولنیز ځای او حقونو بې‌برخې شوې دي او دا حالت پر ښځو د فشارونو د زیاتېدو لامل شوی دی.